Air-to-air missile – له هوا نه هوا ته توغول کېدونکی توغندی
هغه توغندی دی چې په هوا کې له یوې الوتکې توغول کیږي تر څو بله الوتکه نسکوره کړي. په انګرېزۍ کې یې لنډیز (AAM) دی. یو یا څو د راکټ موټورونه لري. د راکټ انجن یې جامد سونګ توکي لري خو په ځینو کې مایع سونګ توکي هم کارېدلي. رمجېټ انجن کوم چې په میټیور توغندي کې هم کارېدلی، د مخکې توغېدو په څېر راڅرګندیږي، وروسته د منځنۍ کچې توغندی فعالوي تر څو لوړ سرعت ولرلای شي.
له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي په دوه ګروپو کې وېشل شوي یو تر ۱۶ کیلو متره پورې واټن کې بله الوتکه په نښه کولای شي او د لنډ واټن توغندي ګڼل کیږي او د سترګو د لید په حدودو کې هدف ویشتلای شي. دې ډول توغندیو ته د (dogfight) نوم هم اخیستل کیږي او د واټن پر ځای یې چټکۍ ته ډېر پام شوی وي. زیات یې په انفرارېډ هدایت کېدونکي دي او د تودوخې تعقیب کوونکي ګڼل کیږي په انګرېزۍ کې یې لنډیز (SRAAMs or WVRAAMs) دی.
دوېم ګروپ د منځني او اوږد واټن له هوا نه هوا ته توغول کېدونکي توغندي دي په انګرېزۍ کې یې لنډیز (MRAAMs or LRAAMs) دی. په رادار باندې هدایت کیږي او د لید له حدودو بهر هدف په نښه کوي. په اوس وخت کې یې ډېر ډولونه تولید شوي په ډېرو کې یې (inertial guidance) هدایت کوونکی سیستم کارېدلی.
په توغندیو کې درې ډوله سروکي چاودېدونکی سروکی، په پرچو بدلېدونکی سروکی او راډ سروکی (blast warhead, fragmentation warhead, or continuous rod warhead) کاریږي او یا د درېواړو ترکیب وي تر څو یې چاودنه د مخالف لوري الوتکه ویجاړه کړي. د سروکي د چاودولو لپاره دوه ډولوه فیوزونه کاریږي یو ډول یې (proximity fuze or by an impact fuze) دي یو یې (proximity fuze) په اتومات ډول کله چې موخې ته ورسیږي سروکی چاودوي او بل ډول یې (impact fuze) دي کوم چې له ضربې یا لګېدنې وروسته سروکی چاودوي. په ډېرو کمو له هوا نه هوا ته توغول کېدونکو توغندیو کې اټومي سروکي هم نصب شوي لکه په (AIM-26 Falcon) کې خو تر اوسه په هېڅ جګړه کې ندي کارېدلي.
له هوا نه هوا ته د توغول کېدونکي توغندي هدایت
توغول شوی توغندی خپل هدف د رادار او یا انفراریډ په مرسته پیدا کوي خو کم شمېر توغندي خپل هدف د لایزر او یا اپتیکي تعقیب (optical tracking) په مرسته پیدا کوي. په رادار هغه توغندي هدایت کیږي چې د منځني یا اوږد واټن توغندي وي کوم هدف چې د انفراریډ لپاره ډېرضعیفه ښکاري. په رادار هدایت کېدونکي توغندي درې ډولونه لري فعال نیمه فعال او غېرې فعال (active, semi-active, and passive).
فعال په رادار هدایت کېدونکي توغندي په خپل ځان کې د رادار سیستم لري کوم چې خپله هدف پیدا کوي او تعقیب کوي. او د (chaff or electronic counter-measures) په څېر جلا سیستمونه کاروي. دا ډول توغندي له ډېر لرې واټن څخه هم کارېدلای شي که چېرې دوه الوتکې یو بل سره کم واټن کې وي په توغندي کې د (fire-and-forget) سیستم الوتکې ته اجازه ورکوي چې بل هدف تعقیب کړي او یا د توغندي له توغولو وروسته له سیمې تېښته وکړي ځکه چې توغندی خپله هدف پیدا کوي او تعقیبوي. همداسې که چېرې د توغندي له حدودو هدف شوې الوتکه بهر وي او الوتکه نشي کولای دې حدودو ته داخله شي نو توغندی له فیر کېدو وروسته خپله خپل هدف پیدا کوي.
په انفراریډ هدایت کېدونکي توغندي تودوخه تعقیبوي خو په باران یا وریځ کې خپل هدف سم نشي پیدا کولی خو په عصري الوتکو کې بیا سیستم کې تر یوې کچې تغیر راوستل شوی.
په وروستیو کې اسرایلو (Electro-optical) سیستم جوړ کړ کوم چې لمړی هدف پیدا کوي او له هغې وروسته د الوتکې هره برخه په نښه کولای شي همداسې کروز توغندي هم ویشتلی شي خو په لار کې یې وریځ مخه نیولای شي.
د لمړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د دوه وزرو لرونکو الوتکو په وزرو کې (Le Prieur rockets) نا هدایت کېدونکي توغندي نصب کېدل او په برېښنایي توګه به فیر کېدل په ځانګړې توګه د څار بالونونه پرې ویشتل کېدل. په دوېمه نړیواله جګړه کې جرمني د توغندیو د تولید لپاره محدودې هڅې وکړې چې پایله یې د هدایت وړتیا نلرونکي توغندي لکه (R4M) او د هدایت کېدو وړ توغندي لکه ( Ruhrstahl X-4) شول.
له جګړې وروسته څېړنو کې د انګلستان هوایي ځواک (Fairey Fireflash) توغندي په ۱۹۵۵ کې جوړ کړل خو پایله یې بریالۍ نه وه. همداسې د متحده ایالتونو سمندري ځواک او هوايي ځواک په ۱۹۵۶ کې د هدایت کېدو وړ توغندیو کارونه پیل کړه. په دې کې درې ډوله توغندي (AIM-4 Falcon, AIM-7 Sparrow and AIM-9) شامل وو. په ۱۹۵۷ کې د شوروي اتحاد هم (K-5) نندارې ته وړاندې کړ. د توغندیو پرمختګ تقریبا ټوله هوایي جګړه توغندیزه کړه. او د لید له حدودو بهر یې کارونه پیل شوه په دې کې متحده ایالتونو تر ټولو لمړۍ بېلګه (F-4) ده. کله چې متحده ایالتونو د ویتنام په جګړه کې زیات سرتیري له لاسه ورکړل نو د (dogfighting tactics) تخنیک او (autocannon) ته یې بېرته مخه کړه خو په الوتکو کې توغندي کارونه تر اوسه د هوايي جګړې بنسټیزه برخه ده.
ډېزاین
له هوا څخه هوا ته توغول کېدونکی توغندی معمولا اوږد وي، نري استوانه شکل کې وي کوم یې چې لوړ سرعت کې مرسته کوي. په بنسټیزه توګه پنځه سیستمونه لري : لټونکی، هدایت کوونکی، سروکی، راکټ موټور، د کنټرول د سیستم عناصر کوم چې له مایکروپروسیسور څخه ماشین ته مالومات لیږي.
مخکې لور کې یې لټونکی وي، لټونکی یې ممکن د رادار سیستم او یا هم انفرارېډ لټونکی وي. له لټونکي وروسته برخه کې برېښنایي سیستم موجود وي او توغندی کنټرول کوي. معمول له برېښنایي سیستم وروسته سروکی وي، سروکی یې تر لسګونه کیلوګرامه پورې وزن لري، له سروکي چارچاپېره یې وسپنه موجوده وي کومه چې له چاودېدو وروسته په چرو بدلیږي او یا مخکې له مخکې په چرو بدله شوې وي چاودنه یې یوازې خپروي.
په وروستۍ برخه کې یې د مخکې توغېدو لپاره سیستم وي. پخوانیو توغندیو کې د توغونې سیستم وروسته غلیظ لوګی پرېښوده خو اوسنیو کې وروسته لوګی کم وي. د پخوانیو توغندیو لوګي به تر رسېدو مخکې د هدف شوې الوتکې پیلوټ خبروه او مخکې تر دې چې د توغندي ښکار شي د ځان ژغورنې هڅه به یې کوله. د راکټ د توغونې د سیستم پای کې (CAS) برخه د کنټرول برخه ده کوم چې له سیستم څخه مالومت اخلي او د مالوماتو مطابق د توغندي لکۍ او وزرو ته خوځښت ورکوي تر څو یې د تګ لوری بدل کړي.
وزن | د راکټ نوم | جوړونکی هېواد | د جوړونې کال | د سروکي وزن | د سروکي ډول | واټن | سرعت |
---|---|---|---|---|---|---|---|
۴۳.۵ کیلوګرامه | Molniya R-60 | دشوروي اتحاد روسیه |
۱۹۷۴ | ۳ کیلو ګرامه | پراخېدونکی راډ | ۸ کیلو متره | مک ۲.۷ |
۸۲.۷ کیلوګرامه | K-5 | دشوروي اتحاد روسیه |
۱۹۵۷–۱۹۷۷ | ۱۳ کیلو ګرامه | د لوړې کچې چاودنه | ۲–۶ کیلو متره | مک ۲.۳۳ |
۸۶ کیلوګرامه | Raytheon AIM-9 Sidewinder | متحده ایالتونه | ۱۹۵۶ | ۹.۴ کیلو ګرامه | کړۍ یا دایرې ته ورته د چرو چاودنه | ۱۸ کیلو متره | مک ۲.۵ |
۸۷.۴ کیلوګرامه | Diehl IRIS-T | جرمني | ۲۰۰۵ | ۱۱.۴ کیلو ګرامه | چرې | ۲۵ کیلو متره | مک ۳ |
۸۸ کیلوګرامه | MBDA AIM-132 ASRAAM | انګلستان | ۲۰۰۲ | ۱۰ کیلو ګرامه | چرې | ۲۵ کیلو متره | مک ۳ |
۸۹ کیلوګرامه | Matra R550 Magic/Magic 2 | فرانسه | ۱۹۷۶–۱۹۸۶ (Magic) ۱۹۸۶– (Magic 2) |
۱۲.۵ کیلو ګرامه | چرې | ۲۰ کیلو متره | Mach 2.7 |
۱۰۵ کیلوګرامه | Vympel R-73 | روسیه | ۱۹۸۲ | ۷.۴ کیلو ګرامه | چرې | ۲۰–۴۰ کیلو متره | Mach 2.5 |
۱۱۲ کیلوګرامه | MBDA MICA-EM/-IR | فرانسه | ۱۹۹۶– (EM) ۲۰۰۰– (IR) |
۱۲ کیلو ګرامه | چرې | ۶۰ کیلو متره | مک ۴ |
۱۱۸ کیلوګرامه | Rafael Derby | اسرایل | ۱۹۹۰ | ۲۳ کیلو ګرامه | چرې | ۵۰ کیلو متره | مک ۴ |
۱۳۶ کیلوګرامه | de Havilland Firestreak | انګلستان | ۱۹۵۷–۱۹۸۸ | ۲۲.۷ کیلو ګرامه | کړۍ یا دایرې ته ورته د چرو چاودنه | ۶.۴ کیلو متره | مک ۳ |
۱۵۲ کیلوګرامه | Raytheon AIM-120D AMRAAM | متحده ایالتونه | ۲۰۰۸ | ۱۸ کیلو ګرامه | چرې | ۱۶۰ کیلو متره | مک ۴ |
۱۵۲ کیلوګرامه | Raytheon AIM-120C AMRAAM | متحده ایالتونه | ۱۹۹۶ | ۱۸ کیلو ګرامه | چرې | ۱۰۵ کیلو متره | مک ۴ |
۱۵۲ کیلوګرامه | Raytheon AIM-120B AMRAAM | متحده ایالتونه | ۱۹۹۴ | ۲۳ کیلو ګرامه | چرې | ۵۵–۷۵ کیلو متره | مک ۴ |
۱۵۴ کیلوګرامه | Hawker Siddeley Red Top | انګلستان | ۱۹۶۴–۱۹۸۸ | ۳۱ کیلو ګرامه | کړۍ یا دایرې ته ورته د چرو چاودنه | ۱۲ کیلو متره | مک ۳.۲ |
۱۵۴ کیلوګرامه | Astra Missile | هند | ۲۰۱۰ | ۱۵ کیلو ګرامه | ۱۱۰-۱۶۰ کیلو متره | مک ۴.۵ | |
۱۷۵ کیلوګرامه | Vympel R-77 | روسیه | ۱۹۹۴ | ۲۲ کیلو ګرامه | کړۍ یا دایرې ته ورته د چرو چاودنه | ۸۰–۱۶۰ کیلو متره | مک ۴.۵ |
۱۸۰ کیلوګرامه | PL-12 | چین | ۲۰۰۷ | ۷۰–۱۰۰ کیلو متره | مک ۴ | ||
۱۸۴ کیلوګرامه | Sky Sword II(TC-2) | تایوان | ۱۹۹۹ | ۲۲ کیلو ګرامه | چرې | ۶۰ کیلو متره | مک ۴ |
۱۸۴ کیلوګرامه | Sky Sword IIC(TC-2C) | تایوان | ۲۰۱۷ | ۲۲ کیلو ګرامه | چرې | ۱۰۰ کیلو متره | مک ۶ |
۱۹۰ کیلوګرامه | MBDA Meteor | انګلستان اروپا | ۲۰۱۶ | چرې | ۲۰۰ کیلو متره | مک ۴ | |
۲۲۰ کیلوګرامه | AAM-4 | جاپان | ۱۹۹۹ | ۱۰۰–۱۲۰ کیلو متره | مک ۴–۵ | ||
۲۳۰ کیلوګرامه | AIM-7 Sparrow | متحده ایالتونه | ۱۹۵۹–۱۹۸۲ | ۴۰ کیلو ګرامه | د لوړې کچې چاودنه او چرې | ۲۲–۸۵ کیلو متره | مک ۲.۵–۴ |
۲۵۳ کیلوګرامه | R-27 | د شوروي اتحاد روسیه |
۱۹۸۳ | ۳۹ کیلو ګرامه | چرې او راډ | ۴۰–۱۷۰ کیلو متره | مک ۴.۵ |
۴۷۰ کیلوګرامه | AIM-54 Phoenix | متحده ایالتونه | ۱۹۷۴–۲۰۰۴ | ۶۱ کیلو ګرامه | د لوړې کچې چاودنه | ۱۹۰ کیلو متره | مک ۵ |
۴۷۵ کیلوګرامه | R-40 | دشوروي اتحاد روسیه |
۱۹۷۰ | ۳۸–۱۰۰ کیلو ګرامه | چاودنه او چرې | ۵۰–۸۰ کیلو متره | مک ۲.۲–۴.۵ |
۴۹۰ کیلوګرامه | R-33 | دشوروي اتحاد روسیه |
۱۹۸۱ | ۴۷.۵ کیلو ګرامه | چاودنه او چرې | ۱۲۰–۲۲۰ کیلو متره | مک ۴.۵–۶ |
۶۰۰ کیلوګرامه | R-37 | دشوروي اتحاد روسیه |
۱۹۸۹ | ۶۰ کیلو ګرامه | ۱۵۰–۳۹۸ کیلو متره | مک ۶ | |
۷۴۸ کیلوګرامه | K-100 | روسیه/ هند | ۲۰۱۰ | ۵۰ کیلو ګرامه | ۲۰۰–۴۰۰ کیلو متره | مک ۳.۳ |
برازیل
کاناډا
فرانسه
- Nord AA.20, AA.25
- Matra R.510
- Matra R.511
- Matra R.550 Magic
- Matra Magic II
- Matra R.530
- Matra Super 530F/Super 530D
- Matra Mistral
- MBDA MICA
- MBDA Meteor
- TRIGAT LR
جرمني
- Henschel Hs 298
- IRIS-T
- MBDA Meteor
- Ruhrstahl X-4
- RZ 65 missile
- Dornier Viper
اروپا
- MBDA Meteor
- IRIS-T
هند
- Astra Mk.I
- Astra MK 2
- Astra MK 3
- K-100
ایران
- Fatter – د متحده ایالتونو د سایډ وېنډر توغندي کاپي ده
- Sedjil – د متحده ایالتونو اېم ای اېم ۲۳ هوک یې کاپي کړی او په الوتکه کې د کارېدو لپاره یې بدلون پکې راوستی
- Fakour-90 – د متحده ایالتونو اې ای ایم ۵۴ فوینېکس کاپي ده
عراق
- Al Humurrabi
اسرایل
ایټالیا
- Alenia Aspide
جاپان
- AAM-1
- AAM-2 .
- AAM-3
- AAM-4
- AAM-5
چین
- PL-1
- PL-2
- PL-3
- PL-4 .
- PL-6
- PL-5
- PL-5A
- PL-5B
- PL-5C
- PL-5E
- PL-7
- PL-8
- PL-9
- PL-10
- PL-11.
- PL-10/PL-ASR
- PL-11
- PL-11
- PL-11A
- PL-11B
- LY-60
- PL-12 (SD-10)
- PL-12A
- PL-12B
- PL-12C
- PL-12D
- F80
- PL-15
- TY-90
د روسې فدراسیون / د شوروي اتحاد
- K-5
- Vympel K-13
- Kaliningrad K-8
- Raduga K-9
- Bisnovat R-4
- Bisnovat R-40
- Vympel R-23/R-24
- Molniya R-60
- Vympel R-33
- Vympel R-27
- Vympel R-73
- K-74M2
- Vympel R-77
- K-77M
- Vympel R-37
- Novator KS-172 AAM-L
سوېله افریقا
- A-Darter
- V3 Kukri
- R-Darter
تایوان
- Sky Sword I (TC-1)
- Sky Sword II (TC-2)
ترکیه
- Bozdoğan (Merlin)
- Gökdoğan (Peregrine)
- Akdoğan (Gyrfalcon)
- UAVs such as Bayraktar Akıncı and TAI Aksungur
- Gökhan
انګلستان
- Fireflash
- Firestreak
- Red Top
- Taildog/SRAAM
- Skyflash
- AIM-132 ASRAAM
- MBDA Meteor
متحده ایالتونه
- AIM-4 Falcon
- AIM-7 Sparrow
- AIM-9 Sidewinder
- AIM-26 Falcon
- AIM-47 Falcon
- AIM-54 Phoenix
- AIM-92 Stinger
- AIM-120 AMRAAM
- AIM-260 JATM
- SACM
Comments
So empty here ... leave a comment!