Armadillo – ارمادیلو

ارمادیلو په هسپانوۍ ژبه کې کوچني زغره لرونکي ته وايي. په دوه کورنیو کې ډلبندي شوي. تی لرونکي ژوي دي. په جنوبي او مرکزي امریکا کې ژوند کوي. په هوارو شنو سیمو کې پیدا کیږي. په ملا باندې له هډوکي جوړ قاب، کاسه یا کاراپاس لري. کاراپاس ېې ټول بدن پوښلی لکۍ، سر او پښې هم پرې پوښل شوي وي. کاراپاس یا زغره یې د قاتېدو وړ ده. د ځینو ډولونو کاراپاس په درې برخو کې، د ځینو په شپږو او د ځینې ډلونو په نهه برخو کې قاتیږي.
 
نسواري رنګه ژوي دي، ځواکمنې منګولې لري، د خوګ په څېر ساده غاښونه لري، غاښونه ېې پوښ یا اینامېل نلري. د بدن کچه ېې له یو بل سره توپیر لري. د امریکا ارمادیلو د کوم چې کاراپاس په نهو برخو کې قاتیږي اوږوالی ېې تقریبا تر ۷۶ سانتي متره پورې رسیږي. په ارچنټینا کې د کلیمفوروس تروکاتوس په نامه ۱۶ سانتي متره (۶ انچه) پورې اوږدوالی لري. د پریوډونټس مکسیموس په نامه چې د امزون په هوارو شنو کې ژوند کوي تر ۱.۵ متره پورې اوږده پیدا کیږي او وزن ېې تر ۳۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
 
ارمادیلو یواځې، جوړه یا په وړو ډلو کې ژوند کوي. په شپه کې له خپلو سمڅو بهر ته راوځي او خپل د وږم یا بوي حس د خوړو پیدا کولو لپاره کاروي. خواړه ېې د اوبو سپی او نورې حشرې دي، له دې پرته شنه واښه هم خوري. ارمادیلو د ورځې رڼا په خپلو سمڅو کې تېروي. سمڅې ېې تقریبا ۱.۵ متره ځمکې کې ژورې وي او د سمڅو اوږدوالی ېې تر ۶ مترو پورې رسیږي. سمڅې یې تر ۱۲ پورې لارې لري، هر یو ډول ېې د خپل بدن د کچې په اندازه پراخې سمڅې جوړوي.
 
ډېر خلک ارمادیلو ته د یو ورانکاري ژوي نظر کوي. د جنوبي امریکا په ډېرو سیمو کې یې غوښه د خوړو وړ ګڼل کیږي. د کوم ارمادیلو چې په نهو برخو کې د بدن کاراپاس قاتیږي د جذام ناروغۍ (د پوستکي ناروغي د کومې له امله چې پوستکی ټپ اخلي او ټپ په بدن کې پراخیږي) په څېړنو کې کاریږي.
 
که چېرې خطر احساس کړي خپلو سمڅو ته د ننوتلو هڅه کوي. که چېرې له خپلو سمڅو لرې وي سم د لاسه د بدن هغه برخې چې زېان منونکې دي په کاراپاس کې پټوي. د کوم بدن ېې چې په درې برخو کې قاتیږي له خپل بدن نه د توپ په څېر شکل جوړوي. ارمادیلو له برید کوونکو ښکاري ژو سره مختلفې ستراتیژۍ کاروي: که په خپله سمڅه کې وي یا په پنجه وار کوي او یا له سمڅې تېښته کوي. د کوم چې کاراپاس په نهو برخو کې قاتیږي که برید کوونکو سره مخ شي خپل ځان لکه مړ داسې کړي خو که چېرې د خلاصون لار نه وي نو ډېرې قوي لغتې وهي. ارمادیلو چې کله له اوبو سره مخ شي کوښښ کوي چې په اوبو کې قدم ووهي خو که چېرې اوبه ژورې نو ژوره ساه اخلي او له اوبو تېروځي.
د تازه پیدا شویو بچیانو پوستکی ېې نرم وي او له پېدا کېدو څو ساعته وروسته د قدم وهلو وړتیا لري. له ۱۲ تر ۱۵ کالو پورې ژوند کوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
له ډلې پورته ډله زېنار ترا
ډله سینګولاتا
کورنۍ ډاسي پوډي ایډای
کلامي فور ایډای

ارمادیلو په لاندې دوه کورنیو کې سره وېشل شوي

Family Dasypodidae

  • Subfamily Dasypodinae
    • Genus Dasypus
      • Nine-banded armadillo or long-nosed armadillo, Dasypus novemcinctus
      • Seven-banded armadillo, Dasypus septemcinctus
      • Southern long-nosed armadillo, Dasypus hybridus
      • Llanos long-nosed armadillo, Dasypus sabanicola
      • Greater long-nosed armadillo, Dasypus kappleri
      • Hairy long-nosed armadillo, Dasypus pilosus
      • Yepes’s mulita, Dasypus yepesi
      • Beautiful armadillo, Dasypus bellus
    • Genus Stegotherium

Family Chlamyphoridae

  • Subfamily Chlamyphorinae
    • Genus Calyptophractus
      • Greater fairy armadillo, Calyptophractus retusus
    • Genus Chlamyphorus
      • Pink fairy armadillo, Chlamyphorus truncatus
  • Subfamily Euphractinae
    • Genus Chaetophractus
      • Screaming hairy armadillo, Chaetophractus vellerosus
      • Big hairy armadillo, Chaetophractus villosus
      • Andean hairy armadillo, Chaetophractus nationi
    • Genus Macroeuphractus
    • Genus Paleuphractus
    • Genus Proeuphractus
    • Genus Doellotatus
    • Genus Peltephilus
      • Horned armadillo, Peltephilus ferox
    • Genus Euphractus
      • Six-banded armadillo, Euphractus sexcinctus
    • Genus Zaedyus
      • Pichi, Zaedyus pichiy
  • Subfamily Tolypeutinae
    • Genus Kuntinaru
    • Genus Cabassous
      • Northern naked-tailed armadillo, Cabassous centralis
      • Chacoan naked-tailed armadillo, Cabassous chacoensis
      • Southern naked-tailed armadillo, Cabassous unicinctus
      • Greater naked-tailed armadillo, Cabassous tatouay
    • Genus Priodontes
      • Giant armadillo, Priodontes maximus
    • Genus Tolypeutes
      • Southern three-banded armadillo, Tolypeutes matacus
      • Brazilian three-banded armadillo, Tolypeutes tricinctus
Nine-banded Armadillo
A Nine-banded Armadillo in the Green Swamp, central Florida. Image source: http://www.birdphotos.com

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons