Azara’s agouti – د ازارا اګوټي
د ډول علمي نوم یې (Dasyprocta azarae) دی. د سوېلې امریکا اګوټي دی. د ډاسي پروکټیډای کورنۍ (family Dasyproctidae) غړی ده. په برازیل، پراګوې او ارجنټینا کې پیدا کیږي. نوم یې د هسپانیا په طبیعي فلسفې باورمند فیلیکس دو ازارا (Félix de Azara) له نوم څخه اخیستل شوی. نسل یې ممکن د ښکار له امله په ځینو سیمو کې له منځه تللی وي. په ارجنټینا کې یې نسل له ورکېدو سره مخ دی.
د ورځې لخوا فعال یا ژوند کوونکی دی. مطالعه کول یې ډېره ستونزمنه چاره ده او لامل یې د انسان له نږدې کېدو سره تېښته کول دي. خو که چېرې په بند ساتل شوي ځای کې نسل ترې واخیستل شي له انسان سره بلدتیا پیدا کوي. په انګرېزۍ کې د ځنګل باغوان (jungle gardeners) نوم هم ورته اخلي ځکه چې دا ژوي ډېر وخت مغزي او تخمونه د ساتلو لپاره خښوي خو وروسته یې د خښولو ځای هېر کړی وي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | داسي پروکتیدای |
نسل | داسي پروکتا |
Comments
So empty here ... leave a comment!