Cephalocarida – سېفالو کاریدا

د کلک پوستو یا کروستاسیا فرعي فایلم کې ډلبندي شوی کلاس دی. د اوبو په تل کې د ژوند کوونکو ۱۲ ډولونه پکې شامل دي، د کلاس غړو ته یې نعل ډوله د اوبو ملخ (horseshoe shrimp) عام نوم اخلي. په ۱۹۵۵ کې هورډ اېل سنډرز په لمړي ځل موندلي. له (Remipedia in the Xenocarida) سره یو ځای ګروپ شوي. ټول سېفالوکاریدان د یوې کورنۍ (Hutchinsoniellidae) غړي دي. تر اوسه یې فوسیل نه دی موندل شوی. ډېری پوهان یې د کروستاسیا لمړني چنګاښونه ګڼي.

تر ۱۵۰۰ متره پورې ژورو اوبو کې، په هر ډول رسوب کې پیدا کیږي. په سمندر کې په هر ډول رژېدلو توکو ځان تغذیه کوي.


تشرېح او اناتومي
هېرمافروډیټیک (hermaphroditic) کلک پوسته دي – هېرمافروډیټیک داسې ژوندي ته وایي چې خپل ځان کې دواړه د نر او ښځې تناسلي الې لري او په یوازې ځان د مثل تولید کولای شي. له ۲ تر ۴ ملي متره پوره اوږدوالی لري. غټ سر لري، د سر وروستۍ څنډه یې د سینې لمړۍ برخه پوښي. سینه کې یې نهه برخې غړي لري، لس برخې یې بې غړو دي. وروستۍ برخه یې لکۍ ده، د ارتروپوډ وروستۍ برخې ته انګرېزي کې (telson) وایي. تر اوسه یې په دواړه لاروا او بلوغ ته رسېدلو کې سترګې نه دي لیدل شوي. انتنونه یې د خولې شا کې دي، د نورو ټولو کلک پوستو انتنونه د خولې مخې کې وي او یوازې یې لاروای کې د سېفالوکاریدا په څېر د خولې شاته وي.

پاسه شونډه یې غټه ده، د پاسه شونډې لاندې یې خوله ده. د خولې دواړه خواو کې یې (mandibles) موجود دي – ارتروپوډ (mandibles) د چیچلو یا پرې کولو لپاره کاروي او (maxillae) د خوړو د مزې کتلو او خوځولو او مدیریت کولو لپاره کاروي. د (maxillae) لمړۍ جوړه یې وړه ده، دوېمه جوړه یې هم ورته شکل لري. د تنې لاندې یو جوړښت لري کوم چې په داخلي او بهرنیو برخو مجهز دی او د خوځښت کولو لپاره یې کاروي.


ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم ارتروپوډا
فرعي فایلم کروستاسیا
کلاس سېفالو کاریدا
ډله براکیپودا
کورنۍ هچنسوني ایلیډای

ډلبندي

  • Class Cephalocarida
    • Order Brachypoda
      • Family Hutchinsoniellidae
        • Genus Chiltoniella
          • Chiltoniella elongata
        • Genus Hampsonellus
          • Hampsonellus brasiliensis
        • Genus Hutchinsoniella
          • Hutchinsoniella macracantha
        • Genus Lightiella
          • Lightiella floridana
          • Lightiella incisa
          • Lightiella magdalenina
          • Lightiella monniotae
          • Lightiella serendipita
        • Genus Sandersiella
          • Sandersiella acuminata
          • Sandersiella bathyalis
          • Sandersiella calmani
          • Sandersiella kikuchii

Hutchinsoniella macracantha

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons