Target rat

په سټوکومیس نسل (genus Stochomys) کې یوازینی غړی دی. د ډول علمي نوم یې (Stochomys longicaudatus) دی. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په بېنین، کامېرون، مرکزي افریقا، کونګو، استوایي ګیني، ګابون، نایجریا، ټوګو او یوګاندا کې پیدا کیږي. د معتدلو او نیمه معتدلو د ټیټو ځمکو په لندو ځنګلونو کې ژوند کوي. خواړه یې په ځمکه غورزېدلي مغزي، د تل شنو بوټو پاڼې او ځینې حشرې دي. د شپې لخوا ژوند کوونکی دی. د کال په اوږدو کې هر وخت د مثل تولید کوي. د بدن له وروستۍ برخې یې برېتو ته ورته وېښته پورته شوي کوم چې غشي ته ورته والی لري او له همدې پرې هدف موږک نوم ایښودل شوی.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ مورینای
نسل سټوکومیس
Share
Hide Buttons