Malabar spiny dormouse – مالابار په ژمي کې خوب کوونکې اغزنه مږه

د پلاتاکانټومي ایډای کورنۍ (family Platacanthomyidae) غړې ده. د ډول علمي نوم یې (Platacanthomys lasiurus) ده. اصلي یې د هند لوېدیځ غاټ ده. د پلاتاکانتومیس نسل (Platacanthomys) یوازینی ډول ده کومه چې په ژمي کې خوب کوونکو مږو ته ورته والی لري خو په ژمي کې له خوب کوونکو مږو سره کوم نږدې تړاو نلري. په ګڼو ځنګلونو کې د ونو په غارونو کې، په کوچنې ډله کې ژوند کوي. د شپې لخوا ژوند کوونکې او میوه خوړونکې (frugivorous) ده. تر څلورو پورې بچیان زېږوي. سر او تنه یې تر ۵ انچه او لکۍ تر ۴ پورې اوږدیږي. یو څو خو ډېر اوږده برېتونه لري. لکۍ یې وېښته لري او پای کې ببره وي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ پلاتاکانټومي ایډای
نسل  پلاتاکانتومیس
Malabar spiny dormouse
Malabar spiny dormouse (Platacanthomys lasiurus) photographed in Chalakudi reserve forest. Photo by Kalyanvarma

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons