3I Sky Arrow

د دوه پیلوټانو لپاره ځای لرونکې وړه د کشف الوتکه ده. لوړ جوړ شوي وزرونه لري، د کاربن فایبر سپکې الوتکې دي. جوړونکی شرکت یې (3I) دی. کله چې شرکت له افلاس سره مخ شو نو طرحه یې په ۲۰۱۲ کې (Magnaghi Aeronautica) واخیسته. لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۹۲ کال د جولای په ۱۳ کړې.
 
د طرحې نوي مالک شرکت یې په وزرو کې د تیلو لویې ټانکۍ اضافه کړې، ایروډاینامیک سیستم یې پکې پر مختللی کړ، برېښنایي سیستم او جوړښتي عناصر یې پکې بدل کړل. اوسمهال کې د څلورو کسانو د کابین جوړولو طرحه باندې هم کار روان دی. ځینې خلک یې د سپورت لپاره ترلاسه کوي. د پولو د څارنې لپاره هم کاریږي. د مختلفو موخو لپاره مختلف ډولونه لري
 
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۷.۶۰ متره
د وزرو پراخوالی : ۹.۶۸ متره
لوړوالی : ۲.۵۶ متره
د وزرو سطحه : ۱۳.۵ مترمربع
وزن : ۶۵۰ کیلو ګرامه
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۹۴ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په ثانیه کې ۴.۳ متره یا ۸۴۰ فټه
پاور پلنټ : Rotax 912 F2 , 73.5 kW (98 hp)
SkyArrowLSA
MAGNAGHI AERONAUTICA SPA SKY ARROW LSA. Image by FlugKerl2
Sidebar



Share
Hide Buttons