Murray Grey – مورې ګرې
د استرالیا د غوښې د تولید لپاره غوییز دي. په لمړي ځل یې نسل په کال ۱۹۰۵ کې اخیستل شوی. اصلي ځای یې د استرالیا مورې سیند دره (Murray River valley) ده چې د ویکتوریا او نیو سوت وېلز تر منځ پوله ګڼل کیږي. دا غوییز په طبیعي توګه ډېر ژر وده کوي، د غوښې د ښه تولید تر څنګ زېاتې شیدې هم کوي. په طبیعي توګه بې ښکرو دي او د بدن د رنګدانې له امله د هر ډول اقلیم په چاپېریالونو کې ژوند کولای شي. نسل یې په بریالۍ توګه له هېرفورډ، بوس اندیکوس، د لنډو ښکرو، انګس او هولسټاین فریژن غوییزو سره دوه رګه شوی. نسل یې کاناډا، چین، نیوزلنډ او متحده ایالتونو ته وارد شوی.
Comments
So empty here ... leave a comment!