Ghost crab – اروا کوني کبر
د اوسي پوډینای فرعي کورنۍ نیمه په وچه کې ژوند کوونکي کوني کبر چنګاښونه دي. د ټولې نړۍ په استوایي او نیمه استوایي سیمو کې، په سمندر غاړو کې عام پیدا کېدونکی چنګاښ دی. واړه ژوي ښکار کوي او یا په مردارو شوو ژو ځان تغذیه کوي. اروا نوم یې د شپې لخوا د فعالیت له امله پرې ایښودل شوی. په انګریزۍ کې ورته د شګو کوني کبر (sand crab) نوم هم اخلي خو همدا نوم د کوني کبر نورو ډولونو ته هم کاریږي کوم چې د دې فرعي کورنۍ غړي نه دی.
اوسي پوډینای فرعي کورنۍ کې د غړو منګولې د نورو د کورنیو له کوني کبر چنګاښونو غټې دي، سترګې یې په اوږدو ډبلو ساقو کې وي، ډبلي ته ورته تنه لري. اوسي پوډینای فرعي کورنۍ کې ۲۲ ډولونه په دوه نسلونو کې ډلبندي شوي.
په اوسېپوډېډای کورنۍ کې دوه فرعي کورنۍ شاملې دي، یوه فرعي کورنۍ اوسي پوډینای ده او بله د وایلن غږونکي کوني کبر یوسینای فرعي کورنۍ ده. دواړه کورنیو کې د کوني کبر منګولې تر نورو غټې دي. د وایلن غږونکي چنګاښ د نر منګوله ډېره غټه وي. د دواړو فرعي کورنیو ترمنځ نور توپیرونه، د اروا کوني کبر سترګې په اوږدې ساقې کې وي، د سترګو ټوله لاندې برخه یې کورنیا وي، د وایلن غږونکي د سترګو ساقې نرۍ او اوږدې وي او د سترګو کورنیا یې پورته برخه کې وي. تر ۲۰۱۳ کال مخکې اوسي پوډینای فرعي کورنۍ په یوه نسل (Ocypode) کې ځای شوې وه خو په ۲۰۱۳ کې (Katsushi Sakai and Michael Türkay) دواړو د خلیج اروا کوني کبر په جلا نسل (Hoplocypode) کې ځای کړ.
تشرېح
د اروا کوني کبر ډیری ډولونه کم روښانه رنګ لري او رنګ یې د شګې له رنګ سره په اسانۍ مخلوط کیږي. خو ځینې ډولونه یې بیا روښانه رنګ لري لکه (Ocypode gaudichaudii and Ocypode ryderi) ډولونه.
د اروا کوني کبر سترګې پړسېدلې اوږدې ساقې لري. انتنونه یې ډېر واړه وي. په خوله کې د ضمیمې درېمه جوړه (maxillipeds) یې ټوله خوله پوښلې وي. د قدم وهونکو پښو د دوېمې او درېمې جوړې ترمنځ پرانیسته لري د کومې چې چار چاپېره وېښته موجود وي. د سترګو د ساقو په پای کې هم وېښته لري. په دوه لمړیو پښو په کومو چې خواړه نیسي، غږ تولیدوي او همدې چارې ته یې (Exophthalmy) نوم اخیستل کیږي دا چاره یو بل سره د خبرو لپاره کوي. په دې فرعي کورنۍ کې اووه ډولونه غږ تولیدوي د هر یو ډول علمي نوم (Ocypode brevicornis, Ocypode ceratophthalma, Ocypode gaudichaudii, Ocypode macrocera, Ocypode mortoni, Ocypode rotundata, and Ocypode saratan) دی.
ایکولوجي
د سمندرغاړو اوبو کې، په شګه کې ژورې کندې باسي. کنده یا غار یې اوږد تونل وي او پای کې یې یوه خونه پکې جوړه کړې وي. نیم په وچه کې ژوند کوونکي دي او بهر وچه کې په خپلو لندو کړو برانشونو له هوا اکسیجن تنفس کوي. په ځانګړې موده کې باید خپل برانشونه د سمندر په اوبو لانده کړي تر څو بهر تنفس وکړای شي. د برانشونو د لندولو لپاره یا له شګو اوبه راخلي او یا د سمندر غاړې لور ته د څپې راتلو پر وخت منډه کوي تر څو یې د څپې اوبه ووهي.
خواړه یې مردار شوي ژوي، خوسا شوي توکي، د وړو ژو ښکار او د سمندري کیشپ هګۍ دي. په څو ډوله صدف لرونکي حلزون او د کوني کبر چنګاښ په نورو ډولونو هم برید کوي. معمولا د شپې لخوا فعالیت کوي، د ورځې ترټولو زیاتې تودوخې پرمهال او یا د ژمي تر ټولو زیات سوړ موسم کې په خپلو سمڅو کې پټیږي. تېزه منډه وهونکي دي او که چېرې کمه اندازه هم خطر احساس کړي تېښته کوي. له خطر څخه د ځان پټولو لپاره یا خپلو سمڅو کې ننوځي او یا هم سمندر ته کوزیږي. د منډې پر وخت یې د قدم وهلو طریقه توپیر کوي ځینې ډولونه یې د منډې پر مهال د پښو لمړۍ او دوېمه جوړه د منډې لپاره کاروي.
په پښو د ځمکې په وهلو، د مخکینیو پنسونو ته ورته پښو باندې د غږ په تولید، د قدم وهونکو پښو په سولولو باندې د غږ په تولید، د خولې په ذریعه د غږ په تولید له یو بل سره خبرې کوي. د خپل بدن د رنګدانې په غلظت کې د بدلون له لارې د خپل بدن رنګ بدلولای شي تر څو خپل رنګ د چاپېریال د رنګ په څېر کړي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | ارتروپوډا |
فرعي فایلم | کروستاسیا |
کلاس | مالاکوستراکا |
ډله | دیکا پودا |
له ډلې لاندې | براکیورا |
کورنۍ | اوسي پوډیډای |
فرعي کورنۍ | اوسي پوډینای |
- Ocypode
- Hoplocypode
Comments
So empty here ... leave a comment!