Airbus A310 MRTT
بشپړ نوم یې (Airbus A310 Multi Role Tanker Transport MRTT) ده. په هوا کې تیل ورکوونکې ټانکر او د ټرانسپورټ الوتکه ده. د طرحې بنسټ یې د (Airbus A310) ملکي الوتکې پر بنسټ جوړ شوی. د دوه ګوني رول ( dual-role) لپاره طرحه شوې.
مخکې (Airbus A310) ملکي الوتکې وې او د پوځي موخې لپاره پکې اضافه شوې. اضافه شوي وسایل یې:
۱ – یو او بل اړخ کې دوه د تیل ورکونې پایپونه (AIR pods)
۲ – څلور اضافي د تیلو ټانکۍ (په ټوله الوتکه کې ۷۸۰۰۰ کیلو ګرامه د تیلو انتقال امکان لري)
۳ – د تیلو محاسبه کوونکی ماشین په انګرېزۍ کې یې (Fuel Operator Station FOS) بولي کوم چې د تیلو کچه محاسبه کوي او تیلو ورکړه کنټرول کوي
۴ – نظامي کامرې او مخابرې، بهر ګروپونه او یا هم وړانګه اچونکی
۵ – د تېل اچونکې الوتکې د نږدې کېدو لپاره د څارنې سیستم او د همدې موخې لپاره د شپې دوربین، او کامرې. دا سیستم د جرمني یوې وړې کمپنۍ پکې اضافه کړی د کمپنۍ نوم اېف ټي ای ګروپ ده.
۶ – د الوتکې د پیلوټانو د ناستې ځای او وزرو کې کمه اندازه تغیر
لمړي پېرودونکي یې (Luftwaffe) ووچا چې له ۷ تولید شوو الوتکو څلور ترلاسه کړې. جرمني په لمړي ځل د ۲۰۰۹ د فېبرورۍ په ۴ نېټه وکارولې او د جرمني درې (German Eurofighter Typhoons) جیټ الوتکو ته یې تیل ورکړل.
جوړونکی شرکت یې (Airbus Defence and Space) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۰۳ کال په ډسمبر کې کړې، بنسټیر کارونکي یې د جرمني هوایي ځواک (Luftwaffe) ده، تر اوسه ۶ الوتکې تولید شوي، د تولید بل ډول یې (Airbus CC-150 Polaris) ده.
پیلوټان : ټول ۳ یا ۴ کسان یوازې دوه پیلوټان وي
د سپرلۍ وړتیا : تر ۲۱۴ پورې کسانو ته ځای لري
اوږدوالی : ۴۷.۴ متره
د وزرو پراخوالی : ۴۳.۹ متره
لوړوالی : ۱۵.۸ متره
بې وسایلو وزن : ۱۱۳۹۹۹ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۶۳۹۹۸ کیلو ګرامه
پاورپلنټ : دوه ماشینونه او هر یو General Electric CF6-80C2 turbofans, up to 59,000 lbf
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۹۷۸ کیلو متره، همداسې تر ۸۸۸۹ کیلو متره پورې الوتنه کولای شي
Comments
So empty here ... leave a comment!