Golden hamster – سروزرو ته ورته زېړ غټ موږک
علمي نوم یې (Mesocricetus auratus) ده. د غټ موږک یو ډول ده او د کورني ژوي په توګه ساتل کیږي. لکه د نورو غټو موږکانو په څېر څورب بدن، لنډې پښې، پراخې منګولې او ببر غوږونه لري. خوله کې د خوړو ساتلو لپاره کیسه یا کڅوړه لري. د لکۍ رنګ یې سپین او یا ګلابي وي.
کوچنی شخوند وهونکی ژوی ده، وزن یې تر ۱۰۰ ګرامه او د بدن اوږدوالی یې تر ۱۸ سانتي متره پورې رسیږي. ښځه یې له نر څخه بدن کې کمه اندازه غټه وي. د وحشي غټ موږک د بدن د پاسه برخې رنګ تېز سرو زرو ته ورته زېړ وي او دبدن لاندې برخه یې سپین یا کریمي رنګ لري خو نسل اخیستونکو یې د نسل اخیستنې د تخنیک له لارې په جوړښت کې توپیر راوستی. تر ۱۲۰ زیات په جوړښت کې توپیر لرونکي نسلونه یې اخیستل شوي.
وحشي نسل یې د سوریې د حلب ښار چارچاپېره ژوند کوي. په ۱۹۳۰ کې یې د نسل یو ګروپ له سوریې څخه فلسطین ته انتقال شو او له فلسطین څخه ټولې نړۍ ته خپور شو. بل ګروپ یې په ۱۹۷۱ کې ونیول شو او متحده ایالتونو ته انتقال شو. غټ موږک کورنی شوی نده بلکې له انسان سره ارام احساس کوونکی ژوی ده. په لابراتوارونو کې د څېړنو او ژوبڼ کې د نندارې لپاره هم ساتل کیږي.
په وحشي ژوند کې یوازې ژوند کوونکي دي. د ځالو لپاره سمڅې خپله جوړوي. خواړه یې تخمونه، شنه بوټي او میوې دي خو واړه بې شمزي او مردار شوي ژوي هم خوري. خپل خواړه د خولې په کڅوړه کې ساتي او په سړو میاشتو کې چې کله له درواغجن مرګ (torpor) څخه راویښ شي ځان پرې تغذیه کوي. په کال تر پنځه ځلو پورې بچیان زېږوي، د بلاربښت موده یې له ۱۶ تر ۱۹ ورځو پورې وي. د بچیانو سترګې یې پټې وي او له دوه تر درې ګرامه پورې وزن لري، بدن یې هم بې وېښتو وي. که له زېږون وروسته تر څو ورځو پورې که چېرې مور یې بچیانو ته کوم خطر احساس کړي نو د خپلې خولې په کڅوړه کې بچیان پټوي. کوم چې په ژوبڼ او کورونو کې ساتل شوي وي تر دوه یا درې کالو پورې ژوند کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!