Antonov An-26

افغانستان له ۱۹۷۵ کال راپه دېخوا ټولې تر ۵۰ زیاتې الوتکې ترلاسه کړې وې یوه الوتکه حزب اسلامي پاکستان ته وتښتوله او تر اوسه د پاکستان د هوایي ځواک د کراچۍ په میوزیم کې افغانانو ته د پېغور جوړولو لپاره ولاړه ده. افغانستان یادې الوتکې تر ۲۰۱۱ کال پورې وکارولې په ۲۰۱۱ کال کې یې تقاوت کړې
 
ناټو یې د (Curl) په نامه پېژني. د دوه ماشینو لرونکې، د ټرانسپورت لپاره پوځي الوتکه ده. د ۱۹۶۹ – ۱۹۸۶ کلونو تر منځ د شوروي اتحاد طرحه کړې او تولید کړې.
 
رول یې پوځي ټرانسپورټ وو، جوړونکی شرکت یې (Antonov) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۶۹ کال د مې میاشت په ۲۱ نېټه کړې، کارونه یې په ۱۹۷۰ کې پیل شوې، بنسټیز کارونکي یې (Soviet Air Force, Pakistan Air Force and Vietnamese Air Force) وو، د ټولو تولید شوو شمېر ۱۴۰۳ ده، د طرحې بنسټ یې د (Antonov An-24) الوتکې او د تولید بل ډول یې (Antonov An-32) ده.
 
د انګولا، بېلا روس، کېپ وېرد، چاډ، چین، کیوبا، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، اېتوپیا، هنګري، قزاقستان، قرغزستان، لاوس، لیبیا، ماداګاسکار، سېربیا، روسې، سوډان، سوریې، یوکراین، وېتنام، یمن، بنګله دېش، بېنېن، افغانستان او د نړۍ نورو زیاتو هیوادونو تر لاسه کړې وې.
 
پیلوټان : دوه پیلوټان، یو د مخابرې مسول، یو د الوتنې انجنیر، یو لار ښونکی، تر ۴۰ پورې سپرلیو ته هم ځای لري
اوږدوالی : ۲۳.۸ متره
د وزرو پراخوالی : ۲۹.۳ متره
لوړوالی : ۸.۵۸ متره
د وزرو سطحه : ۸۰۷ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۵۰۲۰ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۲۴۰۰۰ کیلوګرامه
پاورپلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Progress AI-24VT Turboprop engines, 2,103 kW (2,820 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۴۴۰ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۱۶۰۰ فټه
An-26 Niµ Nishava Serbien Marko Stojkovic IMG 2634-1-2
Antonov An-26. Author of image Marko Stojkovic

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons