Chordate – کورډېټ

کورډېټ هر هغه ژوی ده چې په کورډاټا فایلم کې شامل وي. کورډېټ نوټوکورډ لري – نوټوکورډ د کرپندوکي یا غضروف اسکلیټي راډ ده او په ټولو جنیني او ځینې بشپړ ودې ته رسېدلو کورډېټ ژو کې د بدن ملاتړ کوي. له دې پرته لکۍ لري، د عصابو خالي وروستی تار لري، د حلق چاودونه لري، د خوړو د فلټر لپاره د (endostyle) لري. ټول کورډېټ ډیوټروسټوم (deuterostomes) دي – ډیوټروسټوم یونانۍ کلیمه ده او مانا یې دوېمه خوله ده د رتبې ټاکنې لفظ ده او د سوپر فایلم ژوي پکې شامل دي کورډېت ځکه ډیوټروسټوم دي ځکه چې په جنیني موده کې یې تر خولې مخکې مقعد وده کوي. کورډېت دوه اړخیزه متقارن (bilaterally symmetric) دي مېټامېریک وېش او داخل کې جوف لري، دوراني سیستم لري. په شمزي لرونکو کورډېټ کې نوټوکورډ په تدریجي توګه له ودې کولو سره په شمزي بدلیږي.
 
په ډلبندۍ کې په کورډاټا فایلم کې لاندې یاد شوي څو فرعي فیلا (subphyla) شامل دي – فرعي فیلا له فایلم لاندې او له کلاس پورته وي.
۱ – شمزي لرونکي (Vertebrata) په کوم کې چې کبان، دوه ژواکي، خزنده ګان، مرغان او تی لرونکي دي.
۲ – ټونیکېټ ژوي یا ټونیکاټا سمندري پوښ لرونکي بې شمزي په کوم کې چې سالپ (salps) او سمندري تونل لرونکي بې شمزي (sea squirts)
۳ – سېفالوکورډاټا (Cephalochordata) په کوم کې چې امفایوکسېس – نیزه کب – نیزې ته ورته کب شامل ده درېواړه یو نوم ده انګرېزۍ کې ورته (lancelets) وایي.
۴ – همداسې له منځه تللي ژوي لکه ویتولیکولیا (Vetulicolia) هم پکې شامل دي.
شمزي لرونکي ځینې وخت د کلېډ کرانیاتا (clade Craniata) یا د سر کوپړۍ لرونکو فرعي ګروپ ګڼل کیږي په کوم کې چې هغه کورډېټ شامل دي چې د سر کوپړۍ لري. ټونیکاټا او کرانیاټا دواړه د اولفکټور کلېډ (clade Olfactores) جوړوي.
 
کورډېټ تر ۶۵۰۰۰ زیات په اوسمهال کې ژوندي ډولونه لري په کوم کې چې نیم هډوکي لرونکي کبان دي. انسان او د نړۍ تر ټولو لوی او چټک ژوی نیله نهنګ هم کورډېټ دي. فوسیلي کورډېټ د کمبرین دورې تر چاودنو پورې پېژندل شوي.

Phylum Chordata

  • †Vetulicolia
  • Subphylum Cephalochordata
    • Class Leptocardii
  • Clade Olfactores
    • Subphylum Tunicata
      • Class Ascidiacea
      • Class Thaliacea
      • Class Appendicularia
      • Class Sorberacea
    • Subphylum Vertebrata
      • Infraphylum incertae sedis Cyclostomata
        • Superclass ‘Agnatha’ paraphyletic
          • Class Myxini
          • Class Petromyzontida or Hyperoartia
          • Class †Conodonta
          • Class †Myllokunmingiida
          • Class †Pteraspidomorphi
          • Class †Thelodonti
          • Class †Anaspida
          • Class †Cephalaspidomorphi
      • Infraphylum Gnathostomata
        • Class †Placodermi
        • Class Chondrichthyes
        • Class †Acanthodii
        • Superclass Osteichthyes
          • Class Actinopterygii
          • Class Sarcopterygii
        • Superclass Tetrapoda 
          • Class Amphibia
          • Class Sauropsida 
          • Class Synapsida

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons