Decapoda – لس پښي

لغوي مانا یې “لس پښي” ده. په مالاکوسټراکا کلاس کې د کلک پوستو یا کروستاسیا یوه ډله ده. ډېر یو بل ته ورته ګروپونه پکې شامل دي لکه کوني کبر چنګاښونه، استوانه اي چنګاښ، د تازه اوبو ازغي لرونکی چنګاښ، د اوبو ملخ او پران. ډېری لس پښي د مرادار شوي ژوي خوړونکي دي. په ډیکاپوډا ډله کې تقریبا ۱۵۰۰۰ ډولونه په ۲۷۰۰ نسلونو کې ډلبندي شوي. تقریبا ۳۳۰۰ فوسیلي ډولونه لري. په ټوله ډله کې تقریبا نیم یې د کوني کبر چنګاښ ډولونه دي او نور تر ۳۰۰۰ پورې د اوبو د ملخ ډولونه پکې شامل دي. تر ټولو زوړ فوسیل یې د ډیونین جیولوجیکي مودې (Palaeopalaemon) نسل دی.


اناتومي
لس پښي تر ۳۸ پورې ضمیمې یا بدن پسې نښتي غړي لرلای شي. بدن یې په برخو وېشل شوی وي او هرې برخې کې یوه جوړه ضمیمې لري. نوم یې د یونانۍ ژبې له دوه کلیمو اخیستل شوی د ډیکا (δέκα) مانا لس او د پوډ (ποδός) مانا پښې ده. په بدن پسې نښتو غړو کې یې لس ضمیمې پښې ګڼل کیږي او د سپینې په وروستیو پنځو برخو کې موجودې وي. په ډېرو لس پښیو کې یوه جوړه پښې غټ شوي پنسونه وي او د (chelae) نوم ورته اخلي نورو پښو ته یې (chelipeds) نوم اخیستل کیږي. کومې ضمیمې چې د خوړو لپاره کاروي د (maxillipeds) په نوم یادیږي. سر یې پنځه جوړه ضمیمې لري، په دې پنځه جوړو کې انتنونه، د خولې برخې او واړه انتنونه شامل وي. په ګېډه کې هم پنځه جوړه ضمیمې یا ورپسې نښتي غړي لري کوم چې د (pleopods) په نامه یادیږي. لکۍ ته یې (telson) نوم اخلي او د لکۍ برخې کې ضمیمو ته (uropods) نوم کاریږي.


ډلبندي
ډلبندي یې د برانشونو او پښو له جوړښت او د لاروا بچیانو د ودې له طریقې یا بهیر سره تړاو لري. ډیکاپوډا ډله په دوه فرعي ډلو ( Dendrobranchiata and Pleocyemata) وېشل شوې. په (Dendrobranchiata) فرعي ډله کې پراون شامل دي او په بله فرعي ډله کې نور ټول ډیکاپوډا ډلبندي شوي.

تکامل
ډیکا پوډا داورډووېشین جیولوجیکې دورې په پای کې تقریبا ۴۵۵ میلیونه کاله وړاندې رامنځته شوي. لمړی ګروپ یې پران یا (Dendrobranchiata) وو له کوم چې نور جلا شوي. بل ګروپ ته یې (Pleocyemata) نوم اخلي. وروسته په لامبو وهونکو او قدم وهونکو وېشل شوي.

کلاډو ګرام یې لاندې وګورئ


ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم ارتروپوډا
فرعي فایلم کروستاسیا
کلاس  مالاکوستراکا
له ډلې پورته ایو کاریډا
ډله ډیکاپوډا

ډلبندي

Order Decapoda

  • Suborder Dendrobranchiata
    • Penaeoidea
    • Sergestoidea
  • Suborder Pleocyemata
    • Infraorder Stenopodidea
    • Infraorder Caridea
      • Procaridoidea
      • Galatheacaridoidea
      • Pasiphaeoidea
      • Oplophoroidea
      • Atyoidea
      • Bresilioidea
      • Nematocarcinoidea
      • Psalidopodoidea
      • Stylodactyloidea
      • Campylonotoidea
      • Palaemonoidea
      • Alpheoidea
      • Processoidea
      • Pandaloidea
      • Physetocaridoidea
      • Crangonoidea
    • Infraorder Astacidea
      • Enoplometopoidea
      • Nephropoidea
      • Astacoidea
      • Parastacoidea
    • Infraorder Glypheidea
      • Glypheoidea
    • Infraorder Axiidea
    • Infraorder Gebiidea
    • Infraorder Achelata
    • Infraorder Polychelida
    • Infraorder Anomura
      • Aegloidea
      • Galatheoidea
      • Hippoidea
      • Chirostyloidea
      • Lithodoidea
      • Lomisoidea
      • Paguroidea
    • Infraorder Brachyura
      • Section Dromiacea
        • Dromioidea
        • Homolodromioidea
        • Homoloidea
      • Section Raninoida
      • Section Cyclodorippoida
      • Section Eubrachyura
        • Subsection Heterotremata
          • Aethroidea
          • Bellioidea
          • Bythograeoidea
          • Calappoidea
          • Cancroidea
          • Carpilioidea
          • Cheiragonoidea
          • Corystoidea
          • Dairoidea
          • Dorippoidea
          • Eriphioidea
          • Gecarcinucoidea
          • Goneplacoidea
          • Hexapodoidea
          • Leucosioidea
          • Majoidea
          • Orithyioidea
          • Palicoidea
          • Parthenopoidea
          • Pilumnoidea
          • Portunoidea
          • Potamoidea
          • Pseudothelphusoidea
          • Pseudozioidea
          • Retroplumoidea
          • Trapezioidea
          • Trichodactyloidea
          • Xanthoidea
        • Subsection Thoracotremata
          • Cryptochiroidea
          • Grapsoidea
          • Ocypodoidea
          • Pinnotheroidea

Comments

This post currently has one response

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons