Brown rat – نسواري موږک
د ډول علمي نوم یې (Rattus norvegicus) دی. نور عام نومونه یې (common rat, street rat, sewer rat, Hanover rat, Norway rat, Norwegian rat, Parisian rat, water rat or wharf rat) دي. په ټوله نړۍ کې په دوېمه کچه زیات پېژندل شوی او پرېمانه پیدا کېدونکی موږک دی. د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۲۸ سانتي متره پورې وي، لکۍ یې کمه اندازه له تنې څخه لنډه وي. د بدن رنګ یې خړ یا نسواري وي. له ۱۴۰ تر ۵۰۰ ګرامه پورې وزن کوي. اصلي ځای یې د چین شمال دی خو اوسمهال پرته له انترکتیکا ټولې نړۍ ته خپاره شوي. په اروپا او شمالي امریکا کې هم خورا زیات دي. نسواري موږک په هر هغه ځای کې ژوند کوي چېرې چې انسان موجود وي په ځانګړې توګه په ښاري سیمو کې. له نسواري موږک څخه دوه رګه نسلونه هم اخیستل شوي چې ځینې یې په لابراتوار کې د څېړنو لپاره کاریږي او ځینې د کورني ژوي په توګه په کورونو کې ساتل کیږي. سپین موږک هم د نسواري موږک نسل ده او په په بیولوجیکي څېړنو کې کاریږي.
عام نوم یې څو ځلې بدل شوی تر ټولو لمړی نوم یې هانور موږک (Hanover rat) وو، په ۱۸ پېړۍ کې خلکو له (House of Hanover) پیدا شوو ستونزو ته تړاو ورکوه. دوېم نوم یې د ناروې موږک ده. د انګلستان په طبیعي فلسفې باورمند (John Berkenhout) ګمان کوه چې نسواري موږک د ناروې له بېړیو انګلستان ته انتقال شوی او په خپل کتاب (Outlines of the Natural History of Great Britain) کوم چې په ۱۷۲۸ کې خپور شوی نسواري موږک ته نارویجی موږک نوم کارولی. خو اصلي ځای یې د چین شمال ده.
نسواري موږک د لامبو وهلو ښه وړتیا لري د اوبو د سطحې له پاسه او لاندې لامبو وهلای شي. په نریو سیخانو باندې د ختلو پر وخت هم لیدل شوی. د سوریانو وېستلو کې ښه وړتیا لري او پراخې اوږدې سمڅې باسي. په ۲۰۰۷ کې څېړنو ښودلې چې نسواري موږک د خپل فکر په اړه فکر کولای شي کومه چې یوه ذهني وړتیا ده او یوازې په انسان او لمړنیو ژو کې وي.
نسواري موږک هر څه خوړونکی ده. هر څه چې پیدا کړي نو خپل خواړه یې ګڼي مګر غله یې د خوړو بنسټیزه برخه جوړوي. په ۱۹۶۴ کې د ژو د چلند ټولنه دې پایلې ته ورسېده چې د نسواري موږک تر ټولو خوښ خواړه د هګیو پاخه شوي زیړ، مکروني، پنیر، خامې ګازرې او د زېړ جوار پخې شوې دانې دي.
نسواري موږک د کال په اوږدو که چېرې مناسب وضعیت وي هر وخت د مثل تولید کولای شي. په یو کال کې تر پنځه ځله پورې بچیان زېږوي. د بلابښت موده یې تر ۲۱ ورځو پورې وي او په هر ځل کې تر ۱۴ پورې بچیان زېږوي. بچیان یې جنسي بلوغ ته په پنځه اوونیو کې رسیږي. که چېرې یې محاسبه وکړو نو له ۲ نسواري موږکانو په یو کال کې تر ۱۵۰۰۰ پورې غړي پیدا کېدلای شي. ځکه چې یوه جوړه یې په پنځه اوونیو کې جنسي بلوغ ته رسیږي او درې اوونۍ یې د بلاربښت موده وي او هر ځل تر ۱۴ پورې بچیان زېږوي خو د دې چارې لپاره باید مناسب وضعیت کې واوسي. ډېر غړي یې د ښکاري ژو لخوا مړه کیږي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | موریډای |
فرعي کورنۍ | مورینای |
نسل | راټوس |
Comments
So empty here ... leave a comment!