نور نومونه یې (African mole-rat, or Hottentot mole-rat) دي. د ډول علمي نوم یې (Cryptomys hottentotus) دی. په باتي اېرجیدای کورنۍ (family Bathyergidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په سوېلې افریقا، تانزانیا، زامبا او زمبابوې کې پیدا کیږي. د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۱۶ سانتي متره او د لکۍ تر ۴ سانتي متره پورې رسیږي. د بدن رنګ یې خړ یا نسواري وي. خپل د ثنایا غاښونه د دفاع، د ځمکې کیندلو او خوړو لپاره کاروي. په سپتمبر او اکتوبر کې د مثل تولید کوي. د بلاربښت موده یې تر ۸۱ ورځو پورې ده او تر پنځو پورې بچیان زېږوي.
Post Views: 143
Comments
So empty here ... leave a comment!