د امریکا د شیدو لپاره د وزو نسل ده، بې غوږو وزه ده، د نسل د پلرونو په اړه یې مالومات نشته، لامانچا په هسپانیا کې یوه سیمه ده او نوم یې له همدې سیمې اخیستل شوی ډېر خلک ګمان کوي چې د هسپانیا د لامانچا وزو نسل ده خو دا خبره تر اوسه په ساینسي توګه ثابته شوې نده. نسل یې په متحده ایالتونو کې د لنډو غوږونو له وزې اخیستل شوی د کومو په اړه چې خلکو ګمان کوه هسپانویانو له خپل ځان سره متحده ایالتونو ته انتقال کړي. له هغې وروسته تر لاسه شوی نسل د نوبین او او الپین وزو سره ګډ شو د کوم پایله چې د امریکا د لامانچا وزې نسل ده. په ۱۹۵۸ کال یې د نسل په اړه مالومات ثبت شوي.
که یې غوږونه تر یو انچ پورې وي نو غوږونو ته یې د (gopher ears) اخیستل کیږي او که چېرې تر دوه انچو پورې وي نو غوږونو ته یې د (elf ears) نوم اخیستل کیږي. هغه نران یې چې تر یوه انچ پورې د غوږونو اوږدوالی لري د نسل اخیستنې لپاره کاریږي. بدن یې نرم ځلېدونکي لنډ وېښته لري، مختلف رنګونه لري، ارام طبیعت لري، زیاتې شیدې کوي او شیدې یې زیات شحم او پروتین لري.
