Giant anteater – غټ مېږی خور

د ډول علمي نوم یې (Myrmecophaga tridactyla) ده. بل نوم یې (ant bear) ده. غټ حشره خوړونکی ژوی ده . اصلي ځای یې مرکزي امریکا او د امریکا سوېل ده. د مېږي خورو په اوسمهال کې ژوندی ډول ده او په پیلوسا ډله کې له سلوت سره ډلبندي شوی. په ځمکه ژوند کوونکی ده. د بدن اوږدوالی یې له ۱۸۲ تر ۲۱۷ سانتي متره پورې او وزن یې له ۳۳ تر ۴۱ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
 
په مختلفو چاپېریالونو کې لکه باراني ځنګلونو کې، وښیزو دښتو کې ژوند کوي. خواړه په خلاصو بې ځنګلو سیمو کې لټوي خو ارام په ځنګلونو کې کوي. په خپلو تېرو منګولو د حشرو ځالې را سپړي او په خپلې اوږدې چونجي ته ورته ژبې یې راغونډوي. یوازې ژوند کوونکي دي خو د جنسي نزدیکت پر وخت خپله کې نر او ښځه جوړه ژوند کوي. نران یې پر یو بل برید کوونکي دي په ځانګړې توګه دجنسي نزدیکت پر وخت برید کوونکی چلند اختیار کوي. مور یې واړه بچیان تر هغو په ملا ګرځوي تر څو یې چې له ځانه جلا کوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله پیلوسا
کورنۍ میرمیکوفاجیدای
   نسل میرمیکوفاګا

Myrmecophaga tridactyla - Phoenix Zoo
Myrmecophaga tridactyla – Phoenix Zoo By Dave Pape
Myrmecophaga tridactyla -Detroit Zoo, Michigan, USA-8a
A Giant Anteater sticking his tongue out at Detroit Zoo, Michigan, USA. Photo by Ellen from Ann Arbor, MI, USA
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons