Cattle – غوییز
علمي نوم یې بوس توروس (Bos taurus) دی. په دوه ګوتو وېشل شوي بوټ لرونکي، کورني شوي، واښه خوړونکي ژوي دي. د بووینای فرعي کورنۍ غړي دي، په نړۍ کې تر ټولو زیات خپاره شوي د بوس نسل غړي ګڼل کیږي. ښځې ته یې غوا او نر ته یې غویی نوم اخلي، نر بچي ته یې خسکی، ښځې ته یې کوچنیوالي کې خسکۍ او د کار، غوښې او یا نسل اخیستنې لپاره ساتل شوي بلوغ ته رسېدلي نر ته یې سخندر وایي.
غوییز یا د غوښې لپاره او یا د شېدو لپاره فارمونو کې ساتل کیږي. همداسې یې پوستکی د چرم جوړولو لپاره کاریږي. له دې پرته د نړۍ په ځینو برخو کې د کار لپاره کار ترې اخیستل کیږي، په کراچۍ پسې د بار وړلو لپاره او پټیو کې د قلبې لپاره کاریږي. د غوییزو بل تولید د غوییزو غوشایي دي له کوم چې سره او سونګ توکي جوړیږي. د نړۍ په ځینو سیمو کې په ځانګړې توګه د هندوستان په لویه برخه کې غویز مذهبي بڼه لري. د نړۍ په ځینو سیمو کې اچۍ غوا ګانې هم د کورنیو ژو په توګه ساتل کیږي لکه د امریکا زېبو نسل.
د غوییزو ځینې ډولونه یوازې په ځانګړې جغرافیه کې عام وي لکه تورین غوییز کوم چې په اروپا او د اسیا په ځینو برخو کې پیدا کیږي، لکه د زېبو ډول کوم چې په امریکا، استرالیا او هند کې عام پیدا کېدونکی ډول دی، سانګا ډول په سهارا کې پیدا کیږي کوم چې ځینې وخت جلا ډول یا فرعي ډول ګڼل کیږي او تر زرو زیات نسلونه لري.
تقریبا ۱۰۵۰۰ کاله وړاندې په لویدیځ ایران کې تر ۸۰ پورې د اوروکس ډول غړي، د کوم چې اصلي ځای د ترکې اناتولیا یا کوچنۍ اسیا دی، په لمړي ځل کورني شوي. ورپسې هند کې زېبو غوییز کورني شوي. د خوړو او کرنې د ادارې د شمېر له مخې په ۲۰۱۸ کې، په ټوله نړۍ کې تر ۱.۵ میلیونه پورې غوییز موجود وو. په ۲۰۰۹ کې یې په بشپړ توګه نقشه شوی جېنوم خپور شو. غوییز د شین کوریز ګاز ۱۰ % مسولین ګڼل کیږي.
ډلبندي
غوییز په بنسټیزه توګه په درې ډولونو کې سره وېشل شوي وو : اروپایي یا تورین غوییز، براهم، اینډیسین یا زېبو غوییز او اوسمهال کې له منځه تللی ډول اوروکس. د اوروکس ډول د تورین او زېبو غوییزو پلرونه ګڼل کیږي. وروسته ټول یو ډول وګڼل شو او نوم یې بوس توروس وټاکل شو په کوم کې چې زېبو، تورین او اوروکس فرعي ډولونه دي خو د ځینو پوهانو لپاره دوېمه ډلبندي متنازع ده او خپله کې اختلاف لري.
غوییز کولای شي له نورو نږدې تړاو لرونکو ډولونه سره هم نسل وزېږوي، یا هم تورین له زېبو ډول سره لکه د سانګا ډول چې ترې رامنځته شوی، همداسې له یک غوییزو سره هم نسلونه لري لکه د غور، یټل او داسې نور غوییز. دوه رګه نسلونه هم لري لکه بیفالو غوییز کوم چې له غوییزو او بیسون رامنځته شوی. همداسې غوییز نه دي توانېدلي چې د افریقا او د اوبو له مېښو سره دوه رګه بریالي نسلونه رامنځته کړي.
اوروکس په افریقا، اروپا او د اسیا لویه برخه کې موجود وو. تر ټولو وروستی غړی یې د پولنډ په مازویا کې، په کال ۱۶۲۷ کې مړ شوی. نسل اخیستونکو هڅه وکړه چې د اروکس په څېر نسل واخلي پایله یې د جرمني د برلین هېک نسل شو.
د افریقا یوازین تورین کره نسل اېن دامان کوري نسل ګڼل کیږي.
ساینسي ډلبندي
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | ارټیو ډکټیلا |
کورنۍ | بووېډای |
فرعي کورنۍ | بووینای |
نسل | بوس |
ډول | بوس توروس |
ار پوهنه
د غوییزو لپاره د انګریزۍ (cattle) نوم د انګلو نورمان له (catel) کلیمې اخیستل شوی، انګلو نورمان ژبې یاده کلیمه د منځنیو پېړیو له لاتیني کلیمې (capitale) اخیستی د کومې چې مانا د خوځښت وړ شتمنۍ وه او تر ډېره هر ډول څارویو ته کارېدله. یاده لاتیني کلیمه د (chattel) کلیمې ډول ګڼل کیږي کومه چې اقتصادي مانا لري او شخصي شتمنۍ ته وایي. په زړې انګریزي کې غوییزو ته (feoh) کلیمه کارېده او مانا یې شتمنۍ وه.
غوا ته د (cow) کلیمه د انګلو سکسون له (cū) کلیمې اخیستل شوې، په فارسي کې ورته ګاو، په سنګسرېت ژبه کې ګو او په سکوت ژبه کې غوا ته کو وایي. په زاړه د جېمز پاچا په انجیل کې غوییز ټولو کورنیو څارویو ته کارېدلی نوم دی کوم یې چې له وحشي ژو جلا ګڼلي. مخکې (feral cattle) وحشي غوییزو ته کارېده خو اوسمهال (cattle) یوازې کورني شوو غوییزو ته کاریږي.
ټرمینالوجي
د غوییزو لپاره د نړۍ په مختلفو سیمو کې یو ډول کلیمې خو په هره سیمه کې یې تعریف کمه اندازه توپیر لري لکه انګلستان، کاناډا، نیوزلنډ، ایرلنډ او متحده ایالتونو کې.
نر سخندر ته (کوم چې خصي شوی نه وي) په انګریزۍ کې (bull) وایي.
کوم سخندر چې له غوا سره خسکی لري په انګریزۍ کې ورته (sire) وایي.
که چېرې یوه غوا یو یا دوه پورې خسکیان ولري په انګریزۍ کې ورته (cow) وایي خو د خبرو اترو ژبه کې ورته (Steers and heifers) کلیمې هم کاریږي.
هغو غوا ګانو ته د (dam) کلیمه کاریږي چې په پادو کې له بچیانو زېږولو وروسته هم د نور نسل اخیستنې لپاره ساتل کیږي او کومې چې له خسکي زېږولو وروسته سملاسي پلورل کیږي د (heifers or cows) نومونه ورته اخیستل کیږي.
کومه خسکۍ چې عمر یې له درې کالو کم وي او تر اوسه نه وي بلاربه شوې د (heifer) ورته کاریږي او که چېرې یو بچی ولري نو د نوم املا یې (first-calf heifer) لیکل کیږي.
نر او ښځې دواړو (خسکي او خسکۍ ته ) د جنسیت په نظر کې له نیولو پرته د (calves) کلیمه کاریږي مانا یې “خسکیان” ده خو کله چې د مور له تي جلا کړل شي تر یو کلنۍ پورې په ځینو سیمو کې ورته (feeders) نوم کاریږي خو وروسته که چېرې نر وي نو نوم یې (yearlings or stirks) ته بدلیږي او تر دوه کلنۍ پورې په همدې نوم رجوع ورته کیږي.
په متحده ایالتونو کې خصي شوي غویي ته (steer) نوم اخلي خو د نړۍ په ځینو نورو سیمو کې د (bullock) په نوم رجوع ورته کیږي.
په استرالیا کې (Japanese ox) هغه نر غویي ته وایي چې د غوښې لپاره ساتل کیږي او وروسته یې غوښه د جاپانیانو په مارکېټ کې پلورل کیږي.
په شمالي امریکا کې د کاري موخې لپاره ساتل شوو سخندرانو ته چې عمر یې له څلورو کالو کم وي د (working steer) نوم کاریږي.
که چېرې په ناسمه توګه خصي شوی وي او یا هم د خصي کېدو پروسه یې نا وخته ترسره شوې وي په استرالیا، نیوزلنډ او کاناډا کې ورته (stag) کلیمه کاریږي.
په ځینو هیوادونو کې که چېرې سخندر په نا بشپړ توګه خصي شوی وي د (rig) نوم اخیستل کیږي.
په ځینو هیوادونو کې که چېرې غویی یا غوا د کاري موخې لپاره ساتل شوي وي د (ox) نوم کاریږي، جمع یې (oxen) ده. همداسې د (ox) کلیمه ځینې وخت د نر د تنې ځینو برخو سره هم کاریږي لکه د غویي ځیګر، وینه او داسې نور، …
د (springer) کلیمه داسې خسکۍ ته کاریږي چې بلاربه وي او د لنګېدو موده یې ډېره نږدې وي.
کوم غوییز چې په طبیعي توګه بې ښکرو وي د (polled cattle) کلیمه ورته کاریږي، که چېرې یې ښکرونه انسانانو له منځه وړي وي نو د ( disbudded or dehorned) کلیمه ورته کاریږي.
که چېرې غوییز د غوښې لپاره ساتل شوي وي نو (beef cattle) ورته وایي جمع یې (beeves) ده.. په استرالیا، کاناډا، نیوزلنډ او انګلستان کې ورته (beast) کلیمه هم کاروي.
کوم غوییز چې د شیدو لپاره ساتل شوي وي د (dairy cattle) نوم ورته اخیستل کیږي، کومه غوا چې یوازې یوې کورنۍ د شیدو لپاره ساتلې وي د (house cow or milker) نوم ورته کاریږي.
د (bull, cow and calf) کلیمې نورو تی لرونکو ته هم کاریږي، په یادو کلیمو یې جنسیت او عمر ټاکل کیږي لکه نهنګ، اوښ، فیل، اېلک هوسۍ.
غوییز د دوه ګوتو بوټ لرونکي خسکي ډوله تی لرونکي دي. بوټ یې په دوه برخو سره جلا شوی وي. لکه د ټولو بوویډ ژو په څېر ښکرونه لري، ښکرونه یې څانګې نه لري او هر کال په خپلسرې توګه نه رژیږي. رنګ یې په هر نسل کې توپیر لري، تر ټولو عام رنګونه یې سور، سپین، تور او نسواري وي. د یوه نسل غویی د همدې نسل له غوا څخه تر څو سوه کیلو ګرامه وزن کې زیات وي. د بېلګې په توګه د انګلستان هېرفورډ نسل کې غوا له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ کیلوګرامه پورې وزن لري او غویی یې له ۱۲۰۰ تر ۱۸۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن لري.
د هاضمې سیستم
غوییز شخوند وهونکي تی لرونکي دي. د هاضمې سیستم یې د بوټو د مختلفو برخو د پروسېس کېدو لپاره ځانګړی شوی لکه واښه کوم چې زیات سلولوز لري او خپله سلولوز سخت کاربوهایډرېټ پولیمر دی او ډېر ژوي یې نشي هضمولی. غوییز یې د هضمولو چاره له وړو ژوندیو سره په سیمبیوسېس کوي – سیمبیوسېس د دوه ژوندیو ترمنځ فعل او انفعال ته وایي، دواړه نږدې فزیکي اړیکه سره لري او ګډ ژوند یې د دواړو په ګټه وي. په وړو ژوندیو کې باکتریا، پروټو زوا او مرخېړي شامل دي او سېلولېز او انزایمونه یې خواړه پروسېس کوي او سلولوز په هغې بورې تجزیه کوي کومه چې د سلولوز جوړونکې بورې دي.
کومې باکتریا چې په یاده چاره کې برخه اخلي نومونه یې لاندې یاد شوي
Fibrobacter succinogenes, Ruminococcus flavefaciens, and Ruminococcus albus. Cellulolytic
د مرخېړیو نومونه لاندې یاد شوي
Neocallimastix
کوم پروټوزوا چې برخه پکې اخلي نومونه یې لاندې یاد شوي
ciliates Eudiplodinium maggie and Ostracodinium album
که چېرې د غوییزو خوړو کې له وخت سره بدلون راوستل شي نو په مایکروبیوم کې یې هم بدلون رامنځته کیږي – مایکروبیوم په یوه چاپېریال کې د وړو ژوندیو اوسېدونکې ټولنې ته وایي.
د غوییزو معدې ته پښتو کې لری او انګریزي کې ورته (stripe) نوم اخلي، معده له څلورو برخو جوړه وي، تر ټولو غټې کڅوړې ته یې (rumen) نوم اخلي، د غټې کڅوړې داخل کې جلا شوې کڅوړې ته (reticulum) نوم اخلي، درېمې برخې ته یې (omasum) نوم اخلي، وروستۍ او څلورمه برخه یې (abomasum) ده. د مایکروبیوم لپاره تر ټولو اړینه برخه یې (rumen) ده.
غوییز خپل خواړه له معدې خپلې خولې ته راوړي او شخوند پرې وهي. په انګرېزۍ کې له مرۍ او حلق د خوړو یا نورو توکو بهر کولو ته (regurgitate) وایي او هغه خواړه چې غوییز یې له معدې خولې ته د شخوند لپاره بېرته راګرځوي د (cud) کلیمه کاریږي. کله چې خواړه خوري پرته له شخوند وهلو یې تېروي، لمړی د معدې یا لري تر ټولو لویې برخې ته ځي او هلته زخیره کیږي او بیا د مړۍ په اندازه بېرته خولې ته راځي او خوله کې پرې د ژرندې په غاښونو شخوند وهي. له شخوند وهلو وروسته یې بېرته تېروي او نوره هاضمه یې په لري کې د موجودو وړو ژوندیو لخوا ترسره کیږي.
د مثل تولید
د بلاربښت موده یې تر ۹ میاشتو پورې ده. د غوایانو له غواګانو سره په پرتله کې، د غویانو د زېږېدو نرخ ۵۲:۴۸ دی. د غوا د شیدو د مرغړیو په غنچه کې دوه جوړه مرغړي موجود وي. فارمونه ډېری وخت د بلاربېدو لپاره د مصنوعي القاح طریقه کاروي او په مصنوعي توګه د غوا رحم ته تللي کانال کې د غوایي سپرم تذریق کوي. مصنوعي القاح دا ممکنه کړې چې د نړۍ بل ګوټ کې د موجودو غوییزو په سپرمو هم غوا بلاربه شي. د مثل د تولید د مرغړیو له امله فزیولوجیکي بدلون ته یې غویمه کېدل وار راوړل او په انګریزۍ کې (Estrus) وایي. جنسي اړیکه یې څو ثانې وخت نیسي او د خاصره لګن یوازې یو خوځښت پکې شامل وي.
کله چې خسکی وزېږوي په لمړي کال کې یې د مړینې خطر ۵ % وي. خسکی غوا تقریبا تر پنځه ځله ورځ کې روي او تقریبا ۴۶ دقیقې په رودلو کې تېروي. د ۸ او ۱۱ میاشتو ترمنځ غوا خپل خسکی جلا کوي او تر جلا کېدو له غوا سره یو ځای وي.
د پېژندنې وړتیا
غوییز د پېژندنې مختلفې وړتیاوې لري. د خوړو مختلفې سرچینې په یاد کې ساتلی شي. کوم څه یې چې یاد کړي وي تر ۴۸ ورځو پورې یې په یاد پاتې کیږي. خسکی د غویانو او غواګانو په پرتله ژر زده کړه کولای شي. خسکی د دې وړتیا لري چې اشنا انسان او ژوی وپېژني، همداسې د خپلې مور غږ یې د نورو غواګانو په پرتله خوښ وي.
د غوا یا بل غويي په غږ نور غوییز د غږ کوونکي عمر، جنسیت، د واک د کچې اندازه، د مثل د تولید وړتیا او په غوا ګانو کې د غویمه کېدنې حالت پېژندلی شي. که چېرې سیمه کې کوم نوی یا نا اشنا محرک موجود وي نو غوییز په کیڼه سترګه ورته ګوري او د پېژندنې لپاره یې د مغز ښی اړخ کاروي خو که چېرې محرک اشنا وي د لیدنې لپاره ښۍ سترګه کاروي. د غوییزو په هر غړي کې د شخصیت ځانګړنې توپیر لري لکه د ویرې او ټولنیزتوب ځانګړنې یې.
حسونه
تر ټولو زیات کارونکی حس یې د لید حس دی او تقریبا سم نیمایي مالومات په لید ترلاسه کوي. سترګې یې د سر په یو بل څنګ کې دي او مخکې او وروسته لور پرې لیدلی شي. غوییز د ښکاري ژو ښکار دی او له همدې امله چار چاپېره کتل کوي. د لید ساحه یې ۳۳۰° ده خو په ټولو حالتونو کې، په دواړو سترګو د یوه توکي لیدل نشي کولای او که چېرې یو څه ته په دواړو سترګو وګوري نو د ۳۰° او ۵۰° ترمنځ یې لیدلی شي (انسان یې په ۱۴۰° کې لیدلی شي). لکه د ډېرو تی لرونکو په څېر سترګې یې دوه رنګه دي. له تریخو خوړو ډډه کوي او د انرژي لپاره خواږه خواړه خوښوي.
له تروش خوراک سره حساسیت یې د ګېډې تېزابیت په نورمال کچه ساتنه کې مرسته کوي. په خپل بوي او د خولې په خوند باندې تروه خواړه لټوي او خوري یې تر څو د بدن په ایلیکټرولایټ کې توازن وساتي. تر اسونو د غږ په اورېدو کې ښه وړتیا لري خو د غږ د ځای په مالومولو کې تر انسان، وزې او سپي کمه وړتیا لري. د انسان د ثبت شوي غږ او په مستقیمه توګه له خولې تولید شوي غږ ترمنځ توپیر کولای شي. د بوي حس یې په ټولنیز ژوند کې اړین رول لوبوي. که چېرې د نورو غوییزو میتیازې بوي کړي په میتیازو کې له کیمیاوي توکو په دې پوهیږي چې بل غړی سټرس دی. که چېرې روزنه ورکړل شي د خپل نسل نور ټول غوییز په بوي پېژندلی شي.
چلند
غوییز په نورو واک لرونکی چلند لري ؛ په نورو د واک ساتنه په مختلفو طریقو کوي، ډېری وخت خپلمنځ کې غیرې ریښتینې جګړه کوي، جګړه یې په یو بل برید نه وي خو خپل ځواک بل ته ښي. کوم چې واک لري د نورو لخوا څټل کیږي. ښکرونه یې د جنسي اړیکې لپاره په خوښولو کې اړین رول لري. کوم غوییز چې ښکر لري د هغو په پرتله چې ښکر نه لري خپله کې له یو بل سره واټن اخیستل خوښوي. په خسکیانو کې یې فزیکي شخړه هغه وخت کمیږي کله چې ځای ازاد وي خو په بلوغ ته رسېدلو کې چې کله ګروپ لوی وي بیا فزیکي نښتې زیاتې وي.
کوم چې په لوړو سیمو کې ژوند کوي او نیمه وحشي دي په نورو د واک لرنې اړیکه یې ډېره ټینګه وي او کم وخت یو بل سره فزیکي نښته کوي او خپله کې ډېری شخړې پرته له نښتې هواروي. نر یې په ښځې واکمن وي او د زیات عمر لرونکي یې په کم عمرو واکمن وي. سخندر چې کله دوه کلن شي نو د هر عمر غوا باندې واک لري.
د خوړو رژیم کې ۳۰ % واښه خوښوي او ۷۰ % شوتله خوښوي. سهار وخته د وښو په پرتله شوتله خوښوي او ماښام کې بیا واښه زیات خوري. په غواګانو کې مزاج او طبیعت یې په تولید او ټولې روغتیا اغیز لري. ډېری وخت د احساساتو ښودنه هم کوي. غوییز ټولنیز چلند لري او که له یو بل د کم وخت لپاره هم جلا شي سټرس کیږي. که چېرې خسکی ترې جلا شي رمباړو، د زړه ضربان او د پلازما کورټیزول کې یې لوړوالی رامنځته کیږي خو کله چې یو بل بیا سره وویني نو رمباړې، د ضربان او کورټیزول یې نورمال حالت ته راځي.
کورنۍ غوا لږ نه لږ په یوه ورځ کې تر ۴ ساعتو پورې خوب کوي. په ولاړه خوب نه کوي خو خپل ځان د خوب او ارام حالت ته بیولی شي. د ژور خوب لپاره څملي.
جنتیک
په ۲۰۰۹ کال کې، د متحده ایالتونو د روغتیا انسټیټیوټ او د متحده ایالتونو د کرنې ډیپارټمنټ د بووین د جېنوم نقشه خپره کړه. په دې نقشه کې غوییز ۲۲۰۰۰ جېنونه لري د کومو چې ۸۰% له انسانانو سره شریک دي، همداسې ۱۰۰۰ جېنونه یې له سپیانو او غاښ لګونکو تی لرونکو سره شریک دي. د چلند او تولید ځانګړنې یې خپلو خسکیانو کې په میراث پاتې کیږي.
فیلوجیني یا د ډول تکامل
د انسانانو په تاریخ کې غوییزو اړین رول لوبولی. لږ نه لږ له نیولیتیک دورې را په دیخوا کورني شوي. د لرغون پوهنې او جنتیک مالومات ښي چې تقریبا ۱۰۵۰۰ کاله وړاندې غوییز له وحشي اوروکس کورني شوي. کورني کېدل یې په دوه سیمو کې ترسره شوي، د لوېدیځې اسیا د اوسنۍ ترکې د اناتولیا په مرکز کې او د ایران په لویدیځ کې کورني شوي او د یادو غوییزو نسلونو پخواني افغانستان او هند کې (د اوسني پاکستان په سیمه کې) د تورین نسل پیدا کړ.
د عصري میټوکانډریل ډي اېن اې توپیرونه د دې ښودنه کوي چې تورین نسل ممکن د اوسنۍ سوېل ختیځې ترکې د بین نهرین سیمې کې، او د اوسنۍ سوریې په شمال کې، تر ۸۰ پورې له رام کړل شوو وحشي اوروکس غوییزو اخیستل شوی وي. ځینې څېړنې ښي چې د افریقا تورین غوییز د غوییزو د کورني کېدو له درېمې هڅې رامنځته شوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!