Painted tree-rat – رنګ شوی د ونې موږک

د اکای مایډای یا ایکیمیډای کورنۍ (family Echimyidae) غړی دی. په نسل کالیسټومیس نسل (Callistomys) کې یوازینی ډول او علمي نوم یې (Callistomys pictus) دی. په برازیل کې پیدا کیږي، د سوېلې امریکا د اغزنو موږکانو یو ډول دی. اوږدوالی یې تر ۳۰ سانتي متره پورې رسیږي. ملا یې تور رنګ لري او نور بدن یې سپین وي.
 
د نسل د نوم مانا یې له یونانۍ کلیمو ترکیب شوې د (κάλλιστος – kállistos) مانا ډېر ښکلی او د (μῦς – mûs) مانا موږک، مږه ده. د علمي یا ساینسي نوم وروستاړی (pictus) یې لاتینۍ کلیمه ده او مانا یې رنګ شوی دی.
Share
Hide Buttons