Month: فبروري 2019

African brush-tailed porcupine – د افریقا بورس لکی شکوڼ

African brush-tailed porcupine – د افریقا بورس لکی شکوڼ

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Atherurus africanus) دی. په هیستریسیدای کورنۍ (Hystricidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. د زړې نړۍ شکوڼ ده شکل یې مږې ته ورته والی لري. د افریقا له ګیني تر کینیا پورې سیمه کې پیدا کیږي. د سیمې خلک یې د خوړو لپاره ښکار کوي. نسل یې پرېمانه دی. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۴۰ تر ۵۰ سانتي متره او وزن یې تر ۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي. تر اتو پورې د یوې کورنۍ غړي ګډ په ډله کې ژوند کوي. په ځنګلونو کې ځان څروي، د شپې لخوا فعال وي او په غارونو کې استوګنځای جوړوي. خواړه یې پاڼې میوې او ګلان دي خو ریښې هم خوري. د بلاربښت موده یې تر ۱۱۰ ورځو پورې وي. په دوه کلنۍ کې جنسي بلوغ ته رسیږي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ هیستریسیدای نسل اتېروروس...
Atherurus – اتېروروس

Atherurus – اتېروروس

ټولې لیکنې
د شخوند وهونکو په هیستریسیدای کورنۍ (family Hystricidae) کې د شخوند وهونکو نسل دی. دوه ډولونه پکې شامل دي. د نسل غړو ته یې د بورس لکي شکوڼ (Brush-tailed porcupine) نوم اخلي. لکۍ یې بورس ته ورته ازغي یا غشي لري. لکۍ یې په ډېره اسانۍ ماتیږي. اوږد مږې ته ورته بدن لري. د شپې لخوا فعال او په ځنګلونو کې ژوند کوي. خواړه یې ګیا، حشرې او مردار شوي ژوي دي. له شپږ تر اتو پورې ګډ په ډله کې ژوند کوي. په بند ساتل شوي ځای کې یې تر ۲۳ کالو پورې ژوند کړی. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ هیستریسیدای نسل اتېروروس په اتېروس نسل کې لاندې دوه ډولونه شامل دي African brush-tailed porcupine,  Atherurus africanus Asiatic brush-tailed porcupine,  Atherurus  macrourus...
Crested porcupine – تاج لرونکی یا کاکل لرونکی شکوڼ

Crested porcupine – تاج لرونکی یا کاکل لرونکی شکوڼ

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Hystrix cristata) دی. په هیستریسیدای کورنۍ (family Hystricidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په ایټالیا، د سهارا په سوېل کې او شمالي افریقا کې پیدا کیږي. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۶۰ تر ۸۳ سانتي متره او وزن یې له ۱۳ تر ۲۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي. خواړه یې پیاز غوټې، ریښې او پاڼې دي. په هډوکو باندې هم خوله لګوي تر څو یې بدن کلسیم ترلاسه کړي او د غشو یا ازغیو په وده کې یې مرسته وکړي. یو یا دوه بچیان زېږوي او د بلاربښت موده یې تر ۶۶ ورځو پورې وي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ هیستریسیدای نسل هیستریکس...
Indian crested porcupine – هندی تاج لرونکی یا کاکل لرونکی شکوڼ

Indian crested porcupine – هندی تاج لرونکی یا کاکل لرونکی شکوڼ

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Hystrix indica) دی. په هیستریسیدای کورنۍ (family Hystricidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. بل نوم یې (Indian porcupine) دی. د زړې نړۍ شکوڼ دی. اصلي ځای یې د اسیا سوېل او منځنی ختیځ دی. وزن یې له ۱۱ تر ۱۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي، د سر او تنې اوږدوالی یې له ۷۰ تر ۹۰ سانتي متره پورې او د لکۍ له ۸ تر ۱۰ سانتي متره پورې وي. په بند ځای کې ساتل شوي تر ۲۷ کالو پورې ژوند کړی. مختلف ډوله خواړه خوري خو ډېره برخه یې کرنیز بوټي دي چې په دې کې پیاز غوټې، ریښې، میوې، غلې، واښه، حشرې او واړه بې شمزي شامل دي. د منرالونو تر لاسه کولو لپاره په هډوکو هم شخوند وهي. په هډوکو کې کلیسم موجود وي کوم چې د شکوڼ د غشو یا ازغیو په وده کې مرسته کوي. په کرنې هم برید کوي او له همدې امله یې بزګر یا وژني او یا یې ځوروي خو په ځینې هیوادونو کې قانون د ژو وژنه او ربړونه جرم ګڼي نو خلکو له شکوڼ څخه د کرنې د س...
Cape porcupine – د کېپ شکوڼ

Cape porcupine – د کېپ شکوڼ

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Hystrix africaeaustralis) دی. په هیستریسیدای کورنۍ (family Hystricidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. د زړې نړۍ شکوڼ دی او اصلي ځای یې د سوېلې افریقا وچه مرکزي سیمه ده. بل نوم یې (South African porcupine) دی. کېپ په افریقا کې یوه سیمه ده. د نړۍ څلورم دروند یا زیات وزن لرونکی شخوند وهونکی دی. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۶۳ تر ۸۱ سانتي متره او د لکۍ له ۱۱ تر ۲۰ سانتي متره پورې وي. وزن یې له ۱۰ تر ۲۴ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د ټول کال په اوږدو کې جنسي نزدیکت کوي خو د مثل تولید یې په باراني موسم کې له مارچ تر اګست میاشتې پورې عام دی. په کال کې یو ځل د مثل تولید کوي. د بلاربښت موده یې تر ۹۴ ورځو پورې وي او تر درې پورې بچیان زېږوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ هیستریسیدای نسل هیست...
Sunda porcupine – سنډا شکوڼ

Sunda porcupine – سنډا شکوڼ

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Hystrix javanica) دی. په هیستریسیدای کورنۍ (family Hystricidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. اصلي ځای یې اندونیزیا ده. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ هیستریسیدای نسل هیستریکس
Malayan porcupine – د مالې شکوڼ

Malayan porcupine – د مالې شکوڼ

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Hystrix brachyura) دی. په هیستریسیدای کورنۍ (family Hystricidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. درې فرعي دولونه یې د اسیا په سوېل او سوېل ختیځ کې پیدا کیږي. له نیپال نیولې تر شمال ختیځ هند او بنګله دیش پورې، له چین نیولې تر برما پورې پیدا کیږي. تایلنډ، کمبودیا، اندونیزیا، وېتنام او اسنګاپور کې هم شته دي. په مختلف ډوله ځنګلونو کې او له ځنګلونو سره نږدې په خلاصو سیمو کې ژوند کوي. په وړو ګروپونو کې ګډ ژوند کوي، خپل استوګنځای له ډبریزو سیمو سره په غارونو کې جوړوي. د بلاربښت موده یې تر ۱۱۰ ورځو پورې وي او دوه یا درې بچیان زېږوي. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۶۳ تر ۷۲ سانتي متره، د لکۍ اوږدوالی تر ۱۱ سانتي متره او وزن یې تر دوه نیم کیلو ګرامه پورې رسیږي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ هیست...
Sumatran porcupine – د سوماترا ټاپو شکوڼ

Sumatran porcupine – د سوماترا ټاپو شکوڼ

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Hystrix sumatrae) دی. په هیستریسیدای کورنۍ (family Hystricidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. اصلي ځای یې د اندونیزیا سوماترا ټاپو ده. د سیمې خلک یې د خوړو لپاره ښکار کوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ هیستریسیدای نسل هیستریکس
Philippine porcupine – د فلپاین شکوڼ

Philippine porcupine – د فلپاین شکوڼ

ټولې لیکنې
بل نوم یې پالوان شکوڼ (Palawan porcupine) دی. د ډول علمي نوم یې (Hystrix pumila) دی. په هیستریسیدای کورنۍ (family Hystricidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. د زړې نړۍ شکوڼ ګنل کیږي. اصلي ځای یې د فلپاین پالوان ټاپو دی. د سیمې خلک یې د لنډک او دوریان (durian or landak) په نومونو پېژني. تر اوسه یې نسل پرېمانه ده خو په سیمه کې د بزګرو لخوا د کوپرې په بوټو کې ځورول کیږي. د غرنیو سیمو او د ټیټو ځمکو په ځنګلونو کې ژوند کوي. د ډبرو په چادونو او سمڅو کې استوګنځای جوړوي. طبیعي دشمن نلري خو که چېرې له کوم ښکاري ژوي سره مخ شي خپل غشي یا ازغي د خپلې دفاع لپاره کاروي. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۴۲ تر ۹۰ سانتي متره پورې وي لکۍ یې تر ۱۹ سانتي متره پورې او وزن یې ۵ کیلو ګرامه پورې رسیږي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي ...
Thick-spined porcupine – د ډبلو ازغیو لرونکی شکوڼ

Thick-spined porcupine – د ډبلو ازغیو لرونکی شکوڼ

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Hystrix crassispinis) دی. په هیستریسیدای کورنۍ (family Hystricidae) کې د شخوند وهونکو ژو یو ډول دی. اصلي ځای یې بورنیو ټاپو دی. په اندونیزیا او مالیزیا کې پیدا کیږي. په ۱۹۹۶ کال کې یې نسل د ورکېدو له خطر سره مخ کېدونکی وو خو په ۲۰۰۸ کې یې نسل بېرته زیات شوی وو. په مختلفو چاپېریالونو کې ژوند کوي لکه د کرنې ځمکې او طبیعي ځنګلونه. د سیمې خلک یې د خوړو لپاره ښکار کوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ هیستریسیدای نسل هیستریکس...
Hystrix – هیستریکس

Hystrix – هیستریکس

ټولې لیکنې
په هیستریسیدای کورنۍ (family Hystricidae) کې د شکوڼ نسل دی. د زړې نړۍ د شکوڼ ډولونه پکې شامل دي. فوسیلي ډولونه یې د افریقا د میوسین دورې دي. د نسل نوم یې د سوېډن بوټپوه (Carl Linnaeus) په ۱۸ پېړۍ کې ایښی. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ هیستریسیدای په هیستریکس نسل کې لاندې فرعي نسلونه او ډولونه شامل دي Genus Hystrix Subgenus Thecurus Thick-spined porcupine, Hystrix crassispinis Philippine porcupine, Hystrix pumila Sumatran porcupine, Hystrix sumatrae Subgenus Acanthion Malayan porcupine,  Hystrix brachyura Sunda porcupine, Hystrix javanica Subgenus Hystrix Cape porcupine, Hystrix africaeaustralis Crested porcupine, Hystrix cristata Indi...
Missile – توغندی

Missile – توغندی

ټولې لیکنې
په ډېر لوړ سرعت چاودېدونکی سروکی په ډېره دقیقه توګه تر خپل هدف پورې رسونکې وسله ده. توغندی له کوچني نیولې کوم چې په څو سوه فټه کې هدف په نښه کولای شي او یوه تکتیکي وسله وي تر غټ توغندي پورې شته کوم چې ستراتیژیکه وسله ګڼل کیږي او تر څو زره مایله پورې لرې واټن کې هدف په نښه کولای شي. تقریبا په ټولو توغندیو کې د هدایت سیستم او د کنټرول میکانیزم شامل وي او له همدې امله ورته (guided missiles) اصطلاح هم کاریږي. کوم چې د هدایت کېدو وړ نه وي او یا هم د سټلایټ یا سپوږمکۍ فضا ته لېږدونکی وي د راکټ په نامه یادیږي. کوم توغندي چې د اوبو لاندې توغول کیږي او د اوبو لاندې تګ کوي د (torpedo) نوم ورته اخیستل کیږي. د کوم توغندي چې جیټ انجن هوا تنفس کوي او د ځمکې یا اوبو سطحې ته نږدې په ټیټه ارتفاع کې تګ کوي د کروز توغندي ( cruise missile) په نامه یادیږي.   هر توغندی په داخل کې انجن لري او په دې انج...
Surface-to-surface missile – له ځمکې یا سمندر د ځمکې او سمندر په نښه کوونکی توغندی

Surface-to-surface missile – له ځمکې یا سمندر د ځمکې او سمندر په نښه کوونکی توغندی

ټولې لیکنې
لنډیز یې (SSM) ده. د (ground-to-ground missile GGM) په نامه هم یادیږي. له وږې فیر کېدونکي ډولونه هم لري، ځینې ډولونه یې په پښو نصب کیږي او ځینې ډولونه یې له کیشتۍ توغول کیږي همداسې په بکتر بند موټرو هم د نصب کېدو وړ دي. د ځواک لپاره یې د راکټ انجن پکې کارېدلی وي او یا هم د چاودېدونکي چارج په ذریعه توغول کیږي. تر ټولو لمړی جوړ شوی توغندی (V-1 flying bomb) وو. کوم چې د هدایت کېدو وړ ندي د راکټ په نامه یادیږي لکه ار پي جي راکټ کوم چې د ټانک ضد کاریږي. کوم چې د هدایت کېدو وړ دي د توغندي په نامه یادیږي لکه (BGM-71 TOW or AT-2 Swatter) دواړه د ټانک ضد د هدایت کېدو وړ توغندي دي.  ...
Wire-guided missile – په سیم هدایت کېدونکی توغندی

Wire-guided missile – په سیم هدایت کېدونکی توغندی

ټولې لیکنې
دا ډول توغندي په سګنال هدایت کیږي. په هدایت کونکي او توغندي کې سیمان نصب وي کوم چې د هدایت لپاره سګنال لېږدوي. په سیم هدایت کېدونکی سیستم ډېر وخت د ټانک ضد توغندیو کې کاریږي. اوسني دا ډول توغندي تر څلور کیلو متره واټن کې هدف په نښه کولای شي. تر ټولو لمړي په سیم هدایت کېدونکي توغندي د جرمني نازیانو په ۱۹ پېړۍ کې جوړ کړي.
Land-attack missile – د ځمکې او سمندر پر سطحې برید کوونکی توغندی

Land-attack missile – د ځمکې او سمندر پر سطحې برید کوونکی توغندی

ټولې لیکنې
دا ډول توغندي له ځمکې په سمندر کې بېړۍ، له ځمکې څخه ځمکه، له سمندر څخه ځمکه په نښه کولای شي. دوه ډوله انجن (turbojet or turbofan) پکې کارېدلای شي. د ځمکې یا سمندر سطحې ته نږدې تګ کوي تر څو یې مخالف لوری پیدا نکړي او د مقابل لوري د ګام اخیستو مخه ډب کړي. د هدف پیدا کولو او تعقیبولو لپاره د رادار (terrain-following radar) ډول او یا جي پي اېس کاروي. که چېرې موانع یا لوړې سطحې یې مخې ته ورشې نو په خپل ځان کې د (TERCOM) سیستم لري او په اتومات ډول خپله ارتفاع زیاتوي.   له فیر کېدو مخکې پروګرام کیږي تر څو هدف ته رسېدو پورې د ټولو لارښوونو سیټ خپله ترسره کړي. که چېرې هدف خپل موقیعت بدلوي د تعقیب لپاره یې فعال یا غېرې فعال رادار، انفرارېډ یا اپتیکي لارښونه کاریږي. که چېرې بې خوځښته هدف وي نو تر پای پورې هر څه پکې مخکې له مخکې پروګرام کیږي....
Anti-tank guided missile – ټانک ضد د هدایت وړ توغندی

Anti-tank guided missile – ټانک ضد د هدایت وړ توغندی

ټولې لیکنې
نور نومونه او د نوم لنډیزونه یې (anti-tank guided missile ATGM, anti-tank missile, anti-tank guided weapon ATGW or anti-armor guided weapon) دي. د هدایت کېدو وړ توغندي دي او په بنسټیزه توګه د زغره لرونکو ټانکونو او پوځي موټرو ضد کاریږي. کچه یې په وږې له فیر کېدونکي توغندي نیولې کوم چې یوازې یو سرتیری له ځان سره انتقالولای شې تر لوی توغندي کوم چې په درې پښو نصب کیږي شته دي. د جګړې په سنګر کې د انتقال وړ د غټو سروکو لرونکو توغندیو پوځونو ته د دې وړتیا ورکړې چې سپک او د منځنۍ کچې زغره لرونکو ټانکونو او بکتر بند موټرو دفاع له لرې وکړي. خو کوم ټانکونه چې کامپوزیټ لري له وړو توغندیو سره مقاومت کوونکي دي. پخواني د ټانک ضد راکټ لپاره باید سرتیری ټانک ته ډېر نږدې شوی وای تر څو یې ټانک په نښه کړی وای همداسې د ټانک ضد مینونو لپاره هم باید سیمې ته داخل شوی وای. په ۲۰۱۶ کال کې واړه ټانک ضد توغندي ۱۳۰ ه...
Anti-submarine missile – اوبتل ضد توغندی

Anti-submarine missile – اوبتل ضد توغندی

ټولې لیکنې
اوبتل ضد توغندی ډېر وخت د بېړۍ ضد توغندي د تولید بل ډول وي. معمولا جیټ یا راکټ انجن پکې کارېدلی وي تر څو چاودېدونکی سروکی تر اوبتل پورې ورسوي او اوبتل په نښه کړي. د اوبتل ضد وسلې دوه ډولونه لري یو ته (depth charge) نوم اخلي او بل ته یې (torpedo) وایي. د (depth charge) ډول یې د اوبتل ضد پخوانۍ وسله ده کومه چې د دوېمې نړیوالې جګړې پر وخت بیړیو او کیشتیو د اوبتل ضد کاروله. خو له دوېمې نریوالې جګړې وروسته توغندي جوړ شول.
Anti-ship missile – بېړۍ ضد توغندی

Anti-ship missile – بېړۍ ضد توغندی

ټولې لیکنې
بېړۍ ضد توغندي هدایت کېدونکي توغندي دي، بېړۍ او لویې کیشتۍ پرې په نښه کیږي. په زیاتو ډولونو کې د انفرارېډ او رادار د مخنیوي وړتیا شته یادې وړتیا ته انګرېزۍ کې (sea skimming) نوم اخلي خو زیات ډولونه یې د جبري قومندې یا لارښونې (inertial guidance) او فعال رادار په ذریعه بېړۍ په نښه کوي. ځینې ډولونه یې د انفرارېډ په ذریعه د بېړۍ تولید شوې تودوخه تعقیب کوي خو په راډیو یې هم لارښونه امکان لري.   تر ټولو لمړي د بېړۍ ضد توغندي د جرمني نازیانو جوړ کړي وو او د راډیو په ذریعه هدایت کېدل. د ۱۹۴۳–۴۴ کلونو ترمنځ نازیانو په (Mediterranean Theater) عملیاتو کې خپل (Henschel Hs 293) توغندي وکارول او ۳۱ بېړۍ یې پرې ویجاړې کړې او همداسې یې په خپل بل توغندي ( Fritz X) باندې اووه بېړۍ له منځه یوړې.   د بېړۍ ضد زیات شمېر توغندي د وسلو له مختلفو سیستمونو توغول کېدی شي لکه له چورلکې، الوتکې،...
Anti-satellite weapon – سپوږمکۍ ضد وسله

Anti-satellite weapon – سپوږمکۍ ضد وسله

ټولې لیکنې
لنډیز یې (ASAT) ده. د پوځ د ستراتیژیکو موخو لپاره جوړ شوی سټلایټ په نښه کوي. ډېر هیوادونه د سټلایټ ضد وسله لري او په ورته وخت کې د تولید په نورو ډولونو بوخت دي تر څو یې سیستم اوسمهالیزه او پر مختللی کړي. د سټلایټ ضد سیستم تر اوسه په کومه جګړه کې نده کارېدلی او کوم هیوادونه چې یاد سیستم لري خپل سټلایټونه یې د نندارې لپاره پرې ویشتي. تر اوسه متحده ایالتونه، روسیه، چین، اسرایل او هند یاد سیستمونه جوړ کړي. روسیه په خپلو الوتکو کې هم یاد سیستم ځای کړی.
Anti-ballistic missile – بالاستیک ضد توغندی

Anti-ballistic missile – بالاستیک ضد توغندی

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې یې لنډیز (ABM) ده، له ځمکې هوا ته توغول کېدونکی توغندی ده، د بالاستیک توغندي وېشتلو لپاره طرحه شوی. بالاستیک توغندي د اټومي، کیمیاوي، بیولوجیکي او یا دودیزو سروکو د انتقال لپاره جوړ شوي وي. د بالاستیک ضد اصطلاح یوه عامه اصطلاح ده کوم چې د توغندیو ضد سیستم لپاره کاریږي او هر ډول بالاستیک توغندي ویشتلی شي. خو په عامه توګه دا نوم د هغه سیستم لپاره کاریږي کوم چې د لویې وچې په داخل کې بالاستیک توغندي په نښه کولای شي.   په نړۍ کې یوازې درې داسې سیستمونه موجود دي کوم چې د لویې وچې په کچه بالاستیک توغندي په نښه کولای شي خو د دې سیستمونو تر څنګ واړه سیستمونه هم شته دي، واړه سیستمونه د لویې وچې په کچه بالاستیک توغندي که چېرې په حدودو کې هم وي نشې ویشتلای ځکه چې د وړو سیستمونو لپاره د لویې وچې په کچه بالاستیک توغندی ډېر چټک سرعت لري.   د توغندیو ضد سیستمونه دوه ډوله ...
Share
Hide Buttons