Irenomys – ایري نومیس

د چیل ختونکې مږه (Chilean climbing mouse)، د چیل د ونې مږه (Chilean tree mouse)، اوږد پښۍ ایري نومیس مږه (long-footed irenomys) نومونه هم ورته اخلي. شخوند وهونکی ژوی ده په چیل کې پیدا کیږي. غټه مږه ده، اوږده لکۍ لري، نرم ګڼ وېښته لري. د ډول علمي نوم یې (Irenomys tarsalis ) ده. د ایري نومیس نسل (Irenomys) یوازینۍ ډول ده. واښه خوړونکې او په ونو کې ژوند کوونکې ده. له نورو ډولونه سره زیات توپیر لري او له همدې امله په ۱۹۱۹ کې په جلا نسل کې ډلبندي شوه. د نسل نوم یې یونانۍ کلیمه ده او د (εἰρήνη – iren) مانا سوله ده کومه چې په ۱۹۱۹ کې له لمړۍ نړیوالې جګړې وروسته سولې ته رجوع کوي.
 
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ کریسېټیډای
فرعي کورنۍ سیګمودون تینای
نسل ایري نومیس

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons