Guinea pig – ګیني خوګ

علمي نوم یې کاویا پورسېلوس (Cavia porcellus) دی. د سوېلې امریکا کورنی شوی شخوند وهونکی ژوی دی. د هندي خوګ د کاویدای کورنۍ (family Caviidae) غړی دی. فزیکي جوړښت یې د کورنۍ نورو غړو ته ورته والی لري. غټ سر، غټې سترګې، د بدن لنډ غړي لري. مخکینۍ پښې یې څلور او وروستۍ پښې یې درې ګوتې لري. مختلف کورني شوي نسلونه لري چې د وېښتو په څرنګوالي او اوږدوالي په ګروپونو وېشل کیږي.
 
وزن یې له نیم کیلو تر یو کیلو او اوږدوالی یې له ۲۰ تر ۴۰ سانتي متره پورې رسیږي. لکۍ یې بهر څرګنده نه وي، وېښته یې لنډ او اوږده او مختلف رنګونه لري. خواړه یې شنه دي که چېرې شنو کې کافي لوندوالی وي نو د اوبو اړتیا له خپلو خوړو پوره کوي. په ساتل شوي بند ځای کې د کال په اوږدو کې هر وخت د مثل تولید کولای شي، د بلاربښت موده یې تر ۶۸ ورځو پورې وي، له ۴ تر ۱۳ بچیانو پورې زېږوي. بچیان یې له لمړۍ ورځ شنه خوړلای او منډې وهلای شي. تر درې اوونیو پورې د خپلې مور شودې روي. ښځه یې په دوه میاشتو او نر یې په درې میاشتو کې بشپړ وده کوي. له درې تر پنځه کالو پورې ژوند کوي خو تر اته کالو پورې هم ژوندي پاتې شوي. په طبیعت کې وحشي نسلونه نلري. تقریبا ۳۰۰۰ کاله وړاندې په پېرو کې کورني شوي.

Two Adult Guinea Pigs (cropped)
Two guinea pigs. Photo by Sandos
Guinea Pig eating apple
Guinea Pig
 

Share
Hide Buttons