Giant white-tailed rat – غټ سپین لکی موږک

د ډول علمي نوم یې (Uromys caudimaculatus) دی. د استرالیا شخوند وهونکی ژوی دی اصلي ځای یې د استرالیا د کوین لنډ معتدل باراني ځنګلونه دي. په نیو ګیني او ارو ټاپو کې هم پیدا کیږي. وزن یې تر یو کیلو ګرام پورې رسیږي. د تنې پاسه برخه یې خړه نسواري او د تنې لاندې برخه یې کریمي سپینه وي. لکۍ یې لوڅه او د پای خوا یې سپین رنګ لري. د مثل تولید په اکتوبر او نومبر کې پیل کوي خو په ډسمبر او جنورۍ کې زیاتیږي. د بلاربښت له ۳۶ ورځو وروسته له دوه تر درې پورې بچیان زېږوي. بچیان یې تر درې میاشتو پورې له مور سره پاتې کیږي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ مورینای
نسل یورومیس

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons