Land-attack missile – د ځمکې او سمندر پر سطحې برید کوونکی توغندی

دا ډول توغندي له ځمکې په سمندر کې بېړۍ، له ځمکې څخه ځمکه، له سمندر څخه ځمکه په نښه کولای شي. دوه ډوله انجن (turbojet or turbofan) پکې کارېدلای شي. د ځمکې یا سمندر سطحې ته نږدې تګ کوي تر څو یې مخالف لوری پیدا نکړي او د مقابل لوري د ګام اخیستو مخه ډب کړي. د هدف پیدا کولو او تعقیبولو لپاره د رادار (terrain-following radar) ډول او یا جي پي اېس کاروي. که چېرې موانع یا لوړې سطحې یې مخې ته ورشې نو په خپل ځان کې د (TERCOM) سیستم لري او په اتومات ډول خپله ارتفاع زیاتوي.
 
له فیر کېدو مخکې پروګرام کیږي تر څو هدف ته رسېدو پورې د ټولو لارښوونو سیټ خپله ترسره کړي. که چېرې هدف خپل موقیعت بدلوي د تعقیب لپاره یې فعال یا غېرې فعال رادار، انفرارېډ یا اپتیکي لارښونه کاریږي. که چېرې بې خوځښته هدف وي نو تر پای پورې هر څه پکې مخکې له مخکې پروګرام کیږي.
3M-54E1
Photo by Allocer

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons