Mexican agouti – د مکسیکو اګوټي

د ډول علمي نوم یې (Dasyprocta mexicana) دی. د مکسیکو تور اګوټي (Mexican black agouti) نوم هم ورته اخلي. په ډاسي پروکټیډای کورنۍ (family Dasyproctidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. د مکسیکو په سوېل کې په تل شنو ځنګلونو کې ژوند کوي او همدا سیمه یې اصلي ځای ګڼل کیږي. نسل یې کیوبا ته هم انتقال شوی. نسل یې د ژوند لپاره د چاپېریال د نشتون له امله کم شوی.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ داسي پروکتیدای
نسل داسي پروکتا

 

Dasyprocta mexicana
Dasyprocta mexicana. Photo by Edward Alston
Share
Hide Buttons