Sukhoi Su-7

ناټو یې د (Fitter-A) په نامه پېژني. په ۱۹۵۵ کال کې د شوروي اتحاد له غږ څخه چټکه برید کوونکې الوتکه وه. په بنسټیزه توګه په هوا کې د جګړې لپاره طرحه شوې وه خو په دې رول کې بریالۍ نه شوه او له همدې امله یې په ۱۹۶۰ لسیزه کې د تولید نور ډولونه په ځمکه برید کوونکې الوتکې وې. جوړونکی شرکت یې (Sukhoi) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۵۵ کال د سپټمبر په ۷ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۵۹ کې پیل شوې. د ۱۹۵۷–۱۹۷۲ کلونو ترمنځ تولید شوي. د ټولو تولید شوو شمېر ۱۸۴۷ دی. د همدې الوتکې له طرحې وروسته (Sukhoi Su-17) الوتکې جوړې شوې.
د شمالي کوریا پوځ یې تر اوسه کاروي. افغانستان ۲۴ د پوځي خدمت لپاره او ۱۶ د پیلوټانو روزنې لپاره پېرلې وې، الجیریا، چکسلواکیا، مصر، هند، عراق، پولنډ، د شوروي اتحاد او سوریې هم ترلاسه کړې وې.
پیلوټان : یو
اوږدوالی : ۱۶.۸ متره
لوړوالی : ۴.۹۹ متره
د وزرو پراخوالی : ۹.۳۱ متره
د وزرو سطحه : ۳۴ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۸۹۴۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۱۳۵۷۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۳۵۷۰ کیلو ګرامه
په ټانکیو کې د تیلو ظرفیت : ۳۲۲۰ کیلو ګرامه
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۱۵۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په ثانیه کې ۱۶۰ متره
په وزرو کې د وزن ظرفیت : په متر مربع کې ۴۳۴ کیلو ګرامه
وسلې :
دوه ( 30 mm Nudelman-Rikhter NR-30 autocannons) ماشیندارې هره یوه کې ۷۰ مرمۍ
د مهماتون د نښلونې لپاره یې څلور د وزرو لاندې او د دوه د سینې لاندې ځایونه لرل په دې ځایونو کې لاندې یاد شوي مهمات نصب کېدای شو:
توغندي
له هوا څخه هوا ته توغول کېدونکي توغندي
K-13M
R-60
R-73A
له هوا څخه ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي Kh-25ML
Kh-29
د وړانګې ضد توغندي
Kh-27
Kh-58
راکټونه
UB-16-57U rocket pods for S-5 rockets
بمونه
د عامې موخې لپاره
FAB-250
FAB-500
FAB-750
لاندې یاد شوی اټومي بم
8U69
Sukhoi Su-7BKL, Poland - Air Force AN2202869
Sukhoi Su-7. Photographer : Mike Freer – Touchdown-aviation
Szuhoj Szu-7
Szuhoj Su-7. Author of image : Kaboldy

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons