Month: فبروري 2019

Air-to-surface missile – له هوا ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي

Air-to-surface missile – له هوا ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي

ټولې لیکنې
د (air-to-ground missile) په نامه هم یادیږي. د دواړو نومونو لنډیزونه (AGM or ATGM) دي. له نظامي الوتکې توغول کیږي او هدف یې د ځمکې سطحه یا سمندر کې بېړۍ وي. دې توغندیو ته ورته د هدایت وړ بمونه هم شته کوم چې توغندي نه ګڼل کیږي په انګرېزۍ کې ورته (glide bombs) نوم اخلي. د توغندیو د الوت یا خوځښت لپاره راکټي موټرونه کاریږي کوم چې د لنډ او اوږد واټن جیټ انجن لري. د شوروي اتحاد په ځینو توغندیو کې رم جیټ انجن کارېدلی کوم چې اوږد واټن کې د کارېدو وړتیا لري او تر نورو توغندیو چټک دي.   له هوا څخه ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي د لایزر، انفراریډ، اپتیک او یا سټلایټ په ذریعه هدایت کیږي. د هدایت کولو سیستم یې له هدف سره تړاو لري د بېلګې په توګه سمندري بېړۍ ممکن د فعال یا غېرې فعال رادار په ذریعه په نښه شي او یاد سیستم ممکن د ځمکې پر سطحې د مختلفو هدفونو لپاره چې په چټکۍ سره خپل موقیعت بدلوي ...
Air-to-air missile – له هوا نه هوا ته توغول کېدونکی توغندی

Air-to-air missile – له هوا نه هوا ته توغول کېدونکی توغندی

ټولې لیکنې
هغه توغندی دی چې په هوا کې له یوې الوتکې توغول کیږي تر څو بله الوتکه نسکوره کړي. په انګرېزۍ کې یې لنډیز (AAM) دی. یو یا څو د راکټ موټورونه لري. د راکټ انجن یې جامد سونګ توکي لري خو په ځینو کې مایع سونګ توکي هم کارېدلي. رمجېټ انجن کوم چې په میټیور توغندي کې هم کارېدلی، د مخکې توغېدو په څېر راڅرګندیږي، وروسته د منځنۍ کچې توغندی فعالوي تر څو لوړ سرعت ولرلای شي. له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي په دوه ګروپو کې وېشل شوي یو تر ۱۶ کیلو متره پورې واټن کې بله الوتکه په نښه کولای شي او د لنډ واټن توغندي ګڼل کیږي او د سترګو د لید په حدودو کې هدف ویشتلای شي. دې ډول توغندیو ته د (dogfight) نوم هم اخیستل کیږي او د واټن پر ځای یې چټکۍ ته ډېر پام شوی وي. زیات یې په انفرارېډ هدایت کېدونکي دي او د تودوخې تعقیب کوونکي ګڼل کیږي په انګرېزۍ کې یې لنډیز (SRAAMs or WVRAAMs) دی. دوېم ګروپ د منځني او اوږ...
V-2 rocket

V-2 rocket

ټولې لیکنې
په جرمنۍ ژبه کې یې نوم (Vergeltungswaffe 2) لیکل کیږي. تخنیکي نوم یې (Aggregat 4 or A4) ده. د نړۍ لمړی د اوږد واټن بالاستیک توغندی وو. په توغندي کې د حرکت لپاره مایع کارونکی انجن (liquid-propellant rocket engine) نصب وو. په دوېمه نړیواله جګړه کې جرمني طرحه کړی. همداسې لمړی د انسان په لاس جوړ شوی ابزار وو کوم چې د ۱۹۴۴ کال د جون په ۲۰ نېټه له کارمن کرښې (Karman line) تېر شو - کارمن کرښه د نړۍ د اتموسفیر او بهرنۍ فضا ترمنځ پولې ته وایي. د خوځښت د ځواک لپاره توکو ۳۸۱۰ کیلو ګرامه وزن لره په دې کې ۷۵ % ایتانول، او ۲۵ % اوبه وې. د هدایت لپاره یې جیروسکوپ کاروه تر څو لوری مشخص کړي. توغونکی یې د انتقال وړ وو.     په یادو توغندیو جرمانانو د انګلستان لندن ښار او د بلجیم انتوارپین او لیج ښارونه ویشتلي. په پایله کې یې ۹۰۰۰ عام وګړي او پوځیان وژلې او پر تولید کولو یې ۱۲۰۰۰ اسیران د سخت ...
Wasserfall

Wasserfall

ټولې لیکنې
نور نومونه یې (Wasserfall Ferngelenkte FlaRakete or Waterfall Remote-Controlled A-A Rocket[) دي. په دوېمه نړیواله جګړه کې د جرمني له ځمکې هوا ته د هدایت کېدو وړ توغول کېدونکی توغندی وو خو د جګړې تر پایه یې د تولید چارې نه وې بشپړ شوې. د هدایت سیستم : ( Manual Command to Line Of Sight MCLOS) مانا یې د لید کرښې ته لاسي قومانده یا لارښونه ده. په دې سیستم کې د راډیو د لارښونې سیستم کارېده کومې چې د نوري کرښې په اوږدو کې توغندی هدایت کوه د وي ۲ توغندي (V-2) پرمختللی ډول وو. طرحه او شکل یې تقریبا سره ورته وو. له وي-۲ سره یې توپیر په تنه کې وزرې وې تر څو د مانوري خوځښت وړتیا ورکړي او ۱/۴ کوچنی سروکی وو.   تولیدونکی شرکت : Flak-Versuchskommando Nord, EMW Peenemünde ارزښت : له ۷۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ رایکس مارک لمړی تولید : ۱۹۴۳ وزن : ۳۷۰۰ کیلو ګرامه اوږدوالی : ۷ متره ...
X-4 missile

X-4 missile

ټولې لیکنې
نور دوه نومونه یې (Ruhrstahl Ru 344 X-4 or Ruhrstahl-Kramer RK 344) دي. په سیم هدایت کېدونکی توغندی ده - په هدایت کوونکي او توغندي کې دوه سیمان نصب وو او د همدې سیمانو په ذریعه توغندی هدایت کېده. په دوېمه نړیواله جګړه کې جرمني جوړ کړی وو. د جګړې پر مهال ونه کارېده خو له جګړې وروسته یې د ډېر خلکو پام خپل کړ او له همدې توغندي په نقل یې ډېر د ټانک ضد له ځمکې توغول کېدونکی توغندي تولید کړل. له تولید څخه د نقل له ډلې یو مالکارا توغندی وو.   په X-4 توغندي په ۱۹۳۶ کې ډاکټر مکس کرامېر کار پیل کړ. په دې وخت کې دوي دې پرېکړې ته رسېدلي وو چې باید یوا داسې توغندی تولید کړي چې د کافي اندازې لرې واټن وي او باید له داسې سیمې د توغوېدو وړتیا ولري چې د بم غورزونکو له حدودو بهر وي او دومره دقیقه د هدف ویشتنې وړتیا ولري چې توغونه یې د مخالف لوري د سرتیرو مړینه تضمین کړي. اوس وخت کې دې ډول وسلې ته ...

Yun Feng

ټولې لیکنې
د چین له غږ چټک له ځمکې توغول کېدونکی توغندی ده. په توغندي کې رم جیټ (ramjet) انجن کارېدلی، همداسې (solid rocket booster) موټور لري. په خپل ځان کې نیمه د موټرو سوري کوونکي چاودېدونکي توکي او سروکي انتقالولای شې. څو کاله وړاندې اوازې شوې چې چین د یاد توغندي تولید ځنډولی خو په ۲۰۱۶ کې چین اوازې رد کړې. په ورته وخت کې په دې توغندي کې چین د یوې بلې وړتیا په اضافه کولو کار پیل کړی تر څو له ۵۰ تر ۲۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن لرونکی سټلایټ د ځمکې ټیټ مدار ته ولېږدوي.   کارونکی هېواد : چین د تولید شمېر : تر اوسه یې تولید نده بشپړ شوی او ۵۰ لمړنیو توغندیو باندې کار روان دی طرحه کوونکی شرکت : Chungshan Institute of Science and Technology عملیاتي حدود : د یو ډول ۱۲۰۰ کیلو متره بل ډول ۲۰۰۰ کیلو متره سرعت : په ثانی کې ۱۰۳۰ متره  ...

3M22 Zircon

ټولې لیکنې
د (3M22 Tsirkon) په نامه هم پېژندل کیږي. په روسۍ ژبه یې نوم (Циркон) لیکل کیږي او ناټو یې د (SS-N-33) په نامه پیژني. د سکرمپ جیټ (scramjet) انجن لرونکی، د مانوري وړتیا لرونکی، بېړۍ ضد، له غږ چټک کروز توغندی ده. جوړونکی هېواد یې روسیه ده. د الوتنې پر وخت توغندی په بشپړ توګه پلازما ورېځ پوښلی وي او د پلازما ورېځ د راډیو ټولې څپې جذب کوي او په دې طریقه د رادار له سیستم څخه پناه کیږي. په ۲۰۱۷ کې روسانو د یاد توغندي د بشپړېدو راپور خپور کړ. په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کې له (Tu-22M3 bomber) الوتکو د زیکرون توغندي لمړنی تولید وازمویل شو. په ۲۰۱۵ کې د ځمکې له سطحې ازموینه ترسره شوه.     کارونکی هېوادونه : روسیه د تولید ډولونه : بېړۍ ضد له غږ چټک توغندی، له الوتکې توغول کېدونکی توغندی، له اوبتل توغولو کېدونکی توغندی، له بېړۍ توغول کېدونکی توغندی طرحه کوونکی شرکت : NPO Mashinostroyen...
Hystricidae – هیستریسیدای کورنۍ

Hystricidae – هیستریسیدای کورنۍ

ټولې لیکنې
د زړې نړۍ شکوڼ (Old World porcupine) هم ورته وایي. غټ شخوند وهونکي ژوي دي. د انګرېزۍ نوم (porcupine) یې له غشو ته ورته ازغیو اخیستل شوی. د اروپا له سوېل نیولې تر اسرایلو او سوریې، د افریقا او هند په زیاته برخه همداسې په سوېل ختیځې اسیا کې پیدا کیږي افغانستان کې هم شته. دواړه د زړې او نوې نړۍ شکوڼ په هیستریکوګناتي کې شامل دي. له یو بل سره ډېر زیات توپیر لري او خپله کې کوم نږدې تړاو نلري.   بې څوکې ګرد شوی سر لري. د بدن وېښته یې استوانه اي یا پراخ شوي غشو ته ورته ازغي لري. غشي یا وېښته یې له عامو وېښتو سره نه وي وصل شوي. د اوږدې لکۍ کوچنی شکوڼ د بدن اوږدوالی یې له ۲۷ تر ۴۸ سانتي متره پورې رسیږي او له یو نیم تر دوه نیم کیلو ګرامه پورې وزن کوي. کوم چې په ملا تاج یا کاکل لرونکي دي د بدن اوږدوالی یې له ۶۰ تر ۸۰ سانتي متره پورې وي او له ۱۳ تر ۲۷ کیلو ګرامه پورې وزن کوي.   خو...
Laotian rock rat – لاووسی د ډبرو موږک

Laotian rock rat – لاووسی د ډبرو موږک

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Laonastes aenigmamus) دی. په دایاتومي ایدای کورنۍ (family Diatomyidae) کې یوازینی په اوسمهال کې ژوندی ډول دی. نور دوه نومونه یې (kha-nyou or rat-squirrel) دي. اصلي ځای یې د لاووس خاموان سیمه ده. په ۲۰۰۵ کې پاولینا جینکینز مطالعه کړی او تشرېح کړی او له مطالعې وروسته یې په (family Laonastidae) کورنۍ کې ډلبندي کړی خو په ۲۰۰۶ کې ماري ډاونسن په دایاتومي ایدای فوسیلي کورنۍ کې ډلبندي کړ. د دایاتومي ایدای کورنۍ په اړه ګمان کېده چې ۱۱ میلیونه کاله وړاندې یې د میوسین په پای کې ټول ډولونه له منځه تللي دي خو اوس ګمان کیږي یوازې یې همدا ډول ژوندی پاتې دی. ببرې ډبلې لکۍ لري او شکل یې غټ موږک ته ورته والی لري. د سر د کوپړۍ جوړښت یې په اوس وخت کې له ټولو ژوندیو تی لرونکو سره توپیر لري. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله ...
Diatomyidae – دایاتومي ایدای

Diatomyidae – دایاتومي ایدای

ټولې لیکنې
د شخوند وهونکو کورنۍ ده. په دې کورنۍ کې د ټولو نسلونو ټول ډولونه یې له منځه تللي یوازې یو ډول یې (Laonastes aenigmamus) په اوس مهال کې ژوندی دی. په اسیا کې پیدا کیږي. مخکې یې یوازې د اولیګوسین فوسیلي ډولونه پېژندل شوي وو. فوسیلي ډولونه یې د مقبوضه بلوچستان په بوګټي سیمه کې د بوګټي په غونډیو کې موندل شوي. په اوس مهال کې ژوندی ډول یې مقبوضه بلوچستان، هند، تایلنډ، چین، جاپان او عربستان کې شته دی. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي فرعي ډله هیستریکومورفا کورنۍ دایاتومي ایدای نسل لاوناستېس فالوموس دیاتومیس ماري موس پیرېموس ویلیموس اینوپیناسیا په دایاتومي ایدای کورنۍ کې لاندې نسلونه شامل دي یوازې یو نسل یې یو په اوسمهال کې ژوندی ډول لري نور ټول نسلونه یې له منځه تللي Laonastes ...
Pectinator – پیکتیناتور

Pectinator – پیکتیناتور

ټولې لیکنې
په سي تینو دکتیلیدای کورنۍ (family Ctenodactylidae) کې د شخوند وهونکو نسل دی. په پیکتیناتور نسل کې یوازې یو ډول د پیک پیکتیناتور (Speke's pectinator) شامل دی. د ډول علمي نوم یې (Pectinator spekei) دی. په اریریتریا، ایتوپیا او سومالیا کې پیدا کیږي. د معتدلو او نیمه معتدلو په وړو بوټو لرونکو، وښیزو او ډبریزو سیمو کې ژوند کوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي له ډلې لاندې ډله سي تینو دکتیلومورفي کورنۍ سي ټېنو ډکټیلیډای کورنۍ نسل پیکتیناتور...

Massoutiera – مسوتیرا

ټولې لیکنې
په مسوتیرا نسل کې د شخوند وهونکو یوازې یو ډول (Mzab gundi) شامل دی. د ډول علمي نوم یې (Massoutiera mzabi) دی. د سي تینو دکتیلیدای کورنۍ (family Ctenodactylidae) غړی دی. په الجیریا، چاډ، مالي او نایجیر کې پیدا کیږي. ممکن په لیبیا کې هم شته وي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي له ډلې لاندې ډله سي تینو دکتیلومورفي کورنۍ سي ټېنو ډکټیلیډای کورنۍ نسل مسوتیرا

Felouvia – فیلوویا

ټولې لیکنې
په فیلوویا نسل کې یوازې یو ډول فیلو ګنډي (Felou gundi) شامل دی. د ډول علمي نوم یې (Felovia vae) دی. په سي تینو دکتیلیدای کورنۍ (family Ctenodactylidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په مالي، موریتانیا او سینېګال کې پیدا کیږي. د کمو ونو لرونکو په وښیزو دښتو او وړو بوټو لرونکو وچو سیمو کې ژوند کوي. ډبریزو سیمو کې ژوند کول خوښوي. خو د انسانانو د فعالیت له امله د ژوند لپاره د چاپېریال له نشتون سره مخ دی. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي له ډلې لاندې ډله سي تینو دکتیلومورفي کورنۍ سي ټېنو ډکټیلیډای کورنۍ نسل فیلوویا...
Common gundi – عام ګنډي

Common gundi – عام ګنډي

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Ctenodactylus gundi) دی. په سي تینودکتیلیدای کورنۍ (family Ctenodactylidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی په الجیریا، مراکش، لیبیا او تونس کې پیدا کیږي. په لمړي ځل په ۱۹۰۸ کې چارلیز نیکول او لویيز مانسو مطالعه کړی. له ۱۶ تر ۲۰ سانتي متره پورې اوږدیږي او وزن یې تر ۱۸۵ ګرامه پورې رسیږي. شکل یې د ګیني خوګ ته ورته دی. د بدن غړي یې لنډ دي، پراخ غوږونه او غټې سترګې لري. هره پښه یې څلور ګوتې او تېرې منګولې لري او بې ریښو غاښونه لري.   د ورځې لخوا فعال یا ژوند کوونکی (diurnal) او واښه خوړونکی (herbivorous) دی. په وچو ډبریزو سیمو کې ژوند کوي. د ډبرو په چاودونو کې خپل استوګنځای جوړوي. استوګنځای یې ډېر وخت موقتي وي. خواړه یې پاڼې، ګلان، ډډونه یا ډنډري او تخمونه دي کوم چې په اسانه نه موندل کیږي او له همدې امله خوړو پسې تر ډېر لرې تګ کوي. په ساراګانو کې لکه د نورو شخوند وهون...
Val’s gundi – د وال ګنډي

Val’s gundi – د وال ګنډي

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Ctenodactylus vali) دی. په سي تینودکتیلیدای کورنۍ (family Ctenodactylidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. د شمالي افریقا په دوه جلا سیمو کې پیدا کیږي. وال ګنډي د ګنډي نورو ډولونو ته ډېر ورته والی لري په ځانګړې توګه عام ګنډي ته ډېر ورته دی. بدن یې خړ نرم ورېښمین وېښته لري. ګردې سترګې، ګرد شوي غوږونه، بې څوکې پوز یا اوربوز، لنډې پښې او لنډه ببره لکۍ لري.   د مراکش په شمال ختیځ، الجیریا او لیبیا کې پیدا کیږي. په ډبریزو سیمو کې ژوند کوي. د ډبرو په چاودونو او غارونو کې پټیږي. په وچو دښتو کې یوازې ژوند کوونکي دي خو د مثل د تولید پر وخت ښځه او نر له نومبر تر جنورۍ پورې سره یو ځای کیږي. د ورځې لخوا فعال یا ژوند کوونکی دی خو ډېر کم وخت له ماښام وروسته هم فعالیت کوي. د بلاربښت موده یې تر ۵۶ ورځو پورې ده او له یوه تر درې پورې بچیان زېږوي. په یو کال کې تر درې ځلو پورې بچیان...
Ctenodactylus – سي تینو دکتیلوس

Ctenodactylus – سي تینو دکتیلوس

ټولې لیکنې
په سي ټېنو ډکټیلیډای کورنۍ کې د شخوند وهونکو یو نسل دی. په دې نسل کې د ګنډي دوه ډولونه شامل دي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي له ډلې لاندې ډله سي تینو دکتیلومورفي کورنۍ سي ټېنو ډکټیلیډای کورنۍ نسل سي تینو دکتیلوس ډولونه Genus Ctenodactylus North African gundi, Ctenodactylus gundi Val's gundi, Ctenodactylus  vali
Hystricomorpha  |شکوڼ شکله | هیسټریکومورفا فرعي ډله | شکوڼ ډوله

Hystricomorpha |شکوڼ شکله | هیسټریکومورفا فرعي ډله | شکوڼ ډوله

ټولې لیکنې
له دوه یوناۍ کلیمو ترکیب شوی نوم دی د (ὕστριξ - hystrix) مانا "شکوڼ" ده او د (μορφή - morphē) مانا "شکل" ده. له دې پرته نور زیات تعریفونه هم لري. پراخ تعریف یې پرته له ډېپوډوایډیا کورنۍ ټول د هیسټروکومورفوس زیګوماسېټېریک سیستم لرونکو شخوند وهونکو ژو ته وایي - زیګوماسېټېریک په شخوند وهونکو کې د ماسېټېر عضلې ترتیب دی، ماسېټېر عضله د سخواختي وروستۍ برخه کې وي. په دې کې هیستریکوګناتي، ستینودکتیلیدای، انومالیوریدای او پیدي تیدای شامل دي. خو مالیکولي مالومات په دې فرعي ډله کې د انومالیوریدای او پیدي تیدای کورنیو په شاملولو شک لري. همداسې په ۲۰۰۵ کې کارلېټون او موسېر یادې دواړه کورنۍ جلا انومالورومورفا فرعي ډله وګڼله. هم مانا یا مترادف نوم یې کېویومورفا دی. ډلبندي د هیستریکومورفا فرعي ډلې عصري نومونه سیټېنوهیسټریکا یا اېنټوډکریا دي او د ډلبندي یوه فرضيه ده په کومه کې چې ګنډي له هیست...
Share
Hide Buttons