
Octodon – اوکتودون
په اوکتودونتیدای کورنۍ (family Octodontidae) کې د شخوند وهونکو نسل دی. په سوېلې امریکا کې پیدا کیږي. تر ټولو زیات پېژندل شوی ډول یې عام ډیګو دی. د ډیګو څلور ډولونه پکې شامل دي، یوازې دوه ډولونه یې د شپې لخوا ژوند کوونکي دي.
د سوېلې امریکا شخوند وهونکي ژوي دي. په بنسټیزه توګه د اند غرونو په ټیټو غونډیو او ګړنګونو کې پیدا کیږي. د چیل یو تر ټولو عام تی لرونکی ژوی دی کوم چې تر ۱۲۰۰ متره پورې لوړو سیمو کې ژوند کوي. له ډبرو او بوټو سره نږدې هوارو ګیا لرونکو سیمو کې ژوند کول خوښوي.
ډېګو غټ سر، غټې سترګې او بې وېښتو غوږونه لري. وزن یې له ۱۷۰ تر ۳۰۰ ګرامه پورې رسیږي او له ۲۵ تر ۳۱ سانتي متره پورې اوږدیږي، له بدن څخه لنډې له ۸ تر ۱۳ سانتي متره پورې اوږدې لکۍ لري. د هرې سترګې لاندې او پاسه زېړ خال لري. د بدن پاسه برخه یې نسواري زېړ او لاندې برخه یې کریمي زېړ رنګ لري، ځینې غړي یې غاړه...