Guernsey – ګېرنزي غوییز

د شیدو لپاره ساتل کېدونکي غوییز دي، اصلي ځای یې د انګلستان ګېرنزي ټاپو دی. ګمان کیږي چې د دې غوییزو نسل د فرانسې د نورماندي او د انګلستان د بریتاني سیمو ګډ نسل وي. یو وخت د انګلستان او فرانسې تر منځ د انګلستان د ټاپوګانو ټولو غوییزو ته الډېرني نوم اخیستل کېده خو کله چې د غوییزو د واردولو د بندېدو قانون تصویب شو او یوازې د حلالولو لپاره یې اجازه ورکړل شوه د جېرزي او ګېرنزي نسلونه په سیمه کې واخیستل شول.

دبدن رنګ یې نکریزو ته ورته یا د وړې نوې پیدا شوې هوسۍ په څېر وي او په خپل رنګ کې د سپین رنګ نښانونه لري. د جېرزي غوییزو څخه د بدن په کچه کې غټ دي. د شیدو رنګ یې زېړ دی. د غوښې تولید یې ډېر کم دی. متحده ایالتونو ته ګېرنزي غوییز په لمړي ځل په کال ۱۸۳۰ کې انتقال شول. اوسمهال یې نسل په استرالیا، کانډا او انګلستان کې پرېمانه پیدا کیږي.

Guernsey cattle
Guernsey cattle in St. Saviour’s, Guernsey Photo by Man vyi

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons