Family – کورنۍ

په بیولوجیکي ډلبندۍ کې د ډلبندۍ رتبه ده. د لاتینۍ ژبې له (familia) اخیستل شوی کلیمه ده په لاتینۍ ژبه کې یې جمع (familiae) دی. په ډلبندۍ کې له ډلې لاندې او له نسل پورته وي. که چېرې یوه کورنۍ په فرعي کورنیو (subfamily) وېشل شوې وي نو فرعي کورنۍ د کورنۍ لاندې او د نسل له پاسه ځای کیږي. د کورنۍ نوم یا یو ځانګړی نوم وي او یا هم د همدې کورنۍ د یوه غړي نوم وي. ځینې کورنۍ ډېرې ژر په نړیواله کچه پېژندل کیږي، ځینې د نورو لخوا نه منل کیږي او د پېژندنې لپاره یې نور تازه مالومات خپروي.
 
د مرخیړیو او الګي کورنۍ په (aceae) وروستاړي پای ته رسېږي خو استثنا هم لري لکه (Compositae and Gramineae). په زولوجي کې د ژو د کورنۍ نومونه په (idae) وروستاړي پای ته رسېدلي وي. په لمړي ځل باندې د فرانسې بوټپوه پییر منګول (Pierre Magnol) په خپل کتاب کې په ۱۶۸۹ کال کې د کورنۍ اصطلاح کارولې.
File:Biological classification L Pengo vflip.svg

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons