Groundhog – غرنی نولی یا ډانګلکی

علمي نوم یې مرموتا موناکس (Marmota monax) ده. په انګرېزۍ کې د (woodchuck) په نامه هم یادیږي. د غرني نولیانو له ۱۴ ډولونو یو ډول ده. د شمالي امریکا د ځمکني نولي غټ ډول ګڼل کیږي. د باغونو او څر ځمکو وېجاړونکی ده. د شخوند وهونکو په (Rodentia) ډله کې د نولیانو د سکیوریډای کورنۍ (family Sciuridae) غړی ده. د متحده ایالتونو د افسانو له مخې د امریکا دغرنی نولی د فیبرورۍ میاشتې په دوېمه نېټه د ژمي له خوبه پاڅیږي او که چېرې هوا سړه وي د شپږ اوونیو لپاره بیا ځلې د ژمي خوب کوي.
 
تر ۶ کیلو ګرامه پورې وزن کوي، اوږدوالی یې تر ۵۰ سانتي متره پورې رسیږي، تر ۱۸ سانتي متره پورې ببره لکۍ لري. د بدن پاسه برخه یې ډبل وېښته لري. د بدن رنګ یې نسواري وي خو ځینې نسلونو کې یې سپین یا البینو هم شته. د متحده ایالتونو له ختیځې او مرکزي شمال سیمې لور ته په ټوله کاناډا او الاساکا کې پیدا کیږي. د ځنګلونو په څنډو، د اوبو د جریان په اوږدو کې، د چمنونو په پولو کې ژوند کوي خو ډېر کم وخت په ګڼو ځنګلونو کې هم لیدل شوي. یوازې ژوند کوونکي دي خو په پسرلي کې چې کله بچیان وزېږوي له خپلې مور سره له دوه تر درې میاشتو پورې ګرځي. له څلور تر شپږو پورې بچیان زېږوي خو تر ۹ پورې هم امکان لري.
 
ژورې او پراخه سمڅې جوړوي، ښه لامبو وهونکي دي، بوټو او لوړو ونو ته د ختلو وړتیا لري. سهار وخته او ماښام کې فعالیت کوي. خواړه یې شنه بوټي، ځینې میوې، د ونو د ساقې پوستکی او د ونو تازه غوټۍ دي. په اوړي او پسرلي کې خورا زیات خوراک کوي او د ژمي لپاره بدن کې شحم ذخیره کوي.
 
په ژمي کې د ژمي په خوب ویده کیږي. د ژمې د خوب پر وخت یې د بدن تودوخه د غار له تودوخې سره برابریږي. د زړه ضربان یې په دقیقه کې له ۷۴ څخه ۴ ته کمیږي. ځینې خلک یې د خوړو وړ ګڼي او د خوړو لپاره یې ښکار کوي.
Juvenile Groundhog in a Field of Clover
Clover is a preferred food for groundhogs. Photo by Ladycamera
Share
Hide Buttons