Anti-tank guided missile – ټانک ضد د هدایت وړ توغندی
نور نومونه او د نوم لنډیزونه یې (anti-tank guided missile ATGM, anti-tank missile, anti-tank guided weapon ATGW or anti-armor guided weapon) دي. د هدایت کېدو وړ توغندي دي او په بنسټیزه توګه د زغره لرونکو ټانکونو او پوځي موټرو ضد کاریږي. کچه یې په وږې له فیر کېدونکي توغندي نیولې کوم چې یوازې یو سرتیری له ځان سره انتقالولای شې تر لوی توغندي کوم چې په درې پښو نصب کیږي شته دي. د جګړې په سنګر کې د انتقال وړ د غټو سروکو لرونکو توغندیو پوځونو ته د دې وړتیا ورکړې چې سپک او د منځنۍ کچې زغره لرونکو ټانکونو او بکتر بند موټرو دفاع له لرې وکړي. خو کوم ټانکونه چې کامپوزیټ لري له وړو توغندیو سره مقاومت کوونکي دي. پخواني د ټانک ضد راکټ لپاره باید سرتیری ټانک ته ډېر نږدې شوی وای تر څو یې ټانک په نښه کړی وای همداسې د ټانک ضد مینونو لپاره هم باید سیمې ته داخل شوی وای. په ۲۰۱۶ کال کې واړه ټانک ضد توغندي ۱۳۰ هیوادونو لرل او همداسې ځینو ټوپکسالارانو هم تر لاسه کړي وو.
د (X-4 missile) په نامه لمړي د ټانک ضد هدایت کېدونکي توغندي جرمني جوړ کړي وو. نور دوه نومونه یې (Ruhrstahl Ru 344 X-4 or Ruhrstahl-Kramer RK 344) دي. په سیم هدایت کېدونکی توغندی وو – په هدایت کوونکي او توغندي کې دوه سیمان نصب وو او د همدې سیمانو په ذریعه توغندی هدایت کېده. په دوېمه نړیواله جګړه کې جرمني جوړ کړی وو. د جګړې پر مهال ونه کارېده خو له جګړې وروسته یې د ډېر خلکو پام خپل کړ او له همدې توغندي په نقل یې ډېر د ټانک ضد له ځمکې توغول کېدونکی توغندي تولید کړل. له تولید څخه د نقل له ډلې یو مالکارا توغندی وو.
په X-4 توغندي په ۱۹۳۶ کې ډاکټر مکس کرامېر کار پیل کړ. په دې وخت کې دوي دې پرېکړې ته رسېدلي وو چې باید یوا داسې توغندی تولید کړي چې د کافي اندازې لرې واټن وي او باید له داسې سیمې د توغوېدو وړتیا ولري چې د بم غورزونکو له حدودو بهر وي او دومره دقیقه د هدف ویشتنې وړتیا ولري چې توغونه یې د مخالف لوري د سرتیرو مړینه تضمین کړي. اوس وخت کې دې ډول وسلې ته په انګرېزۍ (stand-off weapon) نوم اخلي.
په توغندي کې هایپرګولیګ (hypergolic) کارېدلي وو – هایپر ګولیک د (S-Stoff) او (R-Stoff) مخلوط ده – همداسې (S-Stoff) د نیتریک اسیدو او ۵% د iron(III) chloride مخلوط ده او (R-Stoff) یو عضوي مخلوط ده په کوم کې چې ۵۰ فیصده (dimethylaminobenzene) او ۵۰ فیصده (triethylamine) مخلوط شوي وي. د سونګ پمپ لپاره پکې ځای نه وو نو د تیلو د پمپ کېدو لپاره پیسټون پکې کارېدلی وو. په دې کې (S-Stoff) کارېدلي سونګ توکي د وسپنې خرابونکي وو او د توغندیو اداره کوونه یې له خطره ډکه کړې وه له همدې امله جرمنانو هڅه پیل کړه چې مایع سونګ توکي په جامدو بدل کړي.
دوېم توغندي (SS.10) وو کوم چې په لمړي ځل پوځ وکارول او لمړی د فرانسې پوځ په ۱۹۵۵ کې ترلاسه کړل. له فرانسې وروسته اسرایلو او متحده ایالتونو وکارول. استرالیا او انګلستان په ګډه د ۱۹۵۱ – ۱۹۵۴ ترمنځ د (Malkara missile) په نامه د ټانک ضد هدایت کېدونکی توغندی تولید کړ او په ۱۹۵۸ کې یې خپلو پوځونو ته وسپارل. په ۱۹۶۰ لسیزه کې د انګلستان او استرالیا جوړ کړي توغندي ځای (Vickers Vigilant missile) توغندي ونیوه. وزن یې کم وو او مسلکي کسان په دې اند وو چې په الوتکو کې هم کار ترې اخیستل کېدای شي تر څو له هوا ټانکونه په نښه کړي.
د لمړي نسل توغندیو داسې کس ته اړتیا لرله چې سلګونه ساعته یې باید روزنه لیدلې وای تر څو توغندي نصب او هدایت کړي. د دوېم نسل توغندي نیمه د هدف پیدا کونکي وو. د درېم نسل توغندي په لایزر، برېښنایي ښیښو او د توغندي په پوز کې په نصب رادار تکیه کوي کله چې هدف مشخص شي نو له دې وروسته خپل هدف تعقیبولای شي. د درېم نسل په توغندیو کې (fire-and-forget) سیستم کارېدلی په دې مانا چې له فیر کېدو وروسته تر هدف خپله ځان رسوي. سروکي یې یوازې د ټانک ضد دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!