
Squirrel – نولی یا ډانګلکی
نولیان د سکیوریډای کورنۍ (family Sciuridae) غړي دي. د نولي په کورنۍ کې د ونې نولیان ، ځمکني نولیان، برګ یا کوچني ځمکني نولیان، غټ ځمکني نولیان، الوت کوونکي نولیان او دښتي سپیان شامل دي. د نولي اصلي ځای امریکا، اوراسیا او افریقا ده خو انسانانو یې نسل استرالیا ته هم انتقال کړی. تر ټولو پخوانی پېژندل شوی نولی د ایوسین دورې ده کوم چې په ژمي کې د خوب کوونکو مږو او غرني د اوبو کوچنډي سره نږدې تړاو لري.
د انګرېزۍ ژبې (Squirrel) نوم کارونه په ۱۳۲۷ کې تصدیق شوې او د نورمان انګلو ژبې له (esquirel) کلیمې اخیستل شوی نوم ده. د نورمان انګلو کلیمه د پخوانۍ فرانسوۍ له (escurel) کلیمې اخیستل شوې او د فرانسوۍ ژبې یاده کلیمه د لاتینۍ ژبې له (sciurus) کلیمې اخیستل شوې کوم چې د نولي ببرې لکۍ ته رجوع کوي. نولي ته پخوانیو انګرېزانو خپل ځایي نوم (aquerne) لره خو په ۱۳۲۷ کې یې دا نوم (Squirrel) ته بدل...