Brush-furred mouse – بورس ته ورته وېښته لرونکې مږه

بورس ته ورته وېښته لرونکې مږې د لوفورومیس نسل (genus Lophuromys) جوړوي. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې شخوند وهونکي ژوي دي. د سهارا په سوېل کې پیدا کیږي. د مالیکولي څېړنو پر بنسټ په ډیومي اینای فرعي کورنۍ کې ډلبندي شوي. نور عام نومونه یې (brush-furred rats, harsh-furred rats or coarse-haired mice) دي.
 
شخ بورس ته ورته وېښته لري. په هر ډول کې یې رنګ توپیر لري. ډېر ډولونه یې په بدن کې څرګند ټپونه لري لکه چاودې شوي غوږونه او یا پرې شوې لکۍ. ډېر وخت خپله لکۍ چې په اسانۍ ماتېدونکې ده له ښکاري ژو د تېښتې لپاره کاروي. لکۍ یې د بیا ودې وړتیا نلري. یوازې ژوند کوونکې دي او که چېرې دوه سره یو ځای کړل شي خپله کې جنګ کوي او ممکن له همدې امله تل په خپل بدن باندې ټپونه لري. په بند ساتل شوي ځای کې تر ۳ کالو پورې ژوند کولای شي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ ډیومي اینای
نسل لوفورومیس
په لوفورومیس نسل کې لاندې ډولونه شامل دي

Genus Lophuromys – brush-furred mice

Lophuromyssikapusi
Lophuromys sikapusi Photo by Sierra Leone.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons