Mary Jane Rathbun – ماري جېن راتبن

د جون میاشتې په ۱۱ نېټه، کال ۱۸۶۰، د متحده ایالتونو د نیویارک په بوفالو کې زېږېدلې او د اپرېل په ۴ نېټه، کال ۱۹۴۳، په واشنګټن ډي سي کې مړه شوې. د امریکا ژوي پېژندونکې وه چا چې د کروستاسیا یا د چنګاښ کورنۍ (Crustacea) د ډلبندۍ (taxonomic) بنسټیز مالومات تاسیس کړي.
 
په ۱۸۸۱ کې یې د خپل ورور رېچارډ راتبن (Richard Rathbun) په غوښتنه له (Woods Hole Marine Research Center in Massachusetts) سره رضاکارانه کار پېل کړ. له سمندري چارو سره یې علاقه ډېره ژر پیدا شوه او په کال ۱۸۸۴ کې د (the U.S. Fish Commission) لخوا دنده ورکړل شوه تر څو د سمندري ژو نوملړ یا منځپانګه ترتیب کړي. په کال ۱۸۸۶ کې یې دنده (Division of Marine Invertebrates of the National Museum in Washington, D.C) ته بدله شوه او هلته یې د تعمیر ساتنه کوله.
 
په کال ۱۸۹۱ کې یې ساینسي لیکنې پېل کړې او پرله پسې یې تقریبا ۱۵۸ لیکنې د سخت پوستو په اړه خپرې کړې. ډېری لیکنې یې د ډلبندۍ په اړه وې په کومو کې چې دواړه اوسمهال ژوندي او فوسیلي ژوي تشرېح شوي دي. د هغې پر لیکنو ډېرو نورو ژوي پېژندونکو او ایکولوجیستانو تکیه کوله.
Mary Jane Rathbun (1860-1943) (12483845245)
Mary Jane Rathbun (1860-1943) By Smithsonian Institution from United States

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons