Month: فبروري 2019

Mountain paca – غریز پاکا

Mountain paca – غریز پاکا

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Cuniculus taczanowskii) دی. کوچنی په غارونو کې ژوند کوونکی شخوند وهونکی ژوی دی. د سوېلې امریکا د لوړو غرنیو سیمو په ځنګلونو کې ژوند کوي. د شپې لخوا فعالیت کوونکی او یوازې ژوند کوونکی دی. د خوړو لویه برخه یې میوې او تخمونه دي. د وېنزوېلا، کولمبیا، ایکوادور، پېرو او بولیویا د اند غرونو په ځنګلونو کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ کونیکولیدای نسل کونیکولوس  ...
Lowland paca – د ټیټو ځمکو پاکا

Lowland paca – د ټیټو ځمکو پاکا

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Cuniculus paca) دی. بل نوم یې (spotted paca) دی. د معتدلې او نیمه معتدلې امریکا غټ شخوند وهونکی ژوی دی. له مکسیکو تر د ارجنټینا شمال پورې پیدا کیږي خو نسل یې کیوبا، جمایکا او هسپانیولا ته هم انتقال شوی. په زیاتو سیمو کې یوازې د پاکا په نامه پېژندل کیږي. نسل یې پرېمانه دی خو په ځینو محدودو سیمو کې یې نسل د ځنګل وهنې له امله ورک شوی.   پاکا نوم له توپي (Tupi language) ژبې اخیستل شوی نوم دی کوم چې د همدې ژوي لپاره کاریږي خو بله مانا یې ویښ او تل فعالیت ته چمتو هم دی. په (Nahuatl) ژبه کې د غره سپي ته وایي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ کونیکولیدای نسل کونیکولوس...
Cuniculidae – کونیکولیدای کورنۍ

Cuniculidae – کونیکولیدای کورنۍ

ټولې لیکنې
غړو ته یې د پاکا (Paca) نوم اخلي. پاکا په کونیکولوس نسل (genus Cuniculus) کې شامل دی. د سوېلې او مرکزي امریکا په ځمکه ژوند کوونکی، واښه خوړونکی شخوند وهونکی ژوی دی. پاکا په کونیکولیدای کورنۍ کې یوازینی غړی دی. کمه څرګنده لکۍ، واړه غوږونه لري. د بدن یوه بله خوا یې پراډې یا کرښې لري.   ګمان کیږي چې پلرونه یې ۳ میلیونه کاله وړاندې له شمالي امریکا څخه سوېلې امریکا ته کډوال شوي. مخکې له اګوټي سره په داسي پروکتیدای کورنۍ کې ډلبندي شوي وو خو د پاکا د ګوتو شمېر او د سر د کوپړۍ جوړښت له اګوټي سره توپیر لري له همدې امله په جلا کورنۍ کې ډلبندي شول.   د سر او تنې اوږدوالی یې له ۵۰ تر ۷۷ سانتي متره او د لکۍ له ۱۳ تر ۲۳ سانتي متره پورې وي. وزن یې له ۶ تر ۱۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په نړۍ کې شپږم غټ شخوند وهونکی ګڼل کیږي. په لندو او باراني ځنګلونو کې ژوند کوي. له اوبو سره نږدې اوسېدل...
Dasyproctidae – داسي پروکتیدای کورنۍ

Dasyproctidae – داسي پروکتیدای کورنۍ

ټولې لیکنې
د سوېلې امریکا د شخوند وهونکو ژو کورنۍ ده. اګوتي او اکوشي د دې کورنۍ غړي دي. د تنې د پاسه برخې رنګ یې سور رنګه وي او د تنې د لاندې برخې رنګ یې زېړ رنګه وي. ګیا خوړونکي دي ډېر وخت ځان له ونو په راغورزېدلې پخې شوې میوې تغذیه کوي. په سمڅو او غارونو کې ژوند کوي. لکه د نولي په څېر خپل پاتې شوي خواړه خښوي تر څو وروسته ځان پرې تغذیه کړي. په مرکزي او سوېلې امریکا کې پیدا کیږي او دواړه سیمې د نوې نړۍ معتدله برخې دي. د اولیګوسین دورې فوسیلي جسدونه یې هم موندل شوي. ثنایا، د ژرندې واړه او د ژرندې غاښونه لري خو کانین غاښونه نلري. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ داسي پروکتیدای په داسي پروکتیدای کورنۍ کې لاندې نسلونه شامل دي Genus Dasyprocta Azara’s agouti, Dasyprocta azarae Black agouti, Da...
Chacoan mara – کاکوان مارا

Chacoan mara – کاکوان مارا

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Dolichotis salinicola) دی. په کاوي ایډای کورنۍ (family Caviidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. د پاتاګونیا له مارا سره ډېر نږدې تړاو لري. په ارجنټینا، بولیویا او پراګوې کې پیدا کیږي. خواړه یې هر ډول موجود واښه دي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ کاوي ایډای فرعي کورنۍ دولیکوتینای نسل دولیکوتیس
Patagonian mara – د پاتاګونیا مارا

Patagonian mara – د پاتاګونیا مارا

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Dolichotis patagonum) دی. په کاوي ایډای کورنۍ (family Caviidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. نور نومونه یې (Patagonian cavy, Patagonian hare or dillaby) دي. موګاموس (monogamous) ژوي دي په دې مانا چې هر نر یا ښځه له هر نر او ښځې سره جنسي نزدیکت نکوي او د ژوند تر پایه له خپلې جوړې سره د مثل تولید کوي خو په خپلو غارونو کې چې کله جنسي نزدیکت کوي ډېر وخت یې نسل د څو جوړو ګډ نسل وي.   د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۷۵ سانتي متره او د لکۍ تر ۵ سانتي متره پورې وي. وزن یې تر ۱۶ کیلو ګرامه پورې رسیږي. مقعدي مرغړي یې د لکۍ او مقعد تر منځ وي او د مقعد په داخل کې نه وي. په داسې ځای کې ژوند کول خوښوي چې ډېر واښه لري. یوه جوړه د ژوند تر پایه خپله کې ژوند کوي خو که چېرې د جوړې یو غړی مړ شي له بل سره جوړه کیږي. د مثل تولید لپاره یوازې یوه جوړه جنسي نزدیکت کوي او یا زیاتې جوړې خپلې...
Dolichotis – دولیکوتیس

Dolichotis – دولیکوتیس

ټولې لیکنې
په کاوي ایدای کورنۍ (family Caviidae) کې د شخوند وهونکو نسل دی. دوه ډولونه پکې شامل دي. په سوېلې امریکا کې پیدا کیږي. قد یې تر ۴۵ سانتي متره پورې لوړیږي. پښې یې تېرې منګولې لري. شکل یې سوی ته ورته والی لري. وزن یې تر ۱۱ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د منډې پر وخت تر ۶ فټه پورې ټوپ وهلای شي. په کال کې تر درېو پورې بچیان زېږوي. واړه بچیان یې له پیدا کېدو وروسته په ۲۴ ساعتو کې واښه خوړلای شي. له مور او پلار څخه یې یو تل د بچیانو د پاملرنې لپاره له بچیانو سره پاتې کیږي. ډېر خلک یې د کورني ژوي په توګه په خپلو کورونو کې ساتي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ کاوي ایډای فرعي کورنۍ دولیکوتینای نسل دولیکوتیس په دولیکوتیس نسل کې لاندې دوه ډولونه شامل دي Patagonian mara, Dolichotis patagonum ...
Dinomys – دینومیس

Dinomys – دینومیس

ټولې لیکنې
په دینومیس نسل کې یوازې یو ډول موجود دی. عام نوم یې پاکارانا (Pacarana) دی او د ډول ساینسي یا علمي نوم یې (Dinomys branickii) دی. د سوېلې امریکا هیستریکوګنات شخوند وهونکی ژوی دی. وزن یې تر ۱۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي، د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۷۹ سانتي متر پورې وي په کوم کې چې ډبله ببره لکۍ نده شامله. د شپې لخوا فعالیت کوونکی دی او په معتدلو ځنګلونو کې پیدا کیږي. د څلور یا پنځو غړو په ډله کې ګډ ژوند کوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ ډینو مي ایدای نسل دینومیس...
Dinomyidae – ډینو مي ایدای

Dinomyidae – ډینو مي ایدای

ټولې لیکنې
د سوېلې امریکا د هیستریګونات شخوند وهونکو کورنۍ ده. په اوسمهال کې یو ژوندی غړی لري او نور ټول غړي یې له منځه تللي. په اوسمهال کې ژوندی غړی یې د پاکارانا په نامه یادیږي. ځینې ډولونه یې چې اوس له منځه تللي د نړۍ تر ټولو غټ شخوند وهونکي وو. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ ډینو مي ایدای په ډینو مي ایدای کورنۍ کې یوازې یو نسل چې اوسمهال کې ژوندي غړي لري موجود ده. د نورو ټولو نسلونو غړي یې له منځه تللي. Family: Dinomyidae Genus Dinomys Pacarana, Dinomys branickii Agnomys incertae sedis Pseudodiodomus incertae sedis Subfamily: Dinomyinae Telodontomys Subfamily: Eumegamyinae Briaromys Colpostemma Doellomys Eumegamysops Eumegamys ...
Caviinae – کاوي اینای فرعي کورنۍ

Caviinae – کاوي اینای فرعي کورنۍ

ټولې لیکنې
په کاوي ایدای کورنۍ (family Caviidae) کې د شخوند وهونکو فرعي کورنۍ ده. مارا، کاپیبارا او کېرودون پکې شامل دي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ کاوي ایډای فرعي کورنۍ کاوي اینای نسل کاویا میکروکاویا ګالیا

Plains viscacha – د لوړو هوارو ویسکاچا

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Lagostomus maximus) دی. په چینچیلیدای کورنۍ (family Chinchillidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په لاګوستوموس نسل کې یوازینی ژوندی ډول ګڼل کیږي نور درې ډولونه یې ژوندي غړي نلري. په ارجنټینا، بولیویا او پراګوې کې پیدا کیږي. په غارونو کې په وړو ډلو کې ژوند کوي. وزن یې تر ۹ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په ډله کې یې یو یا دوه نران او زیاتې ښځې وي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ چینچیلیدای فرعي کورنۍ لاګوستوميینای نسل لاګوستوموس  ...

Lagostominae – لاګوستوميینای فرعي کورنۍ

ټولې لیکنې
په لاګوستومینا فرعي کورنۍ کې یوازې یو نسل لاګوستوموس (Lagostomus) شامل دی. څلور ډولونه لري خو په اوسمهال کې یوازې یو ډول ژوندی نسل لري نور درې ډولونه یې له منځه تللي. په اوسمهال کې ژوندی ډول یې د لوړو هوارو ویسکاچا ده. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ چینچیلیدای فرعي کورنۍ لاګوستوميینای نسل لاګوستوموس    

Lagidium ahuacaense

ټولې لیکنې
په چینچیلیدای کورنۍ کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په ایکوادور کې پیدا کیږي. په ۲۰۰۹ کال کې تشرېح شوی. په غرنیو ډبریزو سیمو کې ژوند کوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ چینچیلیدای فرعي کورنۍ چینچیلینای نسل لاجیدیوم

Wolffsohn’s viscacha – د والفسون ویسکاچا

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Lagidium wolffsohni) دی. په چینچیلیدای کورنۍ (family Chinchillidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په چیل او ارجنټینا کې پیدا کیږي. په ډبریز غرنیو سیمو کې ژوند کوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ چینچیلیدای فرعي کورنۍ چینچیلینای نسل لاجیدیوم
Southern viscacha – د سوېل ویسکاچا

Southern viscacha – د سوېل ویسکاچا

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Lagidium viscacia) دی. په چینچیلیدای کورنۍ (family Chinchillidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په ارجنټینا، بولیویا، پېرو او چیل کې پیدا کیږي. د یوې کورنۍ وړې ډلې خپله کې ګډ ژوند کوي. په ډبریزو سیمو کې اوسیږي. له ببرې اوږدې لکۍ پرته نور شکل یې سوی ته ورته والی لري. تر ۳ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. په سباون او ماښام کې فعال وي. خواړه یې واښه دي. له ۱۳۰ ورځو د بلاربښت مودې وروسته یو بچی زېږوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ چینچیلیدای فرعي کورنۍ چینچیلینای نسل لاجیدیوم...
Northern viscacha – د شمال ویسکاچا

Northern viscacha – د شمال ویسکاچا

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Lagidium peruanum) دی. په چینچیلیدای کورنۍ (family Chinchillidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په چیل او پېرو کې پیدا کیږي. ببرې لکۍ لري وزن یې له ۹۰۰ ګرمه تر یو نیم کیلو ګرامه پورې رسیږي. خواړه یې واښه، ریښې او تخمونه دي. د اکتوبر او نومبر تر منځ جنسي نزدیکت کوي، له ۱۴۰ ورځو د بلاربښت له مودې وروسته یو بچی زېږوي له ۸ اونیو وروسته یې مور خپل بچی له ځانه جلا کوي. د اند غرونو وحشي پیشوګانې یې ښکار کوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ چینچیلیدای فرعي کورنۍ چینچیلینای نسل لاجیدیوم...
Lagidium – لاجیدیوم

Lagidium – لاجیدیوم

ټولې لیکنې
په چینچیلیدای کورنۍ (family Chinchillidae) کې د شخوند وهونکو نسل دی. څلور ډولونه پکې شامل دي. په پېرو، بولیویا او ارجنټینا کې پیدا کیږي. په ډبریزو وچو سیمو کې ژوند کول خوښوي. ګیا خوړونکي ژوي دي. د ژوند ډېره برخه د غټو ډبرو په منځ کې تېروي تر څو له ښکاري مرغانو او ژو د ځان ساتنه وکړي. شکل یې سوی ته ورته والی لري. مخکینۍ پښې یې لنډې دي خو وروستۍ پښې یې اوږدې دي او ځواکمنې عضلې لري. له درې تر پنځو پورې د یوې کورنۍ غړي خپله کې ګډ ژوند کوي. د بلاربښت موده یې تر ۱۴۰ ورځو پورې ده یو بچی زېږوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ چینچیلیدای فرعي کورنۍ چینچیلینای نسل لاجیدیوم په لاجیدیوم نسل کې لاندې ډولونه شامل دي Northern viscacha,  Lagidium peruanum Southern viscacha,  Lagidium...
Chinchillidae  – چینچیلیدای کورنۍ

Chinchillidae – چینچیلیدای کورنۍ

ټولې لیکنې
د شخوند وهونکو کورنۍ ده چینچیلا (chinchilla) او ویسکاچا (viscacha) او له دوي سره نږدې تړاو لرونکي فوسیلي ډولونه پکې شامل دي دواړه نومونه هسپانوي دي. د امریکا په سوېل کې پیدا کیږي. ډېر ډولونه یې په غرنیو سیمو کې ژوند کوي. وزن یې له ۸۰۰ ګرامه تر ۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي. ببرې لکۍ، ځواکمنې وروستۍ پښې او غټ غوږونه لري. ټول ډولونه یې ډبله وړۍ لري. شکلونه یې سوی او ډانګلکي یا نولي ته ورته دي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ چینچیلیدای په چینچیلیدای کورنۍ کې لاندې نسلونه شامل دي Family Chinchillidae Eoviscaccia incertae sedis Genus Chinchilla Long-tailed chinchilla, Chinchilla lanigera Short-tailed chinchilla, Chinchilla chinchilla Genus Lagidium Northern viscacha...
Erethizon – اېرېتیزون

Erethizon – اېرېتیزون

ټولې لیکنې
په اېرېتیزون نسل کې یوازې یو ډول شامل دی په درې نومونو یادیږي : د شمالي امریکا شکوڼ، د کاناډا شکوڼ، عام شکوڼ (North American porcupine, Canadian porcupine or common porcupine). د ډول علمي نوم یې (Erethizon dorsatum) دی. ګمان کیږي چې پلورونه یې له افریقا ۳۰ میلیونه کاله وړاندې برازیل ته کډوال شوي او له برازیل څخه شمالي امریکا ته تللي.   د انګرېزۍ (porcupine) لفظ مانا شکوڼ ده د فرانسوۍ ژبې له (porcespin) کلیمې اخیستل شوې په فرانسوۍ کې (porcespin) اغزن خوګ ته وایي او یاده کلیمه د لاتینۍ ژبې له دوه کلیمو (porcus and spina) ترکیب شوې د (porcus) مانا خوګ ده او د مانا (spina) ازغي.   د بدن رنګ یې تور دی او په تور رنګ کې سپینوالی لري. لنډې پښې او لنډې ډبلې لکۍ لري. د نوې نړۍ تر ټولو غټ شکوڼ دی. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۶۰ تر ۹۰ سانتي متره او د لکۍ اوږدوالی یې له ۱۴ تر ۳۰ سا...
Brown hairy dwarf porcupine – نسواري ببر لنډی شکوڼ

Brown hairy dwarf porcupine – نسواري ببر لنډی شکوڼ

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Coendou vestitus) دی. په اېرېتیزونتیدای کورنۍ (family Erethizontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی.د نوې نړۍ شکوڼ دی. د کولمبیا او وېنزوېلا په اند غرونو کې پیدا کیږي. د ټیټو ځمکو په لندو ځنګلونو کې ژوند کوي. د شپې لخوا فعالیت کوونکی او په ونو کې ژوند کوونکی ده. خواړه یې پاڼې او میوې دي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ اېرېتیزونتیدای فرعي کورنۍ اېرېتیزونتینای نسل کوېندو...
Share
Hide Buttons