اولم – Olm

د ډول نوم یې پروتوس انګینوس (Proteus anguinus) دی، د پروتیدای کورنۍ (family Proteidae) لټکې دي او د کوداتا ډله (order Caudata) کې شاملې دي. د ادریاتیک ساحلونو په هغو سیمو کې ژوند کوي چې اوبه یې د ځمکې لاندې وي او یا د کارېز بڼه ولري.
 
بدن یې رنګ نلري ( د بدن رنګدانه یې له منځه تللې وي). سترګې یې له روښنایي سره حساسیت لري او په پوستکي پوښل شوې وي. د لاروای دورې ځینې ځانګړنې په ځان کې ساتي لکه: برانشونه او وړې پښې. د بدن کچه یې تر ۳۰ سانتي متره (۱۲ انچه) پورې رسیږي. ډبل اوربوز، بې رنګه بدن، سره برانشونه او نری سر لري.
 
P anguinus-head1
Olm (Proteus anguinus) By Arne Hodalič

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons