Fiddler crab – وایلن غږونکی کوني کبر
ځینې خلک ورته د غږ کوونکي کوني کبر (calling crab) نوم هم اخلي. په اوسي پوډیډای کورنۍ کې نیم په وچه کې ژوند کوونکی سمندري کوني کبر دی. په اوسي پوډیډای کورنۍ کې اروا کوني کبر او (mangrove crab) هم شامل دي. ټول ګروپ کې واړه د کوني کبر چنګاښونه شامل دي، تر ټولو غټ یې تر ۵ سانتي متره پورې وي. وایلن غږونکی چنګاښ سمندر غاړو او د هر ډول مالګینو اوبو په څنګ کې پیدا کیږي. په نر کې یې یوه منګوله ډېره زیاته وده کوي خو په ښځه کې بیا د همدې پښو دواړه منګولې یوه کچه لري.
لکه د نورو ټولو چنګاښونو په څېر له ودې کولو سره خپل پوستکی بدلوي. که چېرې خپله پښه یا پنجه له لاسه ورکړي نو د بل کوریز کولو پرمهال له لاسه ورکړی غړی بېرته وده کوي. له کوریز کولو وروسته یې بدن کې بهرني اسکلېټ نرم وي او له همدې امله دې وخت کې ډېر زیان مننونکي وي. له کوریز کولو وروسته تر هغې ځان منزوي کوي او پټیږي تر څو یې بهرنی اسکلېټ نه وي کلک شوی.
کوم وایلن غږونکي کوني کبر چنګاښونه چې په لابراتوار کې ساتل شوي وي د ورځې لخوا یې رنګ خیره کیږي او د شپې لخوا یې رنګ روښانه کیږي همدا چاره هر ۲۴ ساعته کې یو ځل تکراروي.
ایکولوجي
په انګرېزۍ کې ورته (mangrove) نوم اخلي په فارسي او پښتو کې ورته عربي نوم “حرا” او دري نوم د شا پسند کورنۍ بوټی نوم اخلي. د همدې بوټو ترمنځ ژوند کوي. په خته لرونکو یا شګه لرونکو سمندر غاړو او یا د نورو مالګینو اوبو تر څنګ ژوند کوي. په لوېدیځه افریقا کې، د اطلس سمندر په لویدیځ کې، د ارام سمندر په ختیځ کې او د پرتګال په الګارف سیمه کې پیدا کیږي.
ځان کې څپې ته ورته لړزه او د بدن په اشارو یو بل سره خبرې کوي. نر یې خپله غټه منګوله هغه وخت د جګړې لپاره کاروي کله یې چې جوړې ته بل نر ورنږدې شي. کله چې خواړه په غټې شوې منګولې خوري نو غټه شوې منګوله ځمکې او خولې ته کوزوي او دا چاره یې داسې ښکاري لکه د میوزیک وایل اله چې غږوي. په وړې منګولې رسوب شوي توکي خولې ته وړي او داخل کې یې رژېدلي توکي لکه مکروب، الګی او رژېدلي مرخېړي خوري.
د ژوند دوران
وایلن غږونکی کوني کبر تر دوه کالو پورې ازاد طبیعي چاپېریال کې او تر درې کالو پورې لابراتوار کې ژوند کوي. نر یې له ښځې د جوړې کېدو لپاره په غټې منګولې مختلف ډوله خوځښت کوي. ښځه یې د نر د غټې منګولې د کچې له مخې او په همدې منګولې د خوځښت د کیفیت له مخې نر خوښوي او ورسره جوړه کیږي. په ډېرو ډولونو کې چې کله ښځه هګۍ اچوي د خپل نر جوړه سمڅې ته ځي.
نران یې په غټې منګولې خپله کې شخړې کوي که چېرې په شخړه کې یې غټه منګوله ماته شي نو له ماتې شوې منګولې وړه منګوله جوړیږي او بل اړخ کې یې وړه منګوله په غټې بدلیږي. ښځه یې لمړۍ دوه اونۍ کله یې چې هګۍ ګېډه کې وي سمڅې کې پاتې کیږي خو کله چې هګۍ واچوي نو ښځه خپلې هګۍ د تنې لاندې له ځان سره ګرځوي. لاروا بچیان یې تر دوه اونیو پورې پلانکټونیک وي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | ارتروپوډا |
فرعي فایلم | کروستاسیا |
کلاس | مالاکوستراکا |
ډله | دیکا پودا |
له ډلې لاندې | براکیورا |
کورنۍ | اوسي پوډیډای |
په اوسي پوډیډای کورنۍ کې ټول ۱۳ نسلونه موجود دي، له دیارلس نسلونو ۱۱ نسلونه د وایلن غږنکي کوني کبر دي کوم کې چې ټول تر ۱۰۰ زیات ډولونه شامل دي :
- Afruca
- Afruca tangeri
- Austruca
- Austruca albimana
- Austruca annulipes
- Austruca bengali
- Austruca citrus
- Austruca cryptica
- Austruca iranica
- Austruca lactea
- Austruca mjoebergi
- Austruca occidentalis
- Austruca perplexa
- Austruca sindensis
- Austruca triangularis
- Austruca variegata
- Cranuca
- Cranuca inversa
- Gelasimus
- Gelasimus borealis
- Gelasimus dampieri
- Gelasimus excisa
- Gelasimus hesperiae
- Gelasimus jocelynae
- Gelasimus neocultrimanus
- Gelasimus palustris
- Gelasimus pugilator
- Gelasimus rubripes
- Gelasimus subeylindricus
- Gelasimus tetragonon
- Gelasimus vocans
- Gelasimus vomeris
- Leptuca
- Leptuca batuenta
- Leptuca beebei
- Leptuca coloradensis
- Leptuca crenulata
- Leptuca cumulanta
- Leptuca deichmanni
- Leptuca dorotheae
- Leptuca festae
- Leptuca helleri
- Leptuca inaequalis
- Leptuca latimanus
- Leptuca leptodactyla
- Leptuca limicola
- Leptuca musica
- Leptuca oerstedi
- Leptuca panacea
- Leptuca pugilator
- Leptuca pygmaea
- Leptuca saltitanta
- Leptuca speciosa
- Leptuca spinicarpa
- Leptuca stenodactylus
- Leptuca subcylindrica
- Leptuca tallanica
- Leptuca tenuipedis
- Leptuca terpsichores
- Leptuca thayeri
- Leptuca tomentosa
- Leptuca umbratila
- Leptuca uruguayensis
- Minuca
- Minuca argillicola
- Minuca brevifrons
- Minuca burgersi
- Minuca ecuadoriensis
- Minuca galapagensis
- Minuca herradurensis
- Minuca longisignalis
- Minuca marguerita
- Minuca minax
- Minuca mordax
- Minuca osa
- Minuca pugnax
- Minuca rapax
- Minuca umbratila
- Minuca victoriana
- Minuca virens
- Minuca vocator
- Minuca zacae
- Paraleptuca
- Paraleptuca boninensis
- Paraleptuca chlorophthalmus
- Paraleptuca crassipes
- Paraleptuca splendida
- Petruca
- Petruca panamensis
- Tubuca
- Tubuca acuta
- Tubuca alcocki
- Tubuca arcuata
- Tubuca australiae
- Tubuca bellator
- Tubuca capricornis
- Tubuca coarctata
- Tubuca demani
- Tubuca dussumieri
- Tubuca elegans
- Tubuca flammula
- Tubuca forcipata
- Tubuca hirsutimanus
- Tubuca longidigitum
- Tubuca paradussumieri
- Tubuca polita
- Tubuca rhizophorae
- Tubuca rosea
- Tubuca seismella
- Tubuca signata
- Tubuca typhoni
- Tubuca urvillei
- Uca
- †Uca antiqua
- Uca heteropleura
- †Uca inaciobritoi
- Uca insignis
- Uca intermedia
- Uca major
- †Uca marinae
- Uca maracoani
- Uca monilifera
- †Uca nitida
- †Uca oldroydi
- Uca ornata
- Uca princeps
- Uca stylifera
- Uca subcylindrica
- Xeruca
- Xeruca formosensis
Comments
So empty here ... leave a comment!