Muennink’s spiny rat – د مونېنک اغزن موږک

بل نوم یې اوکیناوا اغزن موږک (Okinawa Spiny Rat) دی. د ډول علمي نوم یې (Tokudaia muenninki) دی . په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. اصلي ځای یې د جاپان اوکیناوا ټاپو دی. د پراخو پاڼو لرونکو په لندو ځنګلونو کې ژوند کوي. د سمندر له سطحې په ۳۰۰ متره لوړه سیمه کې د ټاپو په شمال کې پیدا کیږي. د سر او تنې اوږدوالی یې ۷ انچه او د لکۍ ۵ انچه پورې وي. د تنې د پاسه برخه رنګ یې نسواري او د تنې د لاندې برخې خړ وي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
نسل توکوډایا

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons