Nature – طبیعت
طبیعت او طبیعي کلیمې دواړه هغه څه ته کاریږي چې انسان نه وي جوړ کړي، لکه هوا، ژوندي غړي، د ځمکې مختلف شکلونه، اسماني تنې او داسې نور ټول دطبیعت برخې دي. ساینس پوهان د طبیعت د اجزاو یا برخو فعالیت مطالعه وي. کوم توکي چې انسان جوړ کړي وي مصنوعي ورته وېل کیږي.
طبیعي ساینسونه د طبیعت مختلفې برخې مطالعه کوي د بېلګې په توګه د ایکولوجي ساینس یا د ژوند لپاره د چاپېریال ساینس په مجموعي توګه د ژو او بوټو په اړه ده خو په ورته وخت کې بیولوجي هر ژوندی مطالعه کوي.
له یو لرلید څخه انسانان د طبیعت لمړۍ بېلګه ده په ځمکه کې تر هر ژوندي غړي په پراخه کچه مطالعه شوي. انسانان په خپل طبیعي چاپېریال کې په با ثباته توګه له یو بل سره خبرې اترې او تعامل یا ګډون کوي. په طبیعت کې هر څه له دوړو نیولې تر هوا او ځمکې پورې پر یو بل متکي یا له یو بل سره تړاو لري. همداسې طب د انسان روغتیا او ناروغي مطالعه کوي.
له بل لرلید څخه انسان او طبیعت یو بل سره په شخړه یا تضاد کې دي. طبیعت د انسان په لرلید کې یوه طبیعي سرچینه ده. خلک ونې پرې کوي، د ډبرو کانونه را سپړي، فصلونه کري، اورونه لګوي، شرکتونه جوړوين لوګی تولیدوي او زیات ځایونه وېجاړوي. ځینې خلک د طبیعت د ویجاړونې مخالف دي خو ځینې خلک کوم چې د طبیعت له وېجاړونې ګټه اخلي او د ګټې لپاره یې طبیعي سرچینه ګڼي د خپلو کړنو د جایز ګڼلو لپاره مبارزه کوي. په عصري نړۍ کې په لویو ښارونو کې دا ستونزه ډېره جدي ده. د طبیعت پراخه مانا په مجموعي توګه ټوله فزیکي نړۍ ده. د طبیعت کلیمې پورته تعریف په ۱۴۷۷ کې شوی.
Comments
So empty here ... leave a comment!