Pseudomys – پسیدومیس

د نسل د نوم (Pseudomys) مانا یې غېرې رښتینې یا کاذبې مږې دي په ساده پښتو کې یې مانا “موږک ته ورته” ده. د شخوند وهونکو نسل دی. مختلف ډوله مږې پکې شاملې دي. د ټولو اصلي ځای استرالیا او نیو ګیني دی. تی لرونکي ژوي دي کومو چې پرته له انساني مرستې او ګډون استرالیا ته داخلې شوي. په نسل کې مختلف ډولونه شامل دي او په عمومي توګه یې تشرېح کول ستونزمنه چاره ده. له ۱۲ تر ۹۰ ګرامه پورې وزن کوي. په مختلفو چاپېریالونو کې ژوند کوي له باراني ځنګلونو تر هوارو دښتو او وښیزو سیمو پورې پیدا کیږي. د شپې لخوا فعالې یا ژوند کوونکې دي او ورځ په خپلو سوریانو کې تېروي.
 
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ مورینای
نسل پسیدومیس
په پسیدومیس نسل کې لاندې ډولونه شامل دي
Nat mouse - Christopher Watson
Sandy Inland Mouse (Pseudomys hermannsburgensis), Northern Territory, Australia. Photo by Christopher Watson (http://www.comebirdwatching.blogspot.com/)

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons