Blue crab – نیله کوني کبر یا نیله چنګاښ

د کالینکتېس نسل (genus Callinectes) د، د چنګاښ د کورنۍ ټول هغه غړو ته وېل کیږي چې د دیکاپودا په ډله (order Decapoda) کې شامل دي او همدا ډله د فیلوم ارتروپوډا (phylum Arthropoda) په نامه هم یادیږي. دا نوم په ځانګړې توګه د کالینکتېس ساپیدوس (Callinectes sapidus) او کالینکتېس هستاتوس (Callinectes hastatus) لپاره کاریږي. د غربي اتلانتیک سمندر غاړې دخوړو وړ (edible) عام چنګاښ ګڼل کیږي. په هغو سمندر غاړو کې ژوند کول خوښوي چې لاندې خوا ته پېچومی لري، خټه لري د سیندونو یو ځای کېدو ځایونو کې هم پیدا کیږي.
 
پاسه برخه یې نیله رنګ، لاندې خوا یې سپین رنګ لري، د بدن اوږدوالی یې تر ۷.۵ سانتي متره (۳ انچه) پورې او سور یا بر یې له ۱۵ تر ۱۸ سانتي مترهپورې رسیږي. د بدن د غړو هره خوا یې بهر ته وتلي ازغي ډوله شکل لري، په یو اړخ بل اړخ له سترګو تر پای پورې د ازغیو شمېر ۸ وي. پنځه جوړه ډبلې شوې پښې لري کومې چې د لامبو وهلو وړتیا ورکوي. په مردارو شوو ژو ځان تغذیه کوي. لاروای بچیان یې د زویېل (zoeal) په نامه له څو لاروای مرحلو تېریږي. له لاروال دورې وروسته د شکل تغیر (metamorphosis) کوي تر څو د چنګاښ شکل ته بدل شي.
The Childrens Museum of Indianapolis - Atlantic blue crab
A female Atlantic Blue Crab (Callinectes sapidus) in the permanent collection of The Children’s Museum of Indianapolis By Wendy Kaveney

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons