Air-to-surface missile – له هوا ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي
د (air-to-ground missile) په نامه هم یادیږي. د دواړو نومونو لنډیزونه (AGM or ATGM) دي. له نظامي الوتکې توغول کیږي او هدف یې د ځمکې سطحه یا سمندر کې بېړۍ وي. دې توغندیو ته ورته د هدایت وړ بمونه هم شته کوم چې توغندي نه ګڼل کیږي په انګرېزۍ کې ورته (glide bombs) نوم اخلي. د توغندیو د الوت یا خوځښت لپاره راکټي موټرونه کاریږي کوم چې د لنډ او اوږد واټن جیټ انجن لري. د شوروي اتحاد په ځینو توغندیو کې رم جیټ انجن کارېدلی کوم چې اوږد واټن کې د کارېدو وړتیا لري او تر نورو توغندیو چټک دي.
له هوا څخه ځمکې ته توغول کېدونکي توغندي د لایزر، انفراریډ، اپتیک او یا سټلایټ په ذریعه هدایت کیږي. د هدایت کولو سیستم یې له هدف سره تړاو لري د بېلګې په توګه سمندري بېړۍ ممکن د فعال یا غېرې فعال رادار په ذریعه په نښه شي او یاد سیستم ممکن د ځمکې پر سطحې د مختلفو هدفونو لپاره چې په چټکۍ سره خپل موقیعت بدلوي ونه کاریږي. له هوا څخه ځمکې ته د توغول کېدونکو توغندیو ډېر ډولونه د بیړیو ضد او د ځمکې پر سطحه هدف ویشتلی شي خو ځینو کې باید د مختلف رول لپاره بدلون راوستل شي. د بېلګې په توګه (AGM-84E Standoff Land Attack Missile) توغندی د (Harpoon) توغندیو پر ځمکه هدف په نښه کوونکی د تولید ډول ده.
له هوا څخه ځمکې ته توغول کېدونکی توغندی له لرې واټن څخه هم توغول کیږي په دې مانا چې الوتکه پرته له دې چې د مخالف لوري فضا ته داخله شي هدف په نښه کوي او په دې ډول توغندیو کې (fire-and-forget) سیستم موجود وي. له هوا څخه بېړۍ ضد ځینې توغندي له ډېر لرې واټن توغول کیږي او وروسته د الوتکې او پیلوټ پرته خپله هدف پیدا کوي.
له هوا ځمکې ته د توغول کېدونکو توغنديو فرعي ډولونه
air-launched anti-tank guided missiles
air-launched cruise missiles
air-launched anti-ship missiles
anti-radiation missiles
Comments
So empty here ... leave a comment!