Anostraca – انوسټراکا
په برانکیو پوډا کلاس کې د کروستاسیا یا کلک پوستو څلور ډلې شاملې دي، له څلورو یې یوه ډله انوسټراکا ده. غړو ته یې ښاپېرۍ د اوبو ملخه (fairy shrimp) نوم اخلي. د ټولې نړۍ په فصلي تالابونو او مالګینو بندونو کې ژوند کوي. په ساراګانو، غرنیو هغو بندونو کې چې کنګل پوښلي او د انترکتیکا په واوره کې هم موندل شوي. له ۶ تر ۲۵ ملي متره پورې اوږدوالی لري. د ډېرو ډولونو بدن په ۲۰ برخو وېشل شوی وي. تقریبا ۱۱ جوړې پاڼې ته ورته فیلوپوډیا یا لامبو وهونکې پښې لري. بدن یې کلکه کاسه یا کاراپاس نه لري. د لامبو وهلو پر وخت یې پښې پورته ملا لاندې لور ته وي. اورګانیک زرې له اوبو فلټر کوي او ځان پرې تغذیه کوي. د مرغانو او کبانو خواړه دي، ځینې ډولونه یې ساتل کیږي او کبانو ته د خوړو په توګه ورکول کیږي. په دې ډله کې ټولې اته کورنۍ شاملې دي او په اته کورنیو کې تر ۳۰۰ زیات ډولونه ډلبندي شوي.
تشرېح
د اوبو د ښاپېرۍ ملخې بدن اوږد او په برخو وېشل شوی وي. اوږدوالی یې تقریبا ۶ تر ۲۵ ملي متره پورې وي. خو (Branchinecta gigas) ډول یې تر هغو جنسي بلوغ ته نه رسیږي تر څو یې چې اوږدوالی تر ۵۰ ملي متره یا دوه انچه پورې نه وي رسېدلی، همدا ډول تر ۱۷۰ ملي متره پورې اوږدېدای شي. د اوبو د ښاپېرۍ ملخې بهرنۍ اسکلېټ نرم او د تاوېدو وړ وي. بدن یې کلکه کاسه یا کاراپاس نه لري. بدن یې له سر، تنې او ګېډې جوړ وي.
سر
سر یې له سینې سره په مورفولوجیکه توګه توپیر لري. په سر کې یې دوه ترکیبي سترګې وي، سترګې یې د ساقې له پاسه موجودې وي، په سر کې دوه جوړه انتنونه لري، د انتونو لمړۍ جوړه یې وړه وي او په برخو نه وي وېشل شوې. دوېمه جوړه انتنونه یې په ښځو کې اوږده وي خو د نر یې بیا ډبل وي او د جنسي اړیکې پر مهال یې د ښځې د نیولو لپاره کاروي. په ځینې ګروپونو کې یې نران په خپل سر کې اضافي ضمیمه یا ورپسې نښتی غړی لري.
سینه او ګېډه
د انوسټراکان د ډېرو ډولونو سینه په ۱۳ برخو وېشل شوې وي. په (Polyartemiella) کې په ۱۹ برخو او په (Polyartemia) کې په ۲۱ برخو وېشل شوې وي. وروستۍ دوه برخې یې یو بل کې فیوز شوې وي او په همدې پسې نښتي غړي د جنسي اړیکې لپاره کاروي. ډېری انوسټراکان نر او ښځه لري خو ځینې ډولونه یې له جنسي اړیکې پرته خاکي بچیان زېږوي. ګېډه یې په شپږ برخو وېشل شوې وي، په ګېډې پسې نښتي غړي نلري، پای کې یې لکۍ وي. لکۍ یې دوه څانګې لري.
داخلي اناتومي
د سر داخل کې یې دوه د هاضمې مرغړي او نرمۍ ته ورته معده موجوده وي. مرغړي یې په معده کې خالي کیږي. معده یې له اوږدې کلمې سره وصل وي کومه چې له لنډې غټې کلمې سره نښتې وي. غټه کلمه یې له لکۍ سره په مقعد پای ته رسېدلې وي. د وینې دوران یې تونل ته ورته زړه پمپ کوي. وینه یې د بدن د اوږدوالي ډېرې برخې کې جریان لري. وینه یې زړه ته نري لښتي ته ورته جوړښت راوړي. بدن کې یې دوه عصبي ریښې غزېدلې وي. د بدن په هره وېشل شوې برخه کې دوه ګانګلیا یا عصبي حجرې (ganglia) او دوه د نښتنې یا اتصال برخې (commissures) لري.
داسې ګمان کیږي چې د بدن په ټولې سطحې د ګاز تبادله کوي خو تر ډېره د ګاز تبادله په لامبو وهونکو پښو او ورسره تړاو لرونکو برانشونو کوي. د (maxillae) په لاندې برخه کې دوه مرغړي لري او د همدې مرغړیو له لارې د نایټروجن ضایع شوي بهر باسي، معمولا د یوریا شکل لري. د نایټروجن ضایعات یې تر ډېره د امونیا شکل کې وي کوم چې د لامبو وهونکو پښو او برانشونو له لارې بهر باسي.
ایکولوجي او چلند
انوسټراکان په مالګینو او بې مالګې تالابونو او بندونو کې ژوند کوي. په لنډمهاله او فصلي اوبو کې هم پیدا کیږي. لویه ډله کې د ورو خوځښت له امله د ډېرو برید کوونکو کبانو او هیلۍ شکلو مرغانو خواړه کیږي. د (Streptocephalus) په څېر نسلونه یې د ساراګانو اوبو کې هم پیدا کیږي. په خپلو فیلوپوډیا یا لامبو وهونکو پښو په څپې ته ورته خوځښت باندې لامبو وهي. د لامبو پر مهال یې ګېډه پورته او ملا لاندې لور ته وي. د الګي له سطحې، د کلکو توکو له سطحې اورګانیک توکي تراشي او ځان پرې تغذیه کوي، له دې پرته د لامبلو پر مهال د ځان تغذیه کولو لپاره اوبه فلټر کوي.
کله چې د ژوند لپاره چاپېریال ناسم وي د خپلې ودې ځنډولو (diapause) وړتیا لري – د ودې ځنډول یې بیولوجیکي خوب دی په کوم کې چې وده او میټابولېزم درېدلي وي. کله چې وده وځنډوي او میټابولېزم یې ودریږي نو له وچکالۍ، کنګل کېدو، د چاپېریال بې کچې مالګین کېدو او ماورا بنفش وړانګو سره مقاومت کولای شي. په دې حالت کې یې بادونه او د اوبو جریان د ژوند نوي چاپېریال ته هم انتقالوي. کله چې وده وځنډوي تر څو پېړیو پورې په همدې حالت کې پاتې کېدای شي. کله نا کله په رسوب کې هم مخلوط کیږي.
کارونه
کبانو ته د خوړو په توګه ورکول کیږي. له وچکالي سره مقاومت کوونکې هګۍ یې د بندونو له غاړو راټولیږي او کله یې چې هګۍ په مالګینو اوبو کې واچول شي په بچیانو بدلیږي. په متحده ایالتونو کې پرې میلیونونه ډالر سوداګري کیږي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | ارتروپوډا |
فرعي فایلم | کروستاسیا |
کلاس | برانکیو پوډا |
فرعي کلاس | سرسوسټراکا |
ډله | انوسټراکا |
په انوسټراکا ډله کې لاندې اته کورنۍ شاملې دي :
- Artemiidae
- Branchinectidae
- Branchipodidae
- Chirocephalidae
- Parartemiidae
- Streptocephalidae
- Tanymastigidae
- Thamnocephalidae
Comments
So empty here ... leave a comment!