Common gundi – عام ګنډي

د ډول علمي نوم یې (Ctenodactylus gundi) دی. په سي تینودکتیلیدای کورنۍ (family Ctenodactylidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی په الجیریا، مراکش، لیبیا او تونس کې پیدا کیږي. په لمړي ځل په ۱۹۰۸ کې چارلیز نیکول او لویيز مانسو مطالعه کړی. له ۱۶ تر ۲۰ سانتي متره پورې اوږدیږي او وزن یې تر ۱۸۵ ګرامه پورې رسیږي. شکل یې د ګیني خوګ ته ورته دی. د بدن غړي یې لنډ دي، پراخ غوږونه او غټې سترګې لري. هره پښه یې څلور ګوتې او تېرې منګولې لري او بې ریښو غاښونه لري.
 
د ورځې لخوا فعال یا ژوند کوونکی (diurnal) او واښه خوړونکی (herbivorous) دی. په وچو ډبریزو سیمو کې ژوند کوي. د ډبرو په چاودونو کې خپل استوګنځای جوړوي. استوګنځای یې ډېر وخت موقتي وي. خواړه یې پاڼې، ګلان، ډډونه یا ډنډري او تخمونه دي کوم چې په اسانه نه موندل کیږي او له همدې امله خوړو پسې تر ډېر لرې تګ کوي. په ساراګانو کې لکه د نورو شخوند وهونکو په څېر له خپلو خوړو د اوبو اړتیا نه پوره کوي او نه هم لکه د نورو شخوند وهونکو په څېر خواړه ذخیره کوي.
 
په سهار کې ځانته د لمر پیتاوی ورکوي کله چې تودوخه له ۲۰° C زیاته شي نو خوړو پسې تګ کوي او کله چې تودوخه تر ۳۲° C پورې ورسیږي نو د ډبرو په غارونو کې پټیږي خو د غرمې پای کې چې کله تودوخه کمه شي بیا ځلې په خوړو پسې تګ کوي. له ۹ تر ۱۲ میاشتو پورې عمر کې جنسي بلوغ ته رسیږي. د بلاربښت موده یې ۵۷ ورځې ده. تر دوه پورې بچیان زېږوي او له څلور اوونیو وروسته یې مور جلا کوي. د سیمې ټاکونکي ژوي دي او تر ۱۰ پورې غړي په یوه ځانګړې ټاکلې سیمه کې ژوند کوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
له ډلې لاندې ډله سي تینو دکتیلومورفي
کورنۍ سي ټېنو ډکټیلیډای کورنۍ
نسل سي تینو دکتیلوس

File:Gundi Ctenodactylus gundi 051117 2.jpg

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons