Dormouse – په ژمي کې خوب کوونکې مږې

د میوکسیډای کورنۍ (family Myoxidae) غړې دي. د اوراسیا، جاپان او افریقا ۲۷ ډوله شخوند وهونکي ژوي دي. تر ټولو غټې یې د اروپا (Glis glis) ډول ده چې ډېر خلک یې د خوړو ګڼي، وزن یې له ۱۸۰ ګرامه پورې رسیږي، اوږدوالی یې تر ۱۹ سانتي متره پورې وي، لکۍ یې تر ۱۵ سانتي متره پورې اوږدیږي. تر ټولو کوچنی ډول یې د جاپان د سوېل مږې دي د ډول علمي نوم یې (Glirulus japonicus) ده، وزن یې تر ۴۰ ګرامه او اوږدوالی تر ۸ سانتي متره پورې وي، لکۍ یې تر ۶ سانتي متره پورې اوږدیږي.
 
ټولې په ژمي کې خوب کوونکې مږې غټې سترګې، ګرد غوږونه لري. د بدن غړي یې لنډ او ببرې لکۍ لري. بدن یې نرم وېښته او له خړ تر سور پورې رنګ لري. د ځینو ډولونو ملا او مخ یې برګ وي.
 
په بنسټیزه توګه د شپې لخوا فعالې وي خو ځینې ډولونه یې د ورځې لخوا هم فعالیت کوي. ډېر ډولونه یې په ونو کې ژوند کوونکې دي او د ختلو ښه وړتیا لري خو ځینې ډولونه یې په بې ونو وچو سیمو کې ژوند کوي. کومې چې په ونو کې ژوند کوونکې دي په ونو کې کرې ته ورته ګردې ځالې جوړوي. ځینې یې د ونو لاندې د ریښو تر منځ سوریان باسي. ځینې یې د مرغانو او نولي پرېښودل شوې ځالې کاروي. خواړه یې مغزي، میوې، حشرې، غڼې، د مرغانو هګۍ، واړه شخوند وهونکي او یا هم نورې په ژمي کې خوب کوونکې مږې دي.
Graphiurus spec -murinus-1
Photo by H. Osadnik

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons