Blesmol – بلېسمول – د افریقا سارایي موږکان

د باتي اېرجیدای (family Bathyergidae) کورنۍ غړي دي. د افریقا غار وېستونکي ۲۲ ډوله شخوند وهونکي ژوي دي. د سوېلې سهارا صحرا په وچو سیمو کې ژوند کوي. د ځمکې لاندې ژوند کولو سره بلدتیا لري. پراخ سر لري. خپل د ثنایا غاښونه د ځمکې کیندلو لپاره کاروي، کله چې په غاښونو غار باسي خپله خوله بنده ساتي او خولې ته یې خاورې نه داخلیږي. استوانه اي څورب بدن یې لنډ غړي لري. وړې سترګې لري، غوږونه نلري او د غوږونو پرانیستې یا سوریان یې په وېښتو پوښل شوې وي.
 
تر ټولو غټ یې ډیون بلېسمول (dune blesmol) دی، تر ۱.۸ کیلو ګرامه پورې وزن کوي، بدن یې له ۱۸ تر ۳۳ سانتي متره پورې اوږدیږي، لنډه ببره لکۍ لري. تر ټولو کوچنی یې لوڅ بلېسمول (naked blesmol) دی، د (naked mole rat) په نامه هم یادیږي، علمي نوم یې (Heterocephalus glaber) دی. وزن یې تر ۸۰ ګرامه پورې رسیږي او بدن یې تر ۹ سانتي متره پورې اوږدیږي، له ۳ تر ۵ سانتي متره پورې اوږده لکۍ لري.
 
بلېسمول په وچو ځنګلونو کې شګه لرونکې خاوره کې ژوند خوښوي. په ریښو، پیاز غوټو ځان تغذیه کوي. په شپه او ورځ دواړو کې فعالیت کوي. د (Dune, cape, and silvery blesmols) ډولونه یې یوازې ژوند کوونکي دي خو (common and naked mole rat) ډولونه یې په کالونۍ کې ژوند کوي او په یوه کالونۍ کې تر ۳۰۰ پورې غړي سره یو ځای کیږي. یواځې یوه د مثل تولید کوونکې ښځه په ټولې کالونۍ واکمنه وي او د خپلې خوښې له څو نرانو سره جنسي نزدیکت کوي. په یوه کال کې تر ۵ ځلو پورې د مثل تولید کوي او هر ځل تر ۲۷ بچیان زېږوي خو یوازې تر لسو پورې ژوندي پاتې کیږي. د کالونۍ نور ټول غړي یوازې شنډ مرستندویان وي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ  باتي اېرجیدای

په باتي اېرجیدای کورنۍ کې لاندې نسلونه او ډولونه شامل دي

Family Bathyergidae

Damaraland mole-rat
Damaraland mole-rat (Fukomys damarensis). Photo by Sharry Goldman

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons