Pierre-André Latreille – پییر اندرې لاتری

د نومبر په ۲۹ نېټه، کال ۱۷۶۲، د فرانسې په بریو له ګی یارد کې زېږېدلی او د فیبروري په ۶ نېټه، کال ۱۸۳۳، پاریس کې مړشوی. د فرانسوي ژوي پېژندونکی (zoologist) وو او د عیسویانو د کتولیک ډلې راهب وو څوک چې د حشرو پېژندنې (entomology) پلار ګڼل کیږي. پییر اندرې په لمړي ځل له تفصیل سره حشرې او سخته پوسته ژوي ډلبندي کړي.
 
د طبیعي تاریخ شاګرد وو او مذهبي زده کړې یې کړې وې تر څو راهب شي. په کال ۱۷۸۶کې، په پاریس کې پر خپلې دندې ټاکل شوی وو. لمړي کتاب یې (Précis des caractères génériques des insectes disposés dans un ordre naturel) د حشرو پېژندنې لپاره د ساینسي مطالعې بنسټ کېښود.
له دې پرته پییر اندرې د ۱۸۰۲–۰۵ کلونو تر منځ (Histoire naturelle générale et particulière des crustacés et insectes, 14 vol) یې لیکلی او خپور کړی.
Latreille Pierre André 1762-1833
Pierre André Latreille (1762-1833) For image description page click here

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons