3Xtrim 3X55 Trener
د (3X55 Trener) او (3X47 Ultra) په نامه د روزنې لپاره د وړو سپکو الوتکو کورنۍ ده. په پولنډ کې (3Xtrim Aircraft Factory) شرکت تولید کړي. دواړو الوتکې لوړ وزرونه لري، د دوه کسانو لپاره چوکۍ لري. د الوتکو طرحه کوونکی (Adam Kurbiel) دی، لمړۍ الوتنه یې په ۱۹۹۶ کې کړې او ټولې ۶۰ الوتکې تولید شوي. له اضافي لګښتونو پرته د الوتکې لګښت ۹۹۹۰۰ ډالر دی.
پیلوټان : یو پیلوټ او یو بل کس
اوږدوالی : ۶.۸۷ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۰.۳ متره
لوړوالی : ۲.۴ متره
د وزرو سطحه : ۱۲.۴ مترمربع
بې وسایلو وزن : ۳۲۵ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۵۵۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ : Rotax 912 4-cylinder air-cooled horizontally-opposed piston engine


